کندهار کې د ځمکني توت دودېدل: 'د کوکنارو یو ښه بدیل'

د لوستلو وخت: ۳ دقیقې

د افغانستان په سوېل کې د کندهار د کرنې او مالدارۍ ولایتي ادارې چارواکو اعلان کړی چې په دغه ولایت کې د سټرابري یا ځمکني توت د کښت کچه لوړه شوې او اوس شاوخوا ۲۰ جریبه ځمکې ته رسېدلې ده.

د دغو چارواکو په وینا، اټکل کېږي چې سږکال به یوازې په کندهار ولایت کې د ځمکني توت (سټرابري) حاصلات شاوخوا ۸۰ ټنو ته ورسېږي. که څه هم دا لوړه کچه نه ده خو هلته چې تازه د دغه کښت دودېدو هڅې کېږي د پام وړ بدلون دی.

سیمه ییز چارواکي وايي، یو شمېر کروندګرو او بڼوالو ځمکني توتان د کوکنارو د کښت د احتمالي بدیل په توګه غوره کړي دي.

د کرنې کارپوهان وايي، دا محصول له اقتصادي پلوه ګټور ارزول شوی او د ځینو نورو دودیزو کښتونو په پرتله لږو اوبو ته اړتیا لري. په همدې حال کې له کندهاره خپاره شوي انځورونه ښیي چې کروندګر په خپلو کروندو کې د حاصلاتو په راټولولو او بسته بندۍ بوخت دي.

ځمګني توتان یو له هغو محصولاتو دي چې څو کاله وړاندې د کرنې وزارت له څېړنو او ارزونو وروسته په افغانستان کې دود شو او په وروستیو کلونو کې یې کښت په ځانګړي ډول په هغو ولایتونو کې چې مناسب اقلیم لري پراخ شوی دی.

تېر کال د طالبانو حکومت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت ویلي وو چې په افغانستان کې د ځمکني توت حاصلات د ۲۰۲۴ کال په پرتله ۹ سلنه زیات شوي دي.

دغه وزارت ویلي وو چې په ۲۰۲۵ کال کې په ټول هیواد کې ۶۸۱ ټنه سټرابري تولید شوي، په داسې حال کې چې وړم کال دا کچه ۶۲۲ ټنه وه. دا شمېر په بېلابېلو ولایتونو کې د سټرابري د کښت پرلپسې پراختیا ښیي.

د وزارت په وینا، د هېواد په شپږو ولایتونو کې په ټولیزه توګه پر ۱۰۸۱ هکټاره ځمکه سټرابري کرل شوي وو، په داسې حال کې چې په ۲۰۲۴ کال کې دا کچه ۵۷۵ هکټاره وه. تر ټولو لوړ حاصلات په بلخ، هرات، ننګرهار، غزني، میدان وردګ او ورڅېرمه نورو ولایتونو کې ثبت شوي دي.

دا مېوه د افغانستان په شمال ختیځ ولایت بدخشان کابل ته څېرمه پنجشېر او په مرکزي سیمو دایکندي کې هم کرل کېږي.

د طالبانو حکومت د کرنې وزارت یادونه کړې چې ځمکني توتان په افغانستان کې د لوړ ارزښت لرونکي کرنیز محصول په توګه پېژندل کېږي او د مناسب اقلیم له امله یې کښت په پراخېدو دی.

ویل شوي چې د هېواد د سټرابري یا ځمکني توت کیفیت له وارداتي هغو سره د سیالۍ وړ دی او په کورني بازار کې ښه ځای لري.