د بدخشان یفتل ولسوالۍ کې د ځايي اوسېدونکو او طالبانو حکومت ځواکونو ترمنځ تاوتریخوالی

د ویډیو تشریح، د بدخشان یفتل ولسوالۍ کې د ځايي اوسېدونکو او طالبانو حکومت ځواکونو ترمنځ تاوتریخوالی
د بدخشان یفتل ولسوالۍ کې د ځايي اوسېدونکو او طالبانو حکومت ځواکونو ترمنځ تاوتریخوالی
د خپرېدو وخت

په افغانستان کې د طالبانو حکومت يوې سرچینې بي بي سي ته تائید کړې چې د بدخشان ولایت د يفتل ولسوالۍ کې د سيمه ييزو خلکو او طالبانو حکومت ځايي ځواکونو تر منځه تاوتریخوالی او د هغوی په وینا "شخړه" رامنځته شوې ده. دغه سرچينې د نورو جزياتو له ورکولو ډډه کړې او پر وټس اپ پيغام کې یې ليکلي چې "د دې موضوع او د شوې ادعا د معلومولو لپاره زموږ همکاران د پېښې په ځای کې دی". د راپورونو له مخې د يفتل ولسوالۍ يو شمېر اوسېدونکو د شنبې سهار (۱ اګست) د اعتراضي لاريون په ترسره کولو سره د طالبانو د حکومت له ځواکونو سره نښته کړې ده. همدارنګه پر ټولنيزو رسنيو داسې ویډيوګانې خپرې شوې چې په کې ښکاري د ولسوالۍ اوسېدونکي د طالبانو حکومت د سيمه ييزو ځواکونو پر وړاندې اعتراض کوي.