ژوندۍ پاڼه , د امریکا ټاکنې؛ ډونلډ ټرمپ له تاریخي ماتې سره مخ دی او ډیموکراتان پر دواړو مجلسونو کنټرول ته ور نږدې دي

د امریکا په منځمهاله ټاکنو کې د ډونلډ ټرمپ ګوند (جمهوري غوښتونکي) له تاریخي ماتې سره مخامخ شوی او ډيموکراتان د استازو جرګې او سنا دواړو کنټرول ترلاسه کولو ته نږدې شوي دي. په روانو ټاکنو کې دا پرمختګ وروسته له هغه ممکن شوی چې ډیموکراتانو په ټېکزاس، کېنساس، اوهایو او جنوبي کارولینا ایالتونو کې تر جمهوري غوښتونکو ډېرې رایې ترلاسه کړې دي. دا هغه ایالتونه دي چې دوه کاله مخکې ډونلډ ټرمپ په ډېره اسانۍ ټاکنې پکې ګټلې وې.

لنډیز

  • د امریکا ټاکنې؛ ډونلډ ټرمپ له تاریخي ماتې سره مخ دی او ډیموکراتان پر دواړو مجلسونو کنټرول ته ور نږدې دي
  • ډونلډ ټرمپ: که پر رای‌پاڼې زما نوم وای نو ټاکنې مې خامخا ګټلې
  • د استازو جرګه کې اوسمهال وضعیت څنګه دی؟
  • د ټاکنو پایلې به کله اعلانېږي؟

ژوندی پوښښ

  1. وروستی, عکسونه؛ ډيموکراتان په ټاکنو کې د خپلو بریاوو خوښي نمانځي

    په دغو عکسونو کې هغه شېبې وینئ چې د ډيموکراتانو نوماندان او پلویان یې په بېلابېلو ایالتونو کې د خپل بري شېبې نمانځي او خوښ برېښي.

    ټاکنې
    ټاکنې
    ټاکنې
    ټاکنې
    ټاکنې
  2. وروستی, د امریکا ټاکنې؛ ډونلډ ټرمپ له تاریخي ماتې سره مخ دی او ډیموکراتان پر دواړو مجلسونو کنټرول ته ور نږدې دي

    د امریکا په منځمهاله ټاکنو کې د ډونلډ ټرمپ ګوند (جمهوري غوښتونکي) له تاریخي ماتې سره مخامخ شوی او ډيموکراتان د استازو جرګې او سنا دواړو کنټرول ترلاسه کولو ته نږدې شوي دي.

    په روانو ټاکنو کې دا پرمختګ وروسته له هغه ممکن شوی چې ډیموکراتانو په ټېکزاس، کېنساس، اوهایو او جنوبي کارولینا ایالتونو کې تر جمهوري غوښتونکو ډېرې رایې ترلاسه کړې دي. دا هغه ایالتونه دي چې دوه کاله مخکې ډونلډ ټرمپ په ډېره اسانۍ ټاکنې پکې ګټلې وې.

    اټکلونه دا دي چې ډیموکراتان به د امریکا د دواړو جرګو کنټرول ترلاسه کړي.

    د رایو شمېر لا هم روان دی او خلک د وروستیو پایلو اعلان ته شېبې شماري.

    ټاکنې
  3. وروستی, ډونلډ ټرمپ: که پر رای‌پاڼې زما نوم وای نو ټاکنې مې خامخا ګټلې

    ټرمپ

    داسې ښکاري چې ډونلډ ټرمپ شېبه په شېبه د ټاکنو پایلې څاري او پر خپله خواله رسنۍ (ټروت سوشل) غبرګون ورته څرګندوي.

    تېره شپه (سې‌شنبه) یې لیکلي، "پر رای‌پاڼو زما نوم نه و، که وای نو په بې‌ساري او غوڅ اکثریت سره به بریالی شوی وای".

  4. وروستی, د استازو جرګه کې اوسمهال وضعیت څنګه دی؟

    په امریکا کې د بي‌بي‌سي همکارې رسنۍ سي‌بي‌ایس د اټکل له مخې، ډيموکراتان د استازو جرګه د لږترلږه ۲۳۹ څوکیو او جمهوري غوښتونکي د لږترلږه ۱۶۱ څوکیو ترلاسه کولو ته ور نږدې دي.

    د استازو جرګې د ټولو څوکیو پایلې لا نه دي په ډاګه شوې او رای‌شمېرل روان دي.

  5. وروستی, د ټاکنو پایلې به کله اعلانېږي؟

    ټاکنې

    په امریکا کې د رایې ورکولو بهیر له پای ته رسېدو سره لومړنۍ نښې څرګندوي چې اقتصادي وضعیت د منځمهاله ټاکنو پر مهال د رایه ورکوونکو تر ټولو مهمه اندېښنه وه.

    داسې ښکاري چې دا موضوع به د ډیموکراتانو په ګټه تمامه شي او د کانګرېس د کنټرول بېرته ترلاسه کولو لپاره به د هغوی له هڅو سره مرسته وکړي.

    د امریکا د منځمهاله ټاکنو د رایې ورکولو بهیر د امریکا پر وخت د ماښام په اوو بجو په ویرجینیا، جورجیا او جنوبي کارولاینا ایالتونو کې او ترې یو ساعت وروسته په کنټکي او انډیانا ایالتونو کې هم د رایې ورکولو بهیر پای ته رسېدلی و.

    له دوی یې جورجیا او اوهایو ایالتونو هغه سیمې بلل کېږي چې د سنا مجلس د راتلونکي جوړښت په ټاکلو کې مهم رول لري.

    د امریکا په منځمهاله ټاکنو کې ميليونونو امریکايانو خپلې رايې وکارولې. له دې ټاکنو وروسته به معلومېږي چې د کانګرېس کنټرول به د کوم ګوند په لاس کې وي.

    په امریکا کې هر ايالت د خپلو ټاکنو د ترسره کولو بشپړ مسوولیت او د رايو د شمېرلو او پروسې بشپړولو لپاره ځانګړي اصولو او مقرارت لري.