لېز دوست د "کابل کې تر ټولو غوره هوټل" کتاب له امله د ۲۰۲۶ کال د بریتانیا د ښځو د ادبیاتو جایزه وګټله

د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۲ دقیقې

د بي‌بي‌سي د نړیوالو چارو مشره خبریاله لیز دوست په ۲۰۲۶ کال کې د بریتانیا د ښځو د ادبیاتو معتبرې جایزې ګټونکې شوه.

مېرمن دوست دا جایزه د خپل لومړي کتاب "کابل کې تر ټولو غوره هوټل" له کبله ترلاسه کړه، چې د افغانستان په اړه لیکل شوی او د "غیر افسانوي اثارو" په برخه کې یې وګټله. د بریتانیا د ښځو د ادبیاتو جایزې مراسم د پنجشنبې په ورځ په لندن کې ترسره شول.

"کابل کې تر ټولو غوره هوټل" د معاصر افغانستان د "خلکو تاریخ" په توګه توصیف شوی دی.

د قضاوت کوونکي پلاوي مشرې تانګام دبونیر دا کتاب "یوه بې‌نقصه روایتي غیر افسانوي لیکنه" بللې او ویلي یې دي: "دا اثر نه یوازې په هوښیارۍ لیکل شوی او په ډېرې پاملرنې څېړل شوی، بلکې هره برخه یې په ډېر حساسیت او فوق‌العاده تودوخې سره کارول شوې ده." مېرمن بونیر زیاته کړې چې دا اثر "تاسو ژړوي یا خندوي او ښايي دواړه کارونه وکړي."

ویرجینیا ایوانز د ښځو د ادبیاتو د افسانوي برخې جایزه د خپل ناول "خبریال" له امله.

جولیا ګیلارد، چې د منځګړې مشره او د استرالیا پخوانۍ لومړۍ وزیره ده، دغه ناول "یو غوره رومان چې د اصالت، لوړ کیفیت او لوستلو اسانتیا بېلګه ییز ترکیب لري" بللی دی.

"کابل کې تر ټولو غوره هوټل" د لیکوالې هغه روایت دی چې د کابل د انټرکانټیننټال هوټل په اړه یې لیکلی دی. ښايي دا لومړی ځل وي چې د دې هوټل په اړه یو څو سوه مخیز کتاب لیکل کېږي.

د بي‌بي‌سي د افغانستان څانګې مشر شعیب شریفي چې د دې کتاب د منځپانګې په راټولولو کې یې له لیز دوست سره مرسته کړې، وايي چې دا کتاب د معاصر افغانستان د تاریخ یو ژوندی روایت دی.

ښاغلی شریفي وايي: "لیز دوست هڅه کړې چې د افغانستان د تېرو پنځو لسیزو کیسه د هغو پېښو له لارې ولیکي چې په دې هوټل کې رامنځته شوې دي؛ د عادي کارکوونکو او هغو کسانو له خولې چې هلته تللي وو او له لومړي لاس معلومات او کیسې یې لرلې."

د بریتانیا د ښځو د ادبیاتو معتبره جایزه هر کال هغې غوره ښځینه لیکوالې ته ورکول کېږي (که له هر تابعیته وي) چې کتاب یې په تېر کال کې په انګلیسي ژبه په بریتانیا کې خپور شوی وي.

د دې جایزې ګټونکې، د برونزي مجسمې تر څنګ، ۳۰ زره پونډه نغدي جایزه هم ترلاسه کوي.

افغان‌الاصل لیکواله آریا عابر چې په جرمني کې زېږېدلې، په ۲۰۲۵ کال کې د "ښه نجلۍ" ناول له امله د دې جایزې د وروستیو شپږو نوماندانو له ډلې یوه وه.