تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
له پاکستانه جبري ایستل: "ژوند ته هېڅ هیله نه لرم"
افغان کډواله مېرمن سرمد جان، چې له تېرو لسو کلونو راهيسې د خېبر پښتونخوا د هنګو ولسوالۍ د کډوالو په يوه کمپ کې اوسېده، اوس په جبري ډول افغانستان ته له ستنېدو سره مخامخ ده. نوموړې دا مهال د لنډي کوتل د ثبت او راجسټر په مرکز کې د خپل نوبت په تمه ده او د خپل ځان او خپلو دوو لوڼو د راتلونکي په اړه ژوره اندېښنه لري.
د سرمد جان مېړه وفات شوی او نارينه اولاد نه لري. نوموړې وايي، په افغانستان کې د طالبانو تر واک لاندې ښځو ته د کار کولو اجازه نشته، چې له امله یې د کور د نفقې برابرولو اندېښنه ورسره زياته شوې ده.
زموږ همکار رحمان الله لنډي کوتل ته تللی او هلته يې له مېرمن سرمد جان سره د هغې د کډوالۍ پر ژوند او راتلونکي په اړه خبرې کړې دي.