د امریکا او ایران شخړه: څه پېښېدای شي؟ څلور احتمالي سناریوګانې

    • Author, سعید جعفري
    • دنده, سیاسي شنونکی
  • د لوستلو وخت: ۸ دقیقې

په داسې حال کې چې د پاکستان یوه پلاوی د ایران پلازمېنې تهران ته رسېدلی، داسې انګېرل کېږي چې د امریکا متحد ایالتونه له ایران سره د اوربند د دويم پړاو په اړه خبرې کوي.

د ایران او امریکا ترمنځ د دوو اونیو اوربند له هغې وروسته هم رعایت شوی، چې د یکشنبې پر ورځ یې اسلام اباد کې د له ۲۰ ساعتونو اوږدې خبرې اترې له کومې هوکړې پرته پای ته ورسېدې.

خو ولسمشر ډونلډ ټرمپ د دغو خبرو تر ناکامېدو یوه ورځ وروسته اعلان وکړ چې د هرمز تنګي د تړلو پلان لري.

هغه دا د ایران پر وړاندې خپله نوې تګلاره وبلله.

هرمز تنګی ستراتېژیک سمندري لار ده چې د تېلو نړیوالې سوداګرۍ لپاره حیاتي ارزښت لري.

هوکړې ته په رسېدو کې دا لومړني ناکامي او د نورو مذاکراتو احتمال څنګه ارزولی شو؟

ایا ایران او امریکا د یوه کنټرول شوي زیاتېدونکي کړکېچ پر لور روان دي، که خبره تر دې لویه ده او یوې پراخې نه‌مخنیوی کېدونکې جګړه کې ښکېلېږي؟

دا چې په راتلونکې کې څه پېښېدای شي، دلته یې پر څلورو احتمالي سناریوګانو غږېږو.

۱. نازک اوربند یوه "تکتیکي وقفه"

د امریکا او ایران ترمنځ له څو اوونیو جګړو وروسته نافذ شوی اوربنده دا جوتوي، چې د کړکېچ د پراختیا مخنیوي لپاره یو ډول لېوالتیا شته دی. خو له دغه اوربند سره له پیله د پام‌ وړ ابهامونه مله وو.

د اوربند د شرایطو تفسیر په اړه اختلافات د دې لامل شوي، چې ځینې شنونکي دا هوکړه د یو دوامدار چوکاټ پر ځای تر ډېره یوه تکتیکي وقفه وګڼي.

دا اختلاف په دې تړاو دي چې دغه اوربند له جغرافیايي اړخه کومې سیمې رانغاړي، کوم اهداف پکې شاملېږي او ان دا چې "له اوربنده سرغړونه" څه معنا لري؟

په واشنګټن کې د دیموکراسۍ دفاع لپاره د بنسټ یو جګپوړی څېړونکی بهنام بن طالب‌لو وايي: "کله چې شخړه پیل شوه، یوې هوکړې ته د رسېدو امکانات له اوله نږدې صفر وو."

هغه بي‌بي‌سي فارسي ته وویل: «دا د اصولو، دریځونو او سیاستونو داسې ټولګه ده چې امریکا او د ایران اسلامي جمهوریت یې له کلونو راهیسې پر سر اختلاف لري، او په لنډه توګه، جګړې نه یوازې دا اختلافات راکم نه کړل، بلکې لا یې ژور کړي دي."

هممهاله د دواړو لورو د چارواکو متضادو څرګندونو هم ترینګلتیا زیاته کړې ده.

په داسې حال کې چې په ایران کې چارواکي له اوربنده د پرله‌پسې سرغړونو خبره کوي، امریکا او اسرائیل بیا د اوربند په تړاو د خپلو ژمنو یو ډېر محدود تفسیر وړاندې کوي.

د دواړو غاړو روایتونو دغه اختلاف په عملي توګه بې‌باوري ژوره کړې او د اوربند د دوام په اړه یې جدي پوښتنې راپورته کړې دي.

که د خبرو مېز ته د ستنېدو هڅې ناکامه شي، نو دا اوربند به ښايي یوازې دواړو خواو ته د دمې، ساه اخیستو، بېرته ځان منظمولو، د خپلو درېځونو ارزولو او راتلونکي پړاو ته د چمتووالي لپاره وخت یا موکه وي.

که یو لوری دې پایلې ته ورسېږي چې له اوسني وضعیته کمه ګټه کوي او دا چې د فشار معنا‌ لرونکي زیاتووالي ته اړتیا ده، نو دا سناریو هغه وخت لا ډېر معقولیت پیدا کوي.

د بېلګې په توګه، امریکا ښايي بیا د پلونو، برېښنا بټیو، یا د انرژۍ د تاسیساتو په څېر د مهمو زېربناو په نښه کول د یوه ممکن غوراوي په توګه وارزوي.

دا وړ بریدونه که څه هم کولی شي چې په لنډ مهال کې د پام‌وړ فشار لامل شي، خو پراخې بشري او اقتصادي پایلې به ولري او ښايي د ایران سخت غبرګون هم راوپاروي.

هممهاله اسرائیل چې د یوه اړخ په توګه د خبرو اترو په تړاو بدګومانه پاتې شوی، ښايي یو اغېزناک لوبغاړی شي.

د نړیوالو اړیکو یو څېړونکی حمید رضا عزیزي وایي: «اسرائیل ښایي د ایراني اشخاصو او څېرو د ترور په څېر اقداماتو ته مخه کړي، په ځانګړې توګه هغو کسانو ته چې په خبرو اترو کې ښکېل دي."

هغه زیاتوي: «د ډونلډ ټرمپ له خوا د هرمز تنګي د کلابندۍ اعلان شوې تګلاره د تقابل خطر زیاتوي، ان که ښکېل لوري د دغه کار نیت هم و نه لري."

په داسې حال کې چې د کړکېچ د پراخېدو امکان نه شي ردېدای، خو پر پراخې سیمه‌ییزې شخړې د اوښتلو او پر نړیوال اقتصاد د فشار په څېر بالقوه لوړه بیه یې، ښايي لږترلږه په لنډمهال کې د دې سناریو د پېښېدو امکان کم کړي.

۲. "د سولې او جګړې ترمنځ حالت"

یوه بله سناریو چې ښايي تر ټولو زیات احتمال ولري، بېرته یوې داسې مقابلې ته ګرځېدل دي، چې "د کړکېچ کنټرول شوی زیاتووالی" یې بولي.

په دې معنا چې شخړه نه تر یوې تمام عیاره جګړې رسېږي، او نه هم لوري په بشپړه توګه له پوځي اقدامه لاس اخلي. په دې حالت کې ښايي پر تاسیساتو، پوځي اهدافو، او ان تدارکاتي لیکو محدود بریدونه دوام ومومي.

د داسې سناریو پر مهال د نیابتي لوبغاړو رول لا ډېر مهمېږي. په عراق یا سره‌سمندر کې د ایران پلوه ډلو لخوا د فعالیت زیاتوالی او هممهاله ورسره د امریکا لخوا پر دغو شبکو د فشار ډېرېدل ښايي پرته له دې چې په مستقیم ډول د جګړې د سختېدو لامل شي، د شخړې جغرافیه پراخه کړي.

ځینې شنونکي دا حالت یوې بشپړې جګړې ته نږدې شوی بولي.

حمیدرضا عزیزي وايي: "دواړه لوري غواړي خپلې وسیلې او د فشار اهرمونه وکاروي، چې بشپړې جګړې ته له ننوتلو پرته پر مقابل اړخ اغېزه ولري."

نوموړی زیاتوي: "که اوربند نقض شي، نو دا احتمال ډېر لوړ ګڼل کېږي، چې ایران دې په ځانګړې توګه یمن کې د خپلو متحدو ځواکونو له لارې نوي ګامونه پورته کړي."

خو دا سناریو بې خطره هم نه ده. کړکېچ چې څومره زیاتېږي، په هماغه اندازه ورسره د غلطې محاسبې خطر هم لوړېږي. آن که یو لوری هم د شخړې پراخولو هوډ و نه لري، یوازې یو ناسم قضاوت هم کولای شي چې جګړه داسې کچې ته ورسوي چې نور به یې کنټرول ناممکن وي.

۳. د ارامښت ډیپلوماسۍ دوام

په پاکستان کې د خبرو اترو له ناکامېدو سره سره دا نه شي ویل کېدای چې د ډیپلوماسۍ بهیر پای ته رسېدلی او یا دا چې مذاکرات په بشپړ ډول له اجنډا وتلي دي.

پاکستان ښايي په راتلونکو ورځو کې د دغو خبرو د کوربه په توګه د تهران او واشنګټن ترمنځ د پیغامونو د تبادلې له لارې دې هڅو ته دوام ورکړي، چې دواړه لوري یوې هوکړې ته وهڅوي.

هممهاله د قطر، عمان، او ان سعودي عرب او مصر، په څېر دودیز منځګړي هم ښايي له ‌کنټروله د کړکېچ د وتلو اندېښنو له کبله لاس په کار شي. دغه هېوادونه ښايي د اړیکو د چینلونو په توګه عمل او د کړکېچ د ناڅاپي زیاتوالي د مخنیوي هڅه وکړي.

په هره توګه، اساسي ټکی دا دی چې پر دې لاره هر ډول پرمختګ د دواړو لورو ترمنځ د بنسټیزو اختلافاتو په کمېدو پورې تړلی دی.

د امریکا ۱۵ او د ایران متقابل ۱۰ مادیز وړاندیز ښيي چې دواړه لوري لا هم پر داسې دریځونو ولاړ دي، چې د منځ د یوې لارې د موندلو پر خای، پر مقابله خوا د خپلو شرایطو منل پکې لومړیتوب لري.

له همدې کبله، که څه هم ښايي د خبرو اترو یو نوی پړاو ممکن وي، خو د یوې چټکې او هراړخیزې هوکړې تمه ترې، لږ تر لږه په لنډ مهال کې له واقعیته لېرې ښکاري.

۴. دوامدار سمندري کلابندي

د امریکا ولسمشر اعلان کړی چې د دغه هېواد سمندري ځواکونه د ایران د سمندري کلابندۍ هوډ لري، داسې چې هېڅ بېړۍ او د تېلو لېږدونکي ټانکرونه ونه شي کړای له هرمز تنګي تېر شي.

هغه دا ګواښ هم کړی چې هره هغه بېړۍ به په نړیوالو اوبو کې ودرول شي، چې ایران ته له هرمز تنګي د تېرېدو فیس ورکوي.

داسې ښکاري، د دې تګلارې موخه دا ده چې ایران د تېلو له عوایدو بې‌برخې او اقتصاد یې زندۍ کړي. خو دغه ګام د امریکا تر ټولو لوی سیال، چین ته هم ضربه ورکوي، چې د ایران د تېلو تر ټولو لوی پېرېدونکی دی.

بهنام بن طالب‌لو د ایران اوږدې سمندري پولې ته په کتو وايي: " که کافي اندازه استخباراتي، څارنېزې او کشفي (ISR) سرچینې ورته ځانګړې شي، نو د ایران اسلامي جمهوریت د بندرونو سمندري کلابندي ښايي ډېره اغېزمناکه وي."

نوموړي زیاته کړه: "د دغه اقدام عملي پایله به دا وي چې [د ایران] حکومت به د خپل اصلي صادراتي توکي د صادرولو توان واخلي."

خو نور شنونکي وايي، چې دا د دې تګلارې دوام امریکا لپاره هم په ستره بیه پرېوتی شي، ځکه د امریکا سمندري ځواکونه به ایران ته نږدې او د احتمالي برید پر وړاندې ډېر زیان‌ګالي شي.

پر دې سربېره د دغه پلان کارنده ثابتېدو لپاره به اړتیا وي چې د امریکا سمندري ځواکونه اوږدې مودې لپاره د ایران پولې ته نږدې پاتې شي، چې دا کار له مالي اړخه پام‌وړ لوړ لګښت لري.

د دې تګلارې دوام د تېلو او انرژۍ نړیوالې بیې هم لوړولی شي او همدا راز دا احتمال هم زیاتوي چې د یمن حوثي ځواکونه دې په سره‌سمندر کې د باب‌المندب تنګي له لارې د تګ راتګ ګډوډولو لپاره لاس په کار شي، چې دا به د تېلو بیې لا نورې پیسې لوړې کړي.

جوړښتي بې‌ثباتي —سیمه کې نوی نظم؟

له دغو سناریوګانو دا څرګندېږي چې سیمه یوه داسې پړاو ته ننوتې ده، چې د سولې او جګړې ترمنځ کرښه پکې تر بل هر وخت ډېره کمزورې شوې ده.

په پاکستان کې د ترسره شویو خبرو اترو ناکامي د ډیپلوماسۍ د پای ته رسېدو نښه نه ده، او نه هم د یوې پراخې جګړې د حتمي پیل ښودنه کوي. دا تر ډېره د 'خړ زون' یا د سولې او جګړې ترمنځ د ناڅرګند وضعیت د دوام ښکارندویي کوي.

حمیدرضا عزیزي وایي: "که څه هم دواړه لوري غواړي چې دا شخړه پای ته ورسېږي، خو دا کار په لنډمهال کې ممکن نه ښکاري."

په اوسني چاپېریال کې، تکتیکي پرېکړې، امنیتي پوښتنې، او په ډګر کې ان کوچني بدلونونه هم کولای شي د کړکېچ په ډېرېدو کې لویه اغېزه ولري.

دې حالت ډېر شنونکي دې ته اړ کړي چې د سیمې د "جوړښتي بې‌ثباتۍ" یادونه وکړي، داسې وضعیت چې د لوبې اصول پکې په بشپړ ډول روښان نه دي او پایله یې هم نه شي اټکلېدای.

د دې شرایطو تر ټولو کره تعریف ښايي دا وي چې ایران او امریکا یوه داسې پړاو ته ننوتي، چې جګړه او مذاکرات پکې هممهاله پر مخ روان دي.

په داسې حال کې چې دواړو لوریو دیپلوماتیک چینلونه تر یوه بریده پرانیستي ساتلي، لا هم پر پوځي وسایلو تکیه کوي.