تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
"دوو میاشتو کې مې ۷۰ کیلو وزن کم کړ"
"دوو میاشتو کې مې ۷۰ کیلو وزن کم کړ"
د خپرېدو وخت
افغانستان کې یو ځوان ادعا کوي چې په دوو میاشتو کې یې ۷۰ کیلو وزن کم کړی، داسې کار چې ښايي ډېرو ته د باور وړ نه وي.
عباس جوانمرد شل کلن دی او ونه یې یو متر او ۶۳ سانتۍ ده. د ده وزن ۱۲۰ کیلو ته رسېدلی و.
دی وايي پښو ته یې نوره سخته شوې وه چې دومره وزن پورته کړي، نو اړ شو چې په کمه موده کې د وزن کمولو لپاره داسې پرېکړه وکړي چې ډېره عادي نه ده.
ډاکټران وايي چې په دومره کمه موده کې په چتکۍ د وزن کمول روغتیايي ستونزې پيدا کوي. د ډاکټرانو سپارښتنه دا ده چې په میاشت کې تر ۵ کیلو ډېر وزن کم نه شي.