غمجنه مور ډالفین خپل مړ شوی بچی څو ورځې له ځان سره ګرځوي

غمجنه مور ډالفین خپل مړ شوی بچی څو ورځې له ځان سره ګرځوي
د خپرېدو وخت

یوې غمجنې مور ډالفین د ماتم په موده کې خپل مړ شوی بچی د څو ورځو لپاره له ځان سره لېږداوه. "فریګل" نومې ډالفین خپلې وروستۍ څلور بچیانې له لاسه ورکړې دي. د اسټرالیا د سمندري څېړنو خیریه بنسټ Geographe Marine Research چې دا ویډیو یې ثبت کړې، ویلي چې د بچي د تنفس لوړه کچه یوه نښه وه چې ښيي د ژوندي پاتې کېدو امکان یې ډېر کم و. په ژمي کې د بچي زېږول د بقا لپاره له ستونزو ډک وي. د ډرون په مټ اخیستل شویو انځورونو وښودله چې د فریګل ډالفین ډله د هغې د ملاتړ لپاره سره راټوله شوې وه. ډالفینان کله کله د ماتم په موده کې خپل مړه شوي بچیان له ځان سره ګرځوي او دا حالت ښايي څو ورځې دوام وکړي. بالاخره، دوی اړ کېږي چې خپل مړ بچی پرېږدي او د ژوندي پاتې کېدو لپاره خواړه ولټوي.