د تېلو نړیوالې بې ثباتۍ ترکیه کې پر ګرځندوی څه اغېز کړی؟

د عکس سرچینه، AFP via Getty Images
- Author, هيلكن دوغاتش بوران
- دنده, بي بي سي نيوز تركي
- رپوټ له:, اسطنبول
- د خپرېدو وخت
- د لوستلو وخت: ۵ دقیقې
په منځني ختیځ کې د جګړې له امله د انرژۍ رسولو بهیر کې ګډوډۍ، د الوتکو د تېلو د احتمالي بحران په اړه اندېښنې راولاړې کړې دي. دا اندېښنې د هوايي چلند او ګرځندوی پر چارو هم سیوری غوړوي.
داسې اندېښنې دي چې په راتلونکو اونیو کې به اروپا د الوتکو د تېلو له کمښت سره مخامخ شي.
یو شمېر هوايي شرکتونو، چې د ترکیې هوايي شرکت هم په کې یاد شوی، د لګښتونو کمولو په موخه ځینې الوتنې لغوه کړي دي. ورسره د ناروښانه حالت له امله، د ګرځندوی موسم په درشل کې د ټکټونو په پېرېدنه کې کمی لیدل شوی دی.
خو د انرژۍ کارپوهانو له بي بي سي ترکۍ څانګې سره په خبرو کې ویلي چې ترکیه کولی شي په اسانۍ سره خپله کورنۍ اړتیاوې پوره کړي، ځکه دا هېواد پخپله د الوتکو د تېلو صادروونکی دی. بل پلو، د ګرځندوی په چارو کې بوخت کسان مني چې دغه برخه د بیو د لوړېدو له امله تر فشار لاندې ده، خو ټینګار یې دا دی چې ترکیه لا هم د سیلانیانو د خوښې یو له مهمو ځایونو دی.
د الوتکو د تېلو صادروونکی هېواد

د عکس سرچینه، NurPhoto via Getty Images
ترکیه د خپلې اړتیا وړ انرژۍ لپاره په لویه کچه پر بهرنیو هېوادونو تکیه کوي، خو کله چې خبره د الوتکو تېلو ته شي، کیسه بل ډول ده. وارد شوي خام تېل د ترکیې په چاڼخونو کې پروسېس کېږي.
په ترکیه کې د اقتصادي تګلارو د څېړنې بنسټ د انرژۍ او اقلیم د څانګې مشره، ډاکټره مهدان ساغلام وايي، "ترکیه د الوتکو د تېلو صادروونکی هېواد دی او دا تېل په کور دننه تولیدوي." هغه زیاتوي چې د ترکیې چاڼخونې ډېر کله د روسیې، عراق او اذربایجان له تېلو ګټه اخلي.
د تېلو د چاڼ په برخه کې د ترکیې "توبراش" او د اذربایجان د دولتي شرکت "سوکارد" اړوند "ستار" چاڼخونه مخکښې دي. د شمېرو له مخې، ترکیې په تېره فبرورۍ میاشت کې شاوخوا ۴۰۲ زره ټنه د الوتکو تېل صادر کړي دي. واردات یې بیا یوازې ۵۹ زره ټنه وو.
د انرژۍ کارپوه علي عارف اکترک وايي چې د اکمالاتو د خطرونو له امله د خامو تېلو لوړې بیې په مخامخ ډول د الوتکو پر تېلو اغېز کړی. هغه وایي، په ټوله نړۍ کې بیې له ۷۰ تر ۱۰۰ سلنه لوړې شوې دي.

د عکس سرچینه، Anadolu Agency via Getty Images
له لوړو بیو تېښته نشته
اکترک وایي، ترکیه که څه هم د اکمالاتو له بېخي نږدې خطر سره نه ده مخامخ، خو د بیو له لوړوالي به خامخا اغېزمنه شي.
هغه زیاتوي، "ترکیه د ارزانه تېلو د ترلاسه کولو لارې نه لري، ځکه په نړۍ کې اوس هېڅوک داسې موقع په لاس کې نه لري."
ډاکټره ساغلام هم ټیک همدا ډول یو څه انګېري او وایي، پخوا به ترکیې یو بېرل تېل په ۶۰ ډالره پېرل، خو اوس د روسیې د "اورال" خامو تېلو بیه شاوخوا ۱۰۵ ډالرو ته رسېدلې ده.
دا پر دې باور ده، تر هغې چې له روسیې د تېلو لړۍ روانه وي، ترکیه به د اکمالاتو له داسې کوم لوی ټکان سره مخ نه شي.
د خطر تر ټولو لویه وېره دا ده چې که د روسیې د تېلو لېږد کې خنډونه پېښ شي، نو ترکیه به له پېچلي وضعیت سره مخ شي.
د زرګونو الوتنو لغوه کېدل
کارپوهان پر دې باور دي چې د تېلو د بیو لوړوالی به د ګرځندوی پر صنعت هم اغېز وکړي. له همدې امله د مې میاشتې له پیل راهیسې شاوخوا ۱۳ زره الوتنې لغوه شوي، چې د دغه هېواد لوی سوداګریز ښار استانبول په کې تر ټولو ډېر اغېزمن شوی دی.
اکترک خبرداری ورکوي چې دا حالت به د ګرځندوی د هغو شرکتونو ګټه کمه کړي چې ځانګړې کڅوړې یې په معلومو بیو پلورلې دي. هغه وایي ښايي ترکیه په ۲۰۲۶ کال کې د ګرځندوی له درکه د ۶۸ میلیارد ډالرو ټاکلې کچې ته ونه رسېږي.
د ګرځندوی پر چارو د فشار لامل
د ترکیې د ګرځندوی شرکتونو د ټولنې مشر فیروز باغليکایا وايي چې د بیو لوړوالی پر هوايي چلند او ګرځندوی یو "فشار راوړونکی عامل" دی. نوموړی هیله لري چې د استانبول هوايي ډګر به لا هم تر ټولو بوخت ډګر پاتې شي.
فیروز باغليکایا، له بي بي سي ترکي سره په یوه لیکلې مرکه کې ویلي چې د نرخونو لوړېدل د هوایي چلند او ګرځندوی پر برخو یو فشار راوړلی شي.
باغليکایا ټینګار وکړ چې د اروپايي هوایي چلند د خوندیتوب سازمان "یوروکنټرول" د معلوماتو له مخې، د اپرېل له ۳۰مې تر می د استانبول هوايي ډګر په اروپا کې تر ټولو د ډېرې ګڼې ګوڼې هوايي ډګر و.
نوموړي وويل، "که موږ دا په پام کې ونیسو چې د ګرځندوی سکټور له خوا رامنځته کېدونکی خوځښت به په راتلونکي کې نور هم ډېر شي، نو ویلی شو چې د نړۍ د هوایي چلند په سکټور کې به د ترکیې او استانبول هوايي ډګر رول نور هم پیاوړی شي. زموږ هیله دا ده چې په نړۍ کې کړکېچونه ژر تر ژره پای ته ورسیږي او د نړۍ کې د سفر کولو بهیر خپل عادي حالت ته راوګرځي."
د "میجیک لایف" په نوم د هوټلونو بنسټ اېښودونکی او د "ال انکلوسیو" (ټول شموله) سیسټم بنسټګر، ډاکټر جم کینای پر دې باور دی چې د الوتکو د تېلو د بیو لوړېدل مخامخ د ترکیې د ګرځندوی پر عوایدو اغېزه کوي، ځکه چې ډېر سیلانیان د هوا له لارې ترکیې ته راځي.
کینای له بي بي سي ترکي سره په خبرو کې خبرداری ورکړ: "که څه هم اوس مهال یو ډېر لږ کمښت تر سترګو کېږي او داسې ښکاري چې لا یې بشپړ اغېز نه دی پراېښی، خو د دې وضعیت دوام به پر موږ هم اغېزې ولري."
نوموړی وایي چې د ګرځندوی سمبالګرو او د چارټر الوتنو په بیو کې لا تر اوسه کوم زیاتوالی نه دی راغلی "د ځایونو کرایه کول لا هم په هغو نرخونو دي چې په عادي حالت کې اعلان شوي دي." د کینای په وینا، د ځای کرایه کولو کموالی د نرخونو له درکه نه، د کړکېچ په ټس کې د رامنځته شوي "رواني فشار" له امله دی.
هغه وایي، "له لویه سره د داسې کړکېچونو په پیل کې، مېلمانه د نویو ځایونو د کرایه کولو دمخه د انتظار حالت کې وي." د کینای په خبره، د هوټلونو چلونکي هڅه کوي د وار دمخه کرایه کېدو د مودې په غځولو سره سیلانیان وهڅوي. که دا کافي نه وي، هغه وړاندیز کوي چې دولت باید لاس پر چاره شي:
"که د تېلو بیې همداسې لوړې پاتې شي، دولت ښايي د چارټر الوتنو لپاره (سبسایډي) ورکړي او په رسمي ډول اعلان وکړي چې د تېلو د بیې زیاتوالی دوی پر غاړه اخلي. دا ډول تجربه ترکیه له پخوا هم لري."


















