تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د صنعا پر نړیوال هوايي ډګر د بریدونو شېبه
په دې ویډیو کې د یمن د پلازمېنې صنعا پر نړیوال هوايي ډګر د بریدونو ډراماتیکه صحنه ښکاري.
د ایران له ملاتړه برخمن حوثیانو وايي سعودي عرب هوايي بریدونه کړي. حوثي ځواکونو د ډرونونو په وسیله د سعودي پر ابها نړیوال هوايي ډګر د ځوابي برید ادعا هم کړې ده.
دا په داسې حال کې ده چې په نړیواله کچه د یمن په رسمیت پېژندل کېدونکي حکومت ادعا کړې چې صنعا کې بریدونه دوی د دې لپاره کړي چې په دغه هوايي ډګر کې له ایرانه د یوې ورغلې الوتکې د ناستې مخه ونیسي.
د یمن حکومت چې د سعودي په مشرۍ اېتلاف یې ملاتړ کوي، له کلونو راهیسې د یمن شمال کې د حوثیانو خلاف جګړه کوي.
د ایران د ماهان شرکت الوتکه، چې د خامنهايي په جنازه کې ګډون لپاره ایران ته د حوثیانو تللی پلاوی یې لېږاوه، وروسته د حوثیانو تر کنټرول لاندې د حدیدیه ښار په هوايي دګر کې کیناسته.