فوټبال نړیوال جام: انګلنډ د سیالیو بل پړاو ته لار وموندله

د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۲ دقیقې

هري کین دوه ګولونه ووهل او انګلڼد یې د فوټبال نړیوال جام په یوه سخته لوبه کې د کانګو دیموکراتیک جمهوریت (ډي ار کانګو) پر وړاندې بریا ته ورساوه او دې سره انګلنډ لوبډلې ته د ۱۶ غوره لوبډلو پړاو کې د مکسیکو پر وړاندې د سیالۍ زمینه برابره شوه.

ډي ار کانګو لوبه په یرغلېزه توګه پیل کړه او په اوومه دقیقه کې سیپانګا ګول وواهه، خپله لوبډله یې مخکښه کړه، چې د لوبې لومړنۍ نیمايي پورې یې دوام وکړ.

په دویمه نیمايي کې، چې د لوبې ۷۵ دقیقه وه، هري کین د سر په ضربې توپ د ډي ار لوبډلې ګول ته ورساوه او لوبه په یوه-یوه ګول سره برابره شوه.

د لوبې په ۸۶ دقیقه کې هري کین یو ځل بیا ګول وکړ او خپله لوبډله یې د یوه په مقابل کې په دوو ګولونو مخکښ کړه، چې د لوبې تر پایه پورې همدا وضعیت دوام وکړ.

کین یو ځل بیا وښودله چې ولې د انګلنډ د فوټبال په تاریخ کې له تر ټولو اغېزناکو او مهمو لوبغاړو څخه شمېرل کېږي.

دې سره انګلنډ په اټلانټا ښار کې له نننۍ سختې او فشاره ډکې لوبې وروسته وکولای شول کانګو دیموکراتیک جمهوریت لوبډلې پر وړاندې ۲-۱ بریا خپله کړي.

هري کین، چې د انګلنډ لوبډلمشر دی، د لوبې دواړه مهم ګولونه یې ترسره کړل او خپله لوبډله یې له احتمالي شرموونکې ماتې وژغورله.

اوس به پام د مکسیکو ښار او د ازتیکا مشهور لوبغالي له ولولو ډک چاپېریال ته اوړي.

مکسیکو په خپل کورني لوبغالي، ازتیکا کې په خپلو وروستیو ۸۹ رسمي سیالیو کې یوازې دوې ماتې خوړلې دي.

د انګلنډ لپاره له ازتیکا لوبغالي د نړیوال جام وروستۍ یادونه د ۱۹۸۶ کال نړیوال جام د کوارټر فاینل سیالي ده، چې دوی د ارجنټاین پر وړاندې ماتې وخوړه. هغه لوبه د ډیاګو مارادونا د دوو تاریخي ګولونو له امله ډېره مشهوره شوه.

مکسیکو د ۲۰۲۶ نړیوال جام له کوربنو هېوادونو یو دی او دې لوبډلې په ازتیکا لوبغالي کې تر اوسه ۷۰ بریاوې ترلاسه کړې دي. سربېره پر دې، مکسیکو لوبډله په همدې لوبغالي کې د نړیوال جام په ۱۰ پرلپسې سیالیو کې نه‌ماتېدونکی پاتې شوې ده.