تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
ایران کې د امریکا تازه هوايي بریدونه
د امریکا پوځ مرکزي قومندانۍ ایران کې د خپلو تازه هوايي بریدونو ویډیو خپره کړې ده.
سېنټکام ویلي د تېرې شپې بریدونو کې د ایران پوځ اړوند لس اهداف په نښه شوي دي.
د امریکا پوځ وايي دا بریدونه د ایران لخوا پر اېم/ټي کیکو بېړۍ د برید په ځواب کې شوي.
تر دې ورمخکې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ ویلي وو چې د دوی جنګي الوتکو په ایران کې د توغندیو او ډرونونه زېرمې او همدا راز ساحلي رادارونه هدف ګرځولي.
بلخوا د ایران سپاه پاسداران ځواکونو بیا ویلي، چې دوی هم تېره شپه په کویت او بحرین کې پر امریکايي اهدافو د توغندیو او ډرون بریدونه کړي.
امریکايي چارواکو د دغو بریدونو پخلی کړی، خو د اوښتې زیان په اړه یې څه نه دي ویلي.