'سخته ده خپل کور په خپله نړوم خو خوشاله یم چې ښار ودانېږي'

د لوستلو وخت: ۳ دقیقې

د افغان پلازمېنې کابل په یوه واټ کې هغه دروازه چې یو مهال د یوې کورنۍ خونې ته اېښودل شوې وه، اوس یوازې تشې فضا ته پرانیستل کېږي.

د کور ډېره برخه فرش، دېوالونه او چت له منځه تللي دي. دا د سید مرتضی سادات کور و چې ترې لاندې یې د هغه د کورنۍ د نايي هټۍ او عامه حمام هم و، خو اوس ټول پر خښتو او خاورو بدل شوي دي.

سادات او د هغه کورنۍ اړ شول چې دا ودانۍ پخپله ونړوي.

۲۵ کلن سادات، چې د خښتو یو دېوال یې ویجاړوه، وویل: "دا زموږ کور و او اوس یې زه پر خپلو لاسونو ویجاړوم، دا به زموږ لپاره خورا ګرانه وي."

د ښار په ډېرو سیمو کې هلته چې د سړکونو د پراخولو چارې روانې دي، د خلکو کورونه، هټۍ او نورې ودانۍ پر دا بڼه نړل شوې دي.

ځايي خلک وايي دوه میاشتې وړاندې، د ښاروالۍ چارواکي د برکي څلورلارې اړوند دې کوڅې ته ورغلل او د کورونو او کاروبارونو څښتنانو ته یې وویل چې د دوی ملکیتونه د سړک د پراخولو لپاره استملاکېږي.

دا د کابل د ګڼې ګوڼې لرونکو سړکونو د عصري کولو د هڅو یوه برخه ده.

سادات وايي، په پیل کې چا پر هغوی باور ونه کړ، خو وروسته د ودانیو د نړولو لپاره دښاروالۍ ډلې راورسېدلې. دغو ډلو د سړک غاړې ته د ودانیو مخکینۍ څنډې ونړولې او بیا یې د ودانیو څښتنانو ته وویل چې پاتې کار باید پخپله بشپړ کړي.

د کابل ښاروالۍ له لوري د ودانیو او ځمکې په بدل کې د تاوان ورکولو ژمنه شوې ده.

سادات وویل، په کاروبار کې ورسره شاوخوا ۲۵ کسان پر کار بوخت وو چې د پنځو کورنیو نفقه یې برابروله. خو له دې ټولو سره سره، هغه وايي چې د سړک په پراخېدو ته خوشحاله دی، ځکه زوړ سړک دومره تنګ و چې خلک به یو ساعت په ګڼه ګوڼه کې بند پاتې کېدل.

د کابل په بېلابېلو برخو کې کورونه، هټۍ او ان هدیرې د لویو سړکونو د جوړولو لپاره نړول کېږي. پراخ سړکونه، پلونه او تر ځمکې لاندې لارې د پخوانیو تنګو او کنډوکپر کوڅو ځای نیسي.

دې پروژو کې یوه یې د کابل برکي څلورلارې کې ده. د دغه پروژې یو سمبالګر عبیدالله الهام د اسوشیتید پریس خبري اژانس ته ویلي "د بره‌کي د پله پروژه د کابل ښاروالۍ لخوا پلې کېږي او دوه برخې لري. لومړۍ برخه یې تر ځمکې لاندې سړکونه دي چې ۴۷۰ متره اوږدوالی او ۲۰ متره سور لري. دا پروژه د ۲۰۲۵ کال په جولای کې پیل شوې او شاوخوا ۸۰ سلنه کار یې بشپړ شوی دی. د دې پروژې دویمه برخه پل دی چې ۷۰۰ متره اوږدوالی او ۲۰ متره سور لري. کار یې یو نیمه میاشت مخکې پیل شوی او اوس هم دوام لري."

د طالبانو حکومت کې د کابل ښاروالۍ سلاکار، نعمت الله بارکزي وویل، د سړک جوړونې د دې پروژې له پیل راهیسې تر اوسه ۱۱,۲۷۸ ملکیتونه استملاک شوي دي.

هغه زیاته کړه چې تېر کال ۱.۲ میلیارده افغانۍ خلکو ته ورکړل شوې دي. هغه وویل "یوازې په تېر (۲۰۲۵) کال کې، له ۱.۲ میلیارد ډېرې افغانۍ (شاوخوا ۱۸.۶ میلیونه ډالره) د ملکیتونو خاوندانو ته د تاوان په توګه ورکړل شوې دي. د دې ټولې پروژې بودیجه پخپله د ښاروالۍ لخوا تمویل شوې ده. په تېرو څلورنیمو کلونو کې، دا رقم ۴.۳ میلیارد افغانیو ته رسېدلی."

د دې پروژې ډېره برخه کلونه وړاندې د پخواني افغان جمهوریت پر مهال ډیزاین شوې وه، خو د فساد او امنیتي ستونزو له امله یې کار نه و پیل شوی.

په ۲۰۲۱ کې د طالبانو حکومت له بیا واکمنېدو وروسته، ښاروالۍ دا پروژې بېرته پیل کړې. د ښاغلي بارکزي په وینا، تر اوسه شاوخوا ۴۵۰ کیلومتره نوي سړکونه جوړ شوي او د سږکال لپاره هم ۲۳۳ نورې پروژې په پام کې دي.