خيبر پښتونخوا کې د پولیو ټیم پر امنیت ساتونکو برید کې یو پولیس وژل شوی او څلور ژوبل دي

د عکس سرچینه، Getty Images
د خیبر پښتونخوا هنګو ولسوالۍ (ضلع) کې د پولیسو په هغه موټر برید شوی چې د پولیو د واکسین ډلې د امنیت لپاره روان و. په برید کې یو پولیس وژل شوی او څلور نور ژوبل شوي دي.
نن په ټول پاکستان کې د پولیو ضد واکسین د کمپاین لومړنۍ ورځ ده، دا کمپاین به د اپریل تر ۱۹ نېټې دوام کوي.
په روان کال کې دا لومړی ځل دی چې د پولیو د کارکوونکو خوندیتوب لپار په ګومارل شوو پولیسو باندې برید کېږي.
د هنګو پولیسو دفتر یوې وینا کې ویلي دي چې "ټل کې د ترهګرو په دې برید کې یو پولیس وژل شوی او څلور نور ژوبل دي".
رسنیو د کوهاټ د پولیسو د مرستیال مشر عرفان طارق له خولې لیکلي دي چې "د ترورستانو له برید وروسته په ځوابي ګام کې دوه بریدګر وژل شوي دي خو وسلهوال د هغوی د مړو په لېږدولو بریالي شوي دي".
د راپورونو له مخې، له پېښې وروسته سیمه کې د وسلهوالو لټون پیل شوی دی.
دهنګو پولیس وايي " له دې برید سره سره به په هنګو کې د پولیو ضد کمپاین دوام کوي ".
د خیبر پښتونخوا اعلی وزیر سهیل افریدي د دې برید غندنه کړې ده.
د اعلی وزیر له دفتره په یوې خپرې شوې وینا کې راغلي چې، "د اغېزمنو شوو پولیسو کورنیو سره به هر ډول اړینه مرسته کېږي".
په خیبر پښتونخوا او بلوچستان ایالتونو کې وړاندې هم د پولیو په کارکوونکو او د هغوی په امنیتي پولیسو بریدونه شوي دي.
د فرورۍ په میاشت کې په بلوچستان کې هم د کور په کور واکسین پرمهال یو پولیس د وسلهوالو برید کې وژل شوی وو.
خو چارواکي ادعا لري چې تېر کال د سختو امنیتي ګامونو له امله د پولیو پر کارکوونکو بریدونه کم شوي وو. په ۲۰۲۵ کال ورته پېښو کې په ټولیز ډول څلور پولیس او یو ملکي وګړی وژل شوی و.
رسمي شمېرې ښيي چې په خیبر پښتونخوا کې ۲۰۱۲ کال نه راپدېخوا د پولیو په کارکوونکو حملو کې په ټولیز ډول ۹۶ کسان وژل شوي دي. دې کې ۶۱ پولیس، ۲۷ د پولیو روغتیايي کارکوونکي او پنځه ملکي وګړي شامل دي.
پاکستان او افغانتستان د نړۍ یواځیني دوه هېوادونه دي چې اوس هم هر کال کوچنیان پکې د دې ناروغۍ له ګواښ سره مخامخ دي.





















