غشي وېشتونکې بېلاسه او بېپښو نجلۍ څنګه د سرو زرو مډال وګاټه؟

- Author, شفاعت فاروق
- دنده, بيبيسي اردو، سرينګر
- د لوستلو وخت: ۷ دقیقې
"چې په روزنځي کې مې په لومړۍ ورځ پام شو چې ما نه پرته نور ټول لاسونه او پښې لري او د غشي ويشتنې لیندۍ/کمانونه یې په لاسونو کې نیولې دي نو ما ویل چې زه به دا هر څه څنګه کوم؟"
دا د (پایل ناګ) په نوم د معلولینو لوبو د یوې داسې غشي وېشتونکې خبرې دي چې نه لاسونه لري او نه هم پښې.
کیسه یې د ماتې نه منلو لپاره له مبارزې، زړوتیا او بېسارې مېړانې ډکه ده. هغه ستونزې چې دا د خپل ژوند په اوږدو کې ورسره مخ شوې ده، د عادي انسانانو لپاره یې زغمل اسانه کار نه دی.
پایل څنګه معلوله شوه؟
پایل د هند د اوډيسا ایالت د بالانګیر ولسوالۍ د یوه لرې پراته کلي اوسېدونکې ده. د کور پر سر یې د ۱۱ زره وولټه برېښنا مزي غځېدلې وو. دا اووه کلنه وه چې د برق دغو تارونو ونیوه او له امله یې د دې دواړه پښې او لاسونه له منځه لاړل.
دا پېښه په ۲۰۱۵ کې هغه مهال وشوه چې د پایل ورور له بامه کالي ښکته غورځول او یو جوړ پکې د برېښنا په مزي کې ونښتل. له بده بخته، پایل ورغلې وه او د اوسپنې له یوه سیخ سره یې له مزي د کالیو د راغورځولو هڅه کړې وه. له همدې سره برق ونیوه او د دې ژوند یې د تل لپاره بېلاسو او بې پښو کړ.

کورنۍ یې د درملنې لپاره ډېرې هلېځلې وکړې. وروسته یوه ځايي روغتون ته ولېږدول شوه او هلته ډاکټرانو ورته ویلي وو چې د هغې د ژوند ژغورلو لپاره مجبور دي چې دواړه لاسونه او پښې ترې پرې کړي.
پایل اوس هم چې کله دا پېښه یادوي نو سترګې یې نمجنې شي او غریو یې ونیسي.
زه چې له سرينګره د جمو او کشمیر اړوند ولسوالۍ (ریاسي) پر لور د (کټرا) په نوم واړه ښار ته روان وم نو د غرونو او تونلونو له منځه پر تېرو شوو سړکونو سخت مزله مې شاوخوا اووه ساعته وخت ونیو.
کټرا ښار جمو ته نږدې دی او د (شريماتا وېشنو دېوي) په نوم د مندر له امله د هندوانو یو سپېڅلی ځای دی او دوی په ډېر درنښت او ارزښت ورته قایل دي.
د دغه ښار په کوڅو او بازارونو کې تل ګڼهګوڼه وي. له مرکزي بازاره یې یو تنګ سړک د (شراین بورډ سپورټس کمپلېکس) په نوم د لوبو مرکز ته ورغلی دی. هلته د بېلابېلو لوبو لپاره ځانګړې ودانۍ او لوبغالي دي چې د غشي ويشتنې اکاډمي یا څانګه هم پکې ده.
دلته له غونډ هنده زلموټي او ځوانان په بېلابېلو لوبو کې روزنې ترلاسه کولو او خپلو ارمانونو ته د رسېدو لپاره راټول شوي دي.
زه چې دې سپورتي مرکز ته ورسېدم نو د غشي ویشتنې په تمرینځي کې ګڼهګوڼه ډېره وه. د دې لوبې ګڼ زدکوونکي سره راټول وو او تمرین یې کاوه. یوه سترګه پټه او بله به یې غړولې وه، لیندۍ یا کمان به یې کلک نیولی و او نښې ته به یې زخه سموله.
ما لومړۍ ځل پایل همدلته ولیدله. د معلولانو په ټایرلرونکې څوکۍ یا (ویلچېیر) باندې ناسته وه او مشرې خور (ورشا) به یې څوکۍ یوخوا بل خوا پسې کشوله.
"پلار ته مې خپلوانو ویل، زهر ورکړه چې مړه شي"

پایل ناګ اوس ۱۸ کلنه ده او د روانې میاشتې په پیل کې یې په بېنکاک کې د معلولانو د غشي ویشتنې د نړیوالو لوبو د ښځينه لوبغاړو په یوه ازاده سیالۍ کې د سرو زرو مډال ګټلی دی. له هماغه راهیسې دا د رسنیو سرلیک ګرځېدلې ده.
هغې د خپل دغه بري په اړه وویل، "زه د دې شېبو د بیانولو لپاره هېڅ توري نه لرم. دا مې د ژوند تر ټولو ښکلې شېبه وه. هېڅ مې باور نه راته چې دومره لوی بری مې ترلاسه کړی دی. له ډېرې خوشالۍ مې له خولې خبرې نه وتې".
که څه هم دومره لوړ مقام ته رسېدل ورته اسانه نه وو خو پایل دا بری د لوبو په دغه مرکز کې یوازې تر دوه کلن زحمت وروسته ترلاسه کړی دی. هېچا هم تمه نه لرله چې په دومره کمه موده کې به هغه داسې لوی بری وګټي.
د پایل اوس هم دا پوښتنه نه خوښېږي چې لاسونه او پښې یې څنګه له لاسه ورکړل. لنډ ځواب یې دا وي چې "اوس بیا ژړا راځي".
خو په دې روزنیزه اکاډمۍ کې د هغې ملګرو دا رضا کړه چې خپله کیسه وکړي ځکه چې دا به د نړۍ زرګونه خلکو ته د ماتې نه منلو او د ژوند له ستونزو سره د مبارزې کولو الهام ورکړي.
هغې له بيبيسي سره په خبرو کې وویل، "زه لا په روغتون کې وم چې ځينو خپلوانو مې پلار ته ویلي وو چې دا خو اوس بېلاسه او بېپښو شوه، څه پرې کوې؟ زهر ورکړه چې مړه شي".
پایل زیاتوي، "کورنۍ ته چې زما ساتنه سخته شوه نو د ولسوالۍ د یوه چارواکي په مرسته په ۲۰۱۹ کې د بالانګیر سیمې یوې یتیمخونې ته وسپارل شوم. درې کاله هماغلته وم".
له همدې یتیمخانې په جمو کې د غشي ویشتنې تر مرکزه د پایل سفر له یوه انقلابه کم نه و.
یوې مشهورې شوې رسامۍ یې د روزونکي پام ور واړاوه

دا د اوډيسا ایالت د یوه غریب بزګر لور ده. د دې اکاډمۍ په لیلیه کې یې مشره خور (ورشا ناګ) هم ورسره اوسېږي او له لمبولو رانیولې تر ډوډۍ ورکولو پورې، د هغې ټوله ساتنه او پالنه کوي.
پایل وايي چې مخکې یې په خولې سره رسامي کوله او یو جوړ کړی رسم یې پر اېکسپاڼه ډېر مشهور شو.
دا رسم د دې لومړني روزونکي (کولدیپ ویداون) ولید او د پایل د موندلو هوډ یې وکړ.
دا زیاتوي، "پخوا به مې په خولې سره رسامي کوله. د هر چا څېره مې جوړولی شوای. یوه رسامي مې پر خواله رسنیو ډېره لاسپهلاس شوه. زما روزونکي [کولديپ] هم هغه عکس لیدلی و او یتیمخونې ته راپسې راغی. بیا یې زه په ۲۰۲۲ کې جمو [د لوبو اکاډمۍ] ته راوستلم".
پایل وايي چې له هغه وروسته یې لوبیز سفر له ډېرو لوړو ژورو ډک و.
دا د نړۍ یوازېنۍ داسې ښځينه غشي ویشتونکې ده چې نه لاسونه لري او نه هم پښې.
د هغې دې وضعیت ته په کتو یې روزونکي یوه ځانګړې اله ورته جوړه کړه چې دا یې د پښو په مرسته وکارولی شي او غشی وېشتنه وکړای شي. دا اوس په پرې شوې ښۍ پښې کمان سمبالوي او د ښۍ اوږې په مرسته یې لېندۍ د غشي ویشتنې لپاره راکاږي.

پایل وايي چې په اولو ورځو کې یې له ځانه تمه پرې وه او هم د کمان نیول او هم د غشي ویشتل ورته سخت وو.
خو په همدې روزنځي کې له نورو لوبغاړو په ځانګړي ډول د شیتل دېوي په نوم یوې یې له یوې بلې معلولې غشي وېشتونکې الهام واخیست.
شیتل لاسونه نه لري خو پښې لري او په پښو غشي ویشتنه کوي. هغې په ۲۰۲۴ کې په پاریس کې د معلولانو په سیالیو کې د هند لپاره د غشي ویشتنې په برخه کې لومړنی مډال ګټلی و.
پایل ته همدا الهام شو او له شیتل سره په ګډه یې د دې لوبې تمرین پيل کړ.
په زړهپورې خبره دا ده چې پایل وايي، تر اوسه یې شیتل ته دوه ځلې ماتې ورکړې ده؛ یو ځل د جېپور په سیالیو کې او بل ځل هم په بېنکاک کې په نړیوالو لوبو کې.
خو پر دې هر څه سربېره پایل وايي چې شیتل یې د مشرې خور غوندې ده او غواړي د هغې غوندې د خپل هېواد لپاره د معلولانو په سیالیو کې د سرو زرو مډال وګټي.
دوه کاله مخکې پایل له غشي ویشتنې سره هېڅ بلده نه وه خو اوس پر ځان ډېره باوري ده. اوس په تایلنډ کې د نړیوالو لوبو (رېنکېنګ) سیالیو لپاره پر تیاري لګیا ده او غواړي د ۲۰۲۸ کال په پارا المپيک سیالیو کې ګډون وکړي.






















