مکې مکرمې ته د کڼو مسلمانانو سفر "لکه خپل کور مې چې موندلی وي"
جاني حسین ته په ۱۳ کلنۍ کې مکې مکرمې ته د خپل لومړني سفر یادونه ښه په زړه دي.
هغه وايي: "زما په زړه دي چې مور مې ژړل، خو زه نه پوهېدم چې ولې ژاړي او دا راته ډېر غمجن احساس و".
هر کال میلیونونه خلک سعودي عربستان ته د عمرې لپاره ځي، چې دا یو اختیاري عبادت دی او مسلمانان یې هر وخت ادا کولای شي. برعکس، حج یو فرضي عبادت دی چې هر بالغ مسلمانان باندې چې اقتصادي او روغتیايی وړتیا یې ولري، په ژوند کې یو ځل فرض دی . حج تل د اسلامي کلیز (هجري قمري) په وروستۍ میاشت کې ترسره کېږي. دواړو عبادتونو کې د کعبې شریفې ګرد چاپېره اوه ځله طواف کول شامل دي. کعبه د اسلام تر ټولو سپېڅلی ځای دی.
ډېرو خلکو لپاره دا تجربه د غږونو یوه رنګارنګ منظره وي: د کعبې د لوی جومات له دېوالونو د اذان غږ انعکاس کوي، د ګڼو ګامونو شور او د زرګونو حاجیانو ورو ورو ویل کېدونکي دعاګانې.
خو د ځینو مسلمانانو لپاره دا تجربه نږدې بشپړه چوپتیا وي.
دوی د سرې چترۍ په پورته کولو هڅه کوي چې د حاجیانو په سېلاب کې یو ځای پاتې شي. دوی له بریتانیا نه سعودي عربستان ته د "الاشاره" په نوم یوې برتانوۍ خیریه ادارې سره سفر کړی، چې هدف یې د کڼو خلکو لپاره دا ډول عبادتوو ته لاسرسی اسانه کول دي. له دوی سره د اشارو ژبې ژباړونکې زینم بوستان هم مل ده.

د عکس سرچینه، Al Isharah
جاني حسین مورزادي کڼه ده او د ماشومتوب پر مهال ډېره کمه جومات ته تله، ځکه هغه به "یوازې هلته ناسته وه" او خطبه یې نه شوای اورېدلی یا دا چې ویل کېدونکې دعاګانې واوري او زدکړي. له همدې امله هغه وایي، کله چې په ځوانۍ کې لومړی ځل کورنۍ مکې مکرمې ته بوتله، نو دا "بېګټې سفر" و. هغه زیاتوي: "زه ان نه پوهېدم چې کعبه څه شی ده."
له اسلام سره د هغې اړیکه هغه وخت بدله شوه کله چې په ۲۵ کلنۍ کې د کڼو خلکو یوه پروګرام کې شامله شوه چې د اشارو ژبې له لارې پر مخ وړل کېده او د قرآنکریم لارښوونې او دعاګانې ناڅاپه ورته روښانه شوې. هغه وایي: "هر څه ډېر بصري (په لید کې واضح) وو."
د ډلې دوه نور غړي، ریاض رفیق او زاهد ناصر هم ورته تجربې بیانوي. ناصر د ماشومتوب پر مهال یوې بصري "لیدونکې" اسلامي مدرسې ته لېږل شوی و، خو قرآن یې د عادي لوستلو او تکرار له لارې نه شو زده کولی، په داسې حال کې چې رفیق وایي پر خپل دین یوازې هغه وخت پوه شو کله چې په کالج کې له بل کاڼه مسلمان سره مخ شو. تر هغې مخکې، هغه وایي: "زه ان پر دې هم نه پوهېدم چې کوم خواړه خوړلی شم او کوم نه".
رفیق مخکې هېڅکله د خپلې کورنۍ له خوا د حج یا عمرې بلنه نه منله، ځکه هغه د اشارو په ژبه متکي و. خو کله چې هغه د دې سفر په اړه واورېدل چې د اشارو ژبې بشپړ لاسرسی لري، نو قانع شو او ملګرو ورته وویل: "بس لاړ شه."
د حج سفر پیلېږي

د عکس سرچینه، Mansoreh Motamedi/Getty Images
کله چې ډله مکې مکرمې ته رسېږي، احساساتي اغېز یې سملاسي محسوسېږي.
حسین کعبې شریفې ته له نږدې کېدو مخکې د زمزم سپېڅلې اوبه څښي. کله چې پورته ګوري، ژاړي. ناصر لومړی ځل د کعبې د لیدو پرمهال احساساتي کېږي. د خپل کوکلیر امپلانټ الې په مرسته کولای شي د شاوخوا خلکو د حرکتونو (غږونه) احساس کړي. خو کله چې طواف پیلوي، د اورېدو د وسیلې بندولو هوډ کوي – خپله کڼه چوپتیا مني او پر خپلو دعاګانو تمرکز کوي.
رفیق وایي هغه داسې احساس کوي لکه "زړه یې چې له دې سپېڅلي ځای سره ونښلي."
جاني حسین له خپلو ماشومانو او خپل مېړه لقمان سره سفر کړی دی. لقمان د اورېدو له نعمته برخمن دی. هغه وایي، د ماشومانو د روزنې له اتو کلونو وروسته یې داسې احساس کاوه لکه ورو ورو چې له الله څخه لیرې شوې وي او غوښتل یې خپل روحاني حالت "بیا تازه" کړي.
هغې دا هم غوښتل چې خپلو ماشومانو ته د خپل دین دا مهمه برخه وروښيي، خو یو څه ورته ګران و.
طواف - د کعبې ګرد چاپېره اوه ځله ګرځېدل - په فزیکي ډول ډېر ستونزمن دی. دا سیمه داسې جوړه شوې چې هر ساعت له ۱۰۰,۰۰۰ څخه زیات حاجیان په کې ځای کېدی شي. د څلورم دور پر مهال د هغې ماشومان ژاړي او غواړي کور ته لاړ شي.
یوه شېبه یې مېړه او ژړغونی ماشوم ترې ورکېږي - او کله یې چې ومومي، خپله هم په ژړا شي.

د عکس سرچینه، Al Isharah
د یوې ټولنې موندل او ناڅاپي ملګرتیاوې

د عکس سرچینه، Al Isharah
بالاخره کورنۍ یوځای طواف بشپړوي او په دې لاسته راوړنه ویاړي، خو وروسته جاني حسین د کڼو ښځو له ډلې سره یو ځل بیا یوازې د ښځو لپاره د طواف د تکرار لپاره ځان چمتو کوي.
دا ځل، د هغې مېړه ماشومان ساتي. لقمان، چې څو کاله مخکې یې له هغې سره عمره کړې وه، د خپلې مېرمنې په بدلېدو حیرانېږي - هغه د خپلې مېرمنې په اړه وایي چې هغه "غوره ځانګړې بڼه لري"، ځکه هغه له نورو کڼو مسلمانانو سره خپل ایمان شریکوي.
رفیق او ناصر هم نوې ملګرتیاوې جوړوي. ناصر یوه شېبه یادوي چې هغه وکولای شول د سعودي عربستان یو کوڼ کس سره د جمعې د لمانځه په اړه د اشاروپه ژبه مرسته وکړي.
هغه وایي: "موږ له یو بل سره اړیکه نیوله او له یو بل سره مو مرسته کوله. موږ یو بل ته خپلې اشارې ښودلې. دا چې موږ ټول د نړۍ له بېلابېلو ځایونو راغلي وو، پرته له نژاد، پوستکي رنګ، عمر… دا یو حیرانوونکی احساس و. "

د عکس سرچینه، Al Isharah
په بریتانیا کې، "الاشاره" په یوه داسې پروژه کار کوي چې د بریتانیا د اشارې ژبې یا (BSL) ته د کڼو مشاورینو، دیني عالمانو او ژباړونکو په مرسته د قرآن کریم بشپړه ژباړه وکړي. تر اوسه د قرآنکریم له ۱۱۴ سورتونو ۶۴ سورتونه ژباړل شوي او ویډیوګانې یې د دې خیریه ادارې په یوټیوب چینل خپرې شوې دي.
دا ټول د دې ډلې د یوه هدف برخه ده. دوی غواړي هغه خنډونه له منځه یوسي چې کاڼه خلک یې اسلامي زده کړو او لارښوونو ته لاسرسي کې لري. درې واړه حاجیان د خپل سفر له پای ته رسېدو وروسته هم په دې اړه فکر کوي. نذیر وایي: "د لومړي ځل لپاره ما احساس وکړ چې زه واقعاً لیدل شوی یم، درک شوی یم او په روحاني فضا کې شامل شوی یم. دا یې را یاد کړل چې زما کوڼ هویت یو محدودیت نه دی، بلکې د هغه څه برخه ده چې الله زه پرې پیدا کړی یم."
د جاني حسین لپاره دا زیارت داسې و لکه زړه یې چې "خپل کور موندلی وي".
هغه وایي: "د ډېر وخت لپاره داسې احساس و لکه ورکه شوې چې وي، لالهانده وي، دا لټوي چې له کوم ځای سره تړاو لري. د کعبې په خوا کې چې زما کوم احساس او حالت و هغه زه به ژبه نشم بیانولی."




















