ټرمپ: له ایران سره د خبرو وروستي پړاو کې یو، که تهران هوکړه و نه کړي، نور بریدونه به وکړو

د عکس سرچینه، Getty Images
د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ پر چهارشنبه وویل، له ایران سره مذاکرات وروستي پړاو ته رسېدلي، خو نوموړي خبرداری ورکړ، که تهران هوکړه و نه کړي، کېدای شي نور بریدونه پرې وشي.
د اوربند لپاره د (ایپک فیوري) عملیاتو له درولو نژدې شپږ اونۍ وروسته د جګړې پای ته رسولو په موخه پیل شوي مذاکراتو کې کوم پاموړ پرمختګ نه ښکاري.
ولسمشر ټرمپ روانه اونۍ ویلي و، د نورو بریدونو تائیدولو ته نژدې شوی و، خو خبرو ته د نور وخت ورکولو لپاره یې دا پرېکړه وځنډوله.
پر چهارشنبه له خبریالانو سره مرکه کې ولسمشر ټرمپ وویل: ''موږ له ایران سره د خبرو په وروستي پړاو کې یو. وګورو، چې څه کېږي. یا به موږ یوې هوکړې ته ورسېږو، یا به موږ ځینې داسې اقدامات کوو، چې ډېر د خوښې وړ به نه وي، خو هیله مې دا ده، چې خبره به تر هغه بریده نه رسېږي.''
د امریکا متحدو ایالتونو ولسمشر زیاته کړه: ''موږ دې بهیر ته یو فرصت ورکوو. زه بیړه نه لرم. زه د ډېرو خلکو وژل کېدو پر ځای د سر د کم زیان ته لومړیتوب ورکوم. وضعیت هر لور ته تللای شي.''
بل لور د ایران حکومت ډونلډ ټرمپ د جګړې بیا پیلولو په هڅو تورن کړی، او خبرداری یې ورکړی چې د هر برید پر وړاندې به د ایران د غبرګون اغېز له منځني ختیځه هاخوا احساس کېدای شي.
له دې مخکې، د ایران بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي د امریکا د ولسمشر ډونلډ ټرمپ د ایران پر ضد د پوځي برید د بیا پیلولو وړاندیز په ځواب کې وویل، "ډاډه اوسئ چې که تاسو د جګړې ډګر ته راستانه شئ نو ډېرو حیرانتیاوو سره به مخامخ شئ."

د عکس سرچینه، Reuters
اکسیوس: ټرمپ او نتنیاهو د ایران پر موضوع 'سخته' ټیلفوني اړیکه درلوده
بل لور د امریکا اکسیوس خبري شبکې راپور ورکړی چې د ډونلډ ټرمپ او بنیامین نتانیاهو ترمنځ د ایران په تړاو خبرې"سختې" وې او د اسرائیلو لومړی وزیر پرون سه شنبه (می ۲۹مه) د ټیلیفوني اړیکې له لارې "ډېر غوسه" و.
د اکسیوس خبریال بارک راوید د چهارشنبې په ورځ په خپل راپور کې لیکلي چې هغه د معلوماتو درې سرچینې موندلي دي، خو هغه د دې سرچینو نومونه نه دي یاد کړي.
د بارک راوید په وینا: "بنیامین نتانیاهو د خبرو په تړاو خورا بدبین دی او غواړي جګړه بیا پیل کړي چې د ایراني نظام ډېری وړتیاوې کمزورې کړي او د حیاتي اډانې په له منځه وړلو سره حکومت ته زیان ورسوي."
د هغه څه پر بنسټ چې اکسیوس یې په خپل رپوټ کې وايي، د اسرائیلي لومړي وزیر د دې دریځ پر وړاندې ډونلډ ټرمپ باوري دی، چې (هوکړې ته د رسېدو امکان شته، خو که داسې کومه هوکړه و نه شي، د جګړې بیا پیلولو ته چمتو دی. "


















