تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
نتنیاهو اسرائيلو ته: که رایه و نه کاروئ نو عرب ګوندونه به برلاسي شي
د اسرائيل لومړي وزیر له ښي اړخو اسرائيلیانو غوښتنه کړې چې د رایې اچونې مرکزونو ته ورشي او خپله رایه وکاروي؛ کنه نو په وینا یې، عرب ګوندونه به برلاسي شي.
بنیامین نتنیاهو پرخپله اېکسپاڼه لیکلي، "داسې خبرونه را رسېدلي چې د رایې اچونې مرکزونو ته بسونه ور روان دي او په عرب مېشتو سیمو کې د خلکو اوږدې لیکې ور جوړې دي".
هغه زیاته کړې چې، "په عرب مېشتو سیمو کې تر معمول ډېر رایه اچوونکي راوتلي خو په مقابل کې یې د ښي اړخو رایه ورکوونکو شمېر کم دی".
ده ښي اړخو ته ویلي، "که تاسې د رایې اچونې لپاره را و نه وځئ نو [په اسرائيل کې به] د عرب ګوندونو حکومت رامنځته شي".
د لومړنیو معلوماتو له مخې، د لومړي وزیر څوکۍ لپاره د ښاغلي نتنیاهو او د اسرائيلو د پوځ پخواني مشر ګادي اینکوټ ترمنځ سخته سیالي روانه ده خو د دواړو رایې نږدې مساوي برېښي.
داسې اټکل کېږي چې ښايي له دوی یې یو هم په دغو ټاکنو کې غوڅ اکثریت یا ۶۱ څوکۍ ترلاسه نه کړي.
په اسرائيل کې د عمومي ټاکنو لپاره د رایې اچونې بهیرنن سېشنبه ځايي وخت سهار اووه بجې پیل شوی او د شپې تر لسو بجو به رایه اچوونه روانه وي.
دا ټاکنې د اسرائيل په تاریخ کې تر ټولو مهمې او برخلیک ټاکونکې بلل کېږي.
د تېرې جمعې په ورځ د خپرې شوې نظر پوښتنې پایلې ښيي چې تر ټولو سخته سیالي به د لومړي وزیر څوکۍ لپاره د اوسني لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو او د پوځ پخواني لوی درستیز ګادي ایزنکوټ ترمنځ وي.
د شمېرو له مخې، په دغو ټاکنو کې به شاوخوا اووه اعشاریه درې (۷.۳) میلیونه اسرائيلیان د خپلې خوښې نوماندانو ته رایه وکاروي چې له ډلې یې نږدې نیم میلیون د لومړي ځل لپاره په دې بهیر کې ګډون کوي.
د خبرونو له مخې، کم زیات ۷۰ زره بهرمېشتي اسرائيلیان هم د رایې اچونې لپاره دغه هېواد ته ستانه شوي دي.
په ټول هېواد کې د رایې اچونې ۱۲ زره مرکزونه پرانیستل شوي او ټولټال ۱۲۰ نوماندان پکې سیالۍ ته ولاړ دي.
"لوېدیځې غاړې ته غځېدلې ځمکنۍ لارې به تړلې وي"
د اسرائیلو پوځ مخکې ویلي وو چې د ټاکنو په ترڅ کې به د لوېدیځې غاړې ټولې ځمکنۍ پولې تړلې وي او فلسطیني کارګرو ته به ټولو اسرائیلي مېشت ځایونو ته د ننوتلو اجازه نه ورکول کېږي.
دا محدودیتونه داسې مهال لګېږي چې په اشغال شوې لوېدیځه غاړه کې وروسته له هغې چې فلسطیني وسلوالو په سیمه کې دوه اسرائیلي سرتېري ووژل، د امنیتي عملیاتو لړۍ چټکه شوې.
د اسرائیلو دفاعي ځواکونو (ای ډي ایف) اعلان کړی چې د سې شنبې په ورځ به په ''یهودا او سامره'' او د اردن په دره کې د فلسطیني کارګرو پر تګ راتګ بشپړ بندیز ولګول شي، چې صنعتي سیمې او ټولې ځمکنۍ پولې هم پکې شاملې دي.
پوځ زیاته کړې چې د یکشنبې له ورځې به ډېری فلسطیني کارګران اسرائیلي مېشت ځایونو ته له ننوتلو هم منع شي، خو صنعتي سیمې او یو محدود شمېر نورې ساحې به له دې بندیزه مستثنا وي.
د ۲۰۲۳ کال اکتوبر تر ۷مې نېټې، د حماس تر مشرۍ لاندې پر اسرائیلو له برید مخکې، له ۱۰۰ زرو زیاتو فلسطیني کارګرو ته اجازه ورکړل شوې وه چې اسرائیلو ته د کار لپاره داخل شي.
خو له هغه راهیسې یوازې د دوی یوې کوچنۍ برخې ته بېرته د کار جوازونه ورکړل شوي دي.
د اسرائیلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو د جمعې په ورځ د پراخو عملیاتو اعلان وکړ.
دا پرېکړه وروسته له هغې وشوه چې دوو فلسطیني وسلهوالو پر یوه پوسته برید کې دوه اسرائیلي سرتېري ووژل.
په دغه برید کې درې نور اسرائیلي سرتېري ټپیان شوي وو، او بریدکوونکي هم وژل شوي دي.
بلخوا، اسرائیلي ځواکونو په الخلیل (هیبرون) ښار کې د کورونو او سوداګریزو ودانیو د نړولو لړۍ روانه ساتلې ده، چې له امله یې سلګونه کورنۍ بېځایه شوې دي.
د اسرائیلو د دفاع وزیر اسرائیل کاتز وايي، د روانو عملیاتو له امله شاوخوا ۲۰۰۰ اوسېدونکي بې ځایه شوي دي.
د ټولنیزو شبکو په خپرو شویو ویډیوګانو کې ښکاري چې لږ تر لږه یوه بشپړه کوڅه په بشپړه توګه نړول شوې ده.
د یکشنبې په ورځ د اسراییلو پوځ (ای ډي ایف) لخوا د فلسطیني کارګرو د تګ راتګ د بندیز له اعلان مخکې هم پوځ د الخلیل ښار کلابند کړی و او د ښار د نږدې ۲۰۰ زره اوسېدونکو پر تګ راتګ یې سخت محدودیتونه لګولي وو.
په لوېدیځه غاړه کې د اسرائیلي ځواکونو لخوا د هغو فلسطینیانو د کورونو نړول چې د اسرائیلیانو پر ضد بریدونو کې د لاس لرلو شک پرې کېږي، یوه معمول کړنلاره ده.
خو د اسرائیلو د بشري حقونو ځینو ډلو دا چاره ''ډلهییزه سزا'' بللې او نیوکې یې پرې کړې دي.
د جمعې ورځې ډزې په داسې حساس وخت کې وشوې چې د سې شنبې په ورځ، اسرائیلو کې ټاکنې کېږي.
لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو د شنبې په ورځ له ۲۴ای ټلوېزیون سره په مرکه کې فلسطیني ادارې ته د ''ډېر لوی ناڅاپي اقدام'' خبرداری ورکړ.
فلسطیني اداره د لوېدیځې غاړې د ځینو سیمو چارې پر مخ وړي.
د الخلیل ښاروال یوسف الجعبري وویل چې روان عملیات ''د ټاکنو له امله ترسره کېږي'' او ادعا یې وکړه چې نتنیاهو او وزیران یې هڅه کوي د سخت دریځو ښي اړخو او مېشتو اسرائیلیانو رایې خپلې کړي.
بل لور، د شنبې په ورځ زرګونه کسان په تل ابیب کې د حکومت ضد پراخ لاریون لپاره راټول شول.
دا لاریون د ''اکتوبر شورا'' لخوا تنظیم شوی و.
دغه ډله د هغو قربانیانو او یرغمل شویو کسانو د کورنیو له خوا جوړه شوې چې د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر په ۷مه د وسلهوالو په بریدونو کې اغېزمن شوي وو.
دوی د حماس تر مشرۍ لاندې د برید د مخنیوي په برخه کې د د اسرائیلو د حکومت د ناکامۍ لپاره د احتساب غوښتنه کوي.
اکتوبر شورا له لاریون مخکې پر اېکس لیکلي وو:
''له ټاکنو درې ورځې مخکې، موږ د درې کلنې مبارزې وروستۍ ستره غونډه کوو، چې حقیقت څرګند شي، حساب ورکول وشي او د پلټنو لپاره یو رسمي دولتي کمېسیون جوړ شي.''
په دې غونډه کې د اسرائیلو د اپوزیسیون د څلورو سترو ګوندونو مشرانو ګډون کړی و، چې په کې ګادي ایزنکوټ هم شامل و. نوموړی د اسرائیلو د پوځ پخوانی لوی درستیز دی او په روانو سیاسي سیالیو کې د نتنیاهو نږدې سیال بلل کېږي.