میټا د ماشومانو د خوندیتوب اړوند یوه قضیه کې ۵۶۷ میلیونه ډالر جریمه شو

    • Author, کالی هیز
    • Author, لیو مک‌ ماهون
  • د خپرېدو وخت
  • د لوستلو وخت: ۷ دقیقې

د امریکا د نیو مېکسیکو ایالت یوه قاضي میټا ته امر کړی، چې د خپلو ټولنیزو رسنیو د هغو خطرونو په اړه، چې ماشومانو ته یې ورپېښولی شي، د خلکو د نه خبرولو له امله ۵۶۷ میلیونه ډالره نوره جریمه هم ورکړي.

دا د ماشومانو د خوندیتوب په برخه کې د میټا پر وړاندې تر ټولو ستره مالي سزا بلل کېږي.

قاضي برایان بیډشایډ ویلي، چې میټا د "عامه زیان " سبب شوی او دا ګټ مټ د هوا ککړتیا ته ورته ده.

نوموړي حکم کړی، دا پیسې دې په داسې ځانګړي صندوق کې وساتل شي، چې موخه یې په راتلونکې کې د ورته زیانونو مخنیوی وي.

د پنجشنبې ورځې دا پرېکړه د هغو ۳۷۵ میلیونه ډالرو جریمې سربېره ده، چې میټا مخکې هم په همدې قضیه کې د ورکړې لپاره محکومه شوې وه.

په دې سره د جریمې ټولیزه اندازه ۹۴۲ میلیونه ډالرو ته رسېږي.

قاضي میټا له یوې فابریکې سره پرتله کړه او ویې ویل، چې د دې شرکت محصول اعلانونه او محتوا ده، خو " ماشومانو ته رواني زیان او جنسي استثمار هغه ککړتیا ده چې باید له منځه یووړل شي. "

د میټا ویاند، چې انسټاګرام، فېسبوک، واټس‌اپ او تریډز اداره کوي، د پنجشنبې په ورځ وویل:

"موږ له دې پرېکړې سره موافق نه یو او پر ضد به یې استیناف غوښتنه وکړو."

هغه زیاته کړه:

" موږ په خپلو پلاتفورمونو کې د خلکو د خوندیتوب لپاره سخت کار کوو او د زیان رسوونکو کسانو او ناوړه محتوا د پېژندلو او لرې کولو د ننګونو په اړه مو تل روڼتیا ساتلې ده."

هغه وویل:

"موږ لا هم پر دې باور یو چې د انلاین فضا کې د تنکیو ځوانانو د ساتنې په برخه کې زموږ کړنې پیاوړې دي او د هغو ادعاوو پر وړاندې به خپل دریځ وساتو چې حقایق ناسم انځوروي. "

د همدې قضیې د مخکېنۍ ۳۷۵ میلیونه ډالرو جریمې په اړه هم میټا ویلي وو، چې پر پرېکړه به استیناف غوښتنه وکړي او ورته دلیلونه یې وړاندې کړي وو. دا لومړی ځل و، چې د امریکا یوه ایالت د ماشومانو د خوندیتوب په قضیه کې د میټا پر ضد بریالۍ دعوه وګټله.

میټا دا مهال په امریکا کې د ورته موضوعاتو له امله له ګڼ شمېر قضیو سره مخ ده. د نیو مېکسیکو د پرېکړو تر څنګ، دې شرکت د روان کال په پیل کې په لاس انجلس کې یوه مهمه قضیه هم وبایلله، چې پکې محکمې پرېکړه وکړه میټا د داسې اعتیاد رامنځته کوونکو ټولنیزو پلاتفورمونو د جوړولو له امله قانوني مسؤلیت لرلی شي.

د ټویټر اروپایي مرستیال بروس ډېسلي د بي‌بي‌سي راډیو ۴ ته وویل، که څه هم د نیو مېکسیکو دا جریمه ډېره لویه ده، خو د میټا د مالي ځواک پرتله "د سمندر په وړاندې د اوبو یو څاڅکی " ګڼل کېږي.

میټا په خپلو وروستیو مالي راپورونو کې ویلي، چې د روان کال د اپرېل څخه تر جون پورې یې ۶۱ میلیارده ډالر عاید ترلاسه کړی، چې دا د تېر کال د همدې مودې پرتله ۲۸ سلنه زیاتوالی ښيي.

په همدې حال کې، د ماشومانو د خوندیتوب پخوانۍ وزیره جېس فلیپس د بي بي سي راډیو ۴ ته وویل، دې باور درلود چې په امریکا کې د سترو ټکنالوژۍ شرکتونو پر ضد د محکمو پرېکړې به بریتانیا ته هم زمینه برابره کړي، څو د دغو شرکتونو پر وړاندې سخت اقدامات وکړي، پرته له دې، چې د بریتانیا او امریکا ترمنځ ډیپلوماتیکې اړیکې زیانمنې شي.

د ککړتیا سره پرتله

د نیو مېکسیکو قضیه د ۲۰۲۳ کال له هغې دعوې څخه سرچینه اخلي، چې د دغه ایالت د لویې څارنوالۍ له خوا ثبت شوې وه.

په دعوه کې ویل شوي وو، میټا باید د دې لپاره قانوني مسوول وبلل شي چې د خپلو ټولنیزو رسنیو له لارې یې ماشومان له خطر سره مخامخ کړي او هغوی یې له جنسي پلوه څرګندو محتواوو او د جنسي ښکارګرو له اړیکو سره مخامخ کړي دي.

محاکمې په لومړي پړاو کې وموندله، چې میټا په پرلپسې ډول د نیو مېکسیکو د ناعادلانه سوداګریزو کړنو قانون نقض کړی، ځکه د دې شرکت د سپارښتنې الګوریتمونو په عملي ډول کم‌عمره کاروونکي زیان رسوونکو محتواوو او اړیکو ته لارښوونه کوله.

د سپارښتنې الګوریتمونه هغه سیسټمونه دي، میټا یې کاروي، څو په اتومات ډول هغه محتوا وټاکي او تنظیم کړي چې یو کاروونکی یې په خپلو پلاتفورمونو کې ویني.

د محاکمې د دویم پړاو د پرېکړې پر مهال، قاضي برایان بیډشایډ وویل، چې د میټا له کړنو څخه رامنځته شوی زیان د " عامه زیان " (Public Nuisance) تر کچې رسېدلی دی، یعنې هغه روغتیايي او د خوندیتوب ستونزه چې دومره پراخه شوې وي چې د ټولنې پر عمومي خلکو منفي اغېز وکړي.

د ماشومانو د خوندیتوب په برخه کې د میټا لپاره د تر ټولو سترې مالي جریمې ترڅنګ دا لومړی ځل دی چې یوه ټولنیزه رسنۍ د محکمې له خوا "عامه زیان " بلل کېږي.

قاضي په خپله پرېکړه کې وویل، چې پر ماشومانو د میټا د پلاتفورمونو زیانمنې اغېزې له هغې زهرجنې ککړتیا سره ورته دي، چې یوه فابریکه یې تولیدوي او د خلکو د پاکې هوا د تنفس اساسي حق ته زیان رسوي.

هغه زیاته کړه، چې دا اغېزې یوازې د میټا تر پلاتفورمونو پورې محدودې نه پاتې کېږي، بلکې د انټرنېټ ټولې نړۍ ته خپرېږي او تر ټولو د اندېښنې وړ دا ده، چې د خلکو په واقعي ژوند کې هم اغېز کوي.

د نوموړي په وینا، دا وضعیت نه یوازې اغېزمنو ماشومانو او د هغوی کورنیو ته ګډ ټولنیز زیان او دروند بار رامنځته کوي، بلکې پر ښوونځیو، روغتونونو او د قانون پلي کوونکو ادارو هم اضافي فشار واردوي.

نور اقدامات

قاضي برایان بیډشایډ ویلي، هغه ځانګړی صندوق چې میټا ته یې د جوړولو امر شوی، د هغو پراخو زیانونو د کمولو لپاره به وکارول شي چې د دې شرکت د ټولنیزو رسنیو له امله رامنځته شوي دي.

د محکمې د حکم له مخې، د دې پیسو لویه برخه، چې ۴۲۰ میلیونه ډالر جوړوي، به د هغو زیانونو د درملنې لپاره ولګول شي چې د میټا پلاتفورمونو تر دې دمه رامنځته کړي دي. دغه بودیجه به د مناسبو رواني چلندونو او نورو روغتیايي پروګرامونو او متخصصینو د تمویل لپاره وکارول شي.

د بودیجې بله برخه به د عامه پوهاوي او مخنیوي د روزنیزو پروګرامونو لپاره ځانګړې شي، چې په کې به ښوونکو او روغتیايي متخصصینو ته دا روزنه هم ورکول کېږي، چې د ماشومانو پر وړاندې د ټولنیزو رسنیو له زیانونو سره څنګه چلند وکړي.

قاضي میټا ته د نورو اصلاحاتي اقداماتو د ترسره کولو امر هم کړی، چې له مخې یې باید:

د ۱۸ کلونو څخه د کم عمر هېڅ کاروونکي حساب بالغو کسانو ته د سپارښتنې له لارې ونه ښودل شي.

هېڅ بالغ کاروونکی ونه شي کولای چې د کم‌عمره کاروونکو ته مستقیم پیغام واستوي.

سربېره پر دې، محکمې میټا ته امر کړی چې لاندې اقدامات هم عملي کړي:

د کم‌عمره کاروونکو لپاره د لوڅو (بربنډ) انځورونو او ویډیوګانو لېږل او ترلاسه کول په بشپړه توګه منع کړي.

د هغو بالغو کاروونکو لپاره چې د ماشومانو په جنسي استثمار کې ښکېل کېږي د " یو ځل سرغړونې پر وړاندې دایمي بندیز " پالیسي نافذه کړي.

د ۱۸ کلونو څخه د کم عمر کاروونکو لپاره د پوسټونو د خوښولو (Like) شمېرې پټې یا لرې کړي.

هره ورځ د شپې له ۱۰:۰۰ بجو څخه تر سهار ۷:۰۰ بجو پورې، او همدارنګه د ښوونیز کال پر مهال د سهار له ۸:۰۰ بجو څخه تر ماسپښین ۳:۰۰ بجو پورې (د اونۍ له پای ورځو پرته)، دغو کاروونکو ته د خبرتیاوو لېږل بند کړي.

د انسټاګرام او فېسبوک په دواړو پلاتفورمونو کې د ۱۸ کلونو څخه د کم عمر کاروونکو لپاره په میاشت کې د ۹۰ ساعتونو د کارونې حد وټاکي، چې په اوسط ډول نږدې درې ساعته په ورځ کېږي.

بریتانیا او اروپایي اتحادیه هم غواړي، چې میټا او نورې ټولنیزې رسنۍ د ماشومانو د ساتنې لپاره ورته اقدامات وکړي. وروستۍ هڅې تر ډېره پر دې متمرکزې دي، هغه لارې چارې اصلاح شي چې له مخې یې ماشومان په انلاین نړۍ کې راښکاره کېږي یا ورسره اړیکه نیول کېږي.

خو په ورته وخت کې، ګڼ هېوادونه د داسې قوانینو د تصویب په لور روان دي چې له مخې به ماشومان په بشپړه توګه له ټولنیزو رسنیو څخه منع شي.

بریتانیا په دې وروستیو کې ویلي چې، د ۱۶ کلونو څخه د کم عمر ماشومانو د ټولنیزو رسنیو د کارونې د بندیز ترڅنګ، ټولنیزې رسنۍ به مکلفې وي، چې د اختیاري شپني محدودیتونو (Opt-out Curfews) له لارې د تنکیو ځوانانو د شپې له خوا د ټولنیزو رسنیو کارول هم محدود کړي.

بلخوا، د میټا پر وړاندې یوه بله مهمه محکمه راتلونکې اوونۍ د امریکا د کالیفورنیا ایالت کې پیلېږي. په دې قضیه کې د امریکا د ایالتونو نږدې درې درجنه لویو څارنوالانو پر میټا دعوه کړې او ادعا کوي، چې دې شرکت د ماشومانو د محرمیت (Privacy) قوانین تر پښو لاندې کړي دي.