اپل لومړنی قاتېدونکی ایفون بازار ته وړاندې کوي

د ویډیو تشریح، اپل لومړنی قاتېدونکی ایفون بازار ته وړاندې کوي
    • Author, کالي هېس
    • دنده, د ټیکنالوژي خبریاله
    • Author, لیلي جمالي
    • دنده, د شمالي امریکا د ټیکنالوجۍ خبریاله
  • د خپرېدو وخت
  • د لوستلو وخت: ۳ دقیقې

اپل خپل تر ټولو ګران بیه ایفون وړاندې کړ - یو قاتېدونکی ټیلیفون چې ۱۹۹۹ پونډه بیه لري او په تېرو نژدې ۲۰ کلونو کې د ایفون ډیزاین کې لومړی ستر بدلون ښيي.

ایفون دوو (iPhone Duo) د نوي مشر جان ټرنوس لخوا یو قمار بلل کېږي، چې په دې میاشت کې یې د مخکېني اجراییوي مشر ټیم کوک ځای ونیو.

اپل د سوېلي کوریا سامسنګ او چین هواوې په څېر د قاتېدونکو ټیلیفونونو برخه کې په نسبي ډول ناوخته بازار ته ننوځي.

ټرنوس په کالیفورنیا د اپل مرکزي دفتر کې حاضرو کسانو ته وویل: "اوس یې قاتېدونکي ایفونونه رامنځته کړي، دا د دوه ټیلیفونونو په څېر احساسېږي چې په عجیب ډول سره یوځای شوي دي."

نوی قاتېدونکی ایفون چې بیه یې ۱۹۹۹ پونډه ده.

د عکس سرچینه، EPA

د عکس تشریح، نوی قاتېدونکی ایفون چې بیه یې ۱۹۹۹ پونډه ده.

په امریکا کې یې بیې له ۱۹۹۹ ډالرو پیلېږي، خو کېدای شي تر ۳۲۰۰ ډالرو هم ورسېږي. د دې ډول ټیلیفون پرمختیا اته کاله وخت نیولی دی.

کله چې دا ټیلیفون پرانیستل شي، د یوه کوچني ایپډ (iPad) او کله چې قات شي، د یوه پنډ ایفون په څېر ښکاري.

د ښاغلي ټرنوس په وینا: "دا په بشپړه توګه نوی دی او په ورته وخت کې د پام وړ پېژندل شوی دی. او په یو لاس یې کارول اسانه دي."

خو دا ټیلیفونونه له پېژندل شویو سیالانو سره مخ دی. په IDC EMEA کې د معلوماتو او څېړونکو وسیلو مرستیال مشر فرانسسکو جیرونیمو وايي، "اصلي سیالي په چین کې ده، هلته هواوې د نژدې ۸۰ سلنه قاتېدونکو ټیلیفونو واک لري."

ایفون د اپل ترټولو ډېر پلورل شوی محصول دی او هر کال د دې شرکت د پلور تر نیمایي ډېره برخه جوړوي.

اپل د سویلي کوریا سامسنګ او چین هوواې په څېر د قاتېدونکو ټیلیفونونو برخه کې په نسبي ډول ناوخته بازار ته ننوځي.

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، اپل د سویلي کوریا سامسنګ او چین هوواې په څېر د قاتېدونکو ټیلیفونونو برخه کې په نسبي ډول ناوخته بازار ته ننوځي.

په وروستیو درې میاشتو کې دې شرکت پر دغې موضوع، چې ایفون ته تر بل هر وخته ډېره تقاضا شته ډېر ویاړي.

شرکت د خپل غږیز او چټ مرستندویه سیستم سري کې هم نوي پرمختګونو اعلان کړي چې اوس یې سري اې ای بولي.

د ایفون په پیل سره به اوس بوټ وکولی شي، د یو کس په ټیلیفون کې معلوماتو ته لاړ شي، لکه پیغامونه او برېښنالیکونه، معلومات ومومي، پوښتنو ته ځواب ووایي او د یو کس په استازیتوب اقدام وکړي. خو په دې شرط چې کاروونکی ځینې ځانګړتیاوې فعالې کړي.

سري اې ای به په نوي اپل واچ کې هم موجود وي، چې د خبرو یادښتونو اخیستلو او د هغوی د لیکلو وړتیا پکې شامل دي.

د اپل شرکت نوی اجراييوي مشر ټینګار کوي، دا ټول معلومات به شخصي پاتې شي، د مصنوعي ځیرکتیا ځانګړتیاوې اکثرا "په وسیله" چلېږي، په دې معنی چې د درېیمې ډلې شرکتونو له لارې به نه وي.

ټرنوس وايي، "نور دا معلومات د راټولولو او زېرمه کولو لپاره یو څه دي، دلته ان اپل هم نه شي کولی چې ستاسو معلوماتو ته لاسرسی ومومي."