د فوټبال نړیوال جام: رونالډو لومړنی لوبغاړی شو چې په شپږو نړیوالو جامونو کې ګول کوي

رونالډو

د عکس سرچینه، Getty Images

د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۳ دقیقې

پرتګال د ۲۰۲۶ کال فوټبال نړیوال جام د ګروپي پړاو سیالیو په دویمه لوبه کې د کرسټیانو رونالډو له دوو ګولونو سره ازبکستان ته ۵ – صفر ماته ورکړه او په دې توګه یې دویم یا حذفي پړاو ته لار ومونده.‌

رونالډو له دغو دوو ګولونو سره نوی ریکارډ هم جوړ کړ. هغه لومړنی لوبغاړی شو چې د فوټبال په شپږو نړیوالو جامونو کې ګولونه وهي.

دغه ۴۱ کلن لوبغاړي ونه شول کړای چې د دې تاریخي لاسته راوړنې په لمانځلو کې خپل احساسات پټ او خوشالي کنټرول کړي.‌

ظاهرآ‌ یو لوی لامل یې ښايي دا هم و چې دی په روان نړیوال جام کې تر دې دمه د فوټبال د نورو مشهورو ستورو په څېر د نه ځلېدو له کبله له سختو نیوکو او فشار سره مخامخ و.

پرتګال په (کې) ګروپ کې خپله لومړۍ لوبه د رونالډو په حضور کې له کانګو دیموکراتیک جمهوریت سره ۱-۱ مساوې کړې وه.

دا په داسې حال کې ده چې د ارجنټاین لیونل میسي، د فرانسې کېلین امباپي، د ناروې ایرلینګ هالاند، د برازیل وینیسیوس جونیر او د انګلنډ کپتان هېري کېن بیا د خپلو لوبډلو بریاو کې کارنده نقش درلود.‌

رونالډو د ازبکستان خلاف له دویم ګول وروسته په لوبغالي کې د تلوېزیون کامرې ته رامخکې او کسانو ته په لوړ غږ د خپل حضور‌ پیغام ورکړ چې ویلي یې وو نوموړي په روان نړیوال جام کې پر خپله لوبډله بوج دی.‌

رونالډو کرسټیانو

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د نړیوال جام سیالیو کې د رونالډو د ګولونو شمېر ۱۰ ته ورسېد

کله چې له هغه تر لوبې وروسته د "بېرته راوګرځېدم" پيغام پوښتنه وشوه، نو نوموړي‌ وویل دا "یوازې د دې لپاره و چې هغوی [منتقدین] یې هېر نه کړي – ۲۳ کاله کېږي چې [همداسې] دوام لري".

رونالدو زیاته کړه: "طبعاً شخصي ریکارډونه تل ښه وي، خو زما هدف تل دا دی چې له لوبډلې سره خپلو موخو ته رسېدو کې مرسته وکړم."

د یادونې ده چې له دغو دوو ګولونو سره د نړیوال جام په سیالیو کې د رونالډو د ګولونو شمېر لسو ته لوړ شو.

د پرتګال بل یوه لوبغاړي‌هم په نړیوال جام کې دومره ګولونه نه دي کړي.‌

د دغه هېواد د لوبډلې روزونکي روبېرټو مارټینز هم وویل چې رونالډو د کانګو خلاف له نهیلې کوونکې مساوي لوبې وروسته د لوبډلې د مرال او روحيې لوړولو کې حیاتي رول لوبولی دی.

پرتګال به راتلونکې یکشنبه "د جون ۲۸مه" په خپله وروستۍ ګروپي سیالۍ کې له کولمبیا سره مخامخ او په دې توګه ډاګیزه شي، چې له (کې) ګروپ څخه کومې لوبډلې حذفي‌ پړاو ته لار مومي او څوک لومړی ځای خپلوي.

نورې ګروپي سیالۍ څنګه وې؟

هېنري کېن د ګانا د لوبغاړو منځ کې

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د انګلنډ او ګانا ترمنځ لوبه له ګول پرته مساوي شوه

سې‌شنبه (د جون ۲۳مه) د فوټبال نړیوال جام ګروپي‌ سټېج کې ۳ نورې لوبې هم وشوې.

د ورځې وروستۍ سیالۍ بوسټن لوبغالي‌ کې د انګلنډ او ګانا ترمنځ وه، چې له ګول پرته مساوي پای ته ورسېده.‌

انګلنډ په (اېل) ګروپ کې خپله لومړۍ لوبه له کرواسیا ۴-۲ ګټلې وه او اوس هم له ۴ پواینټونو سره د ګروپ لومړي ځای کې دی.

تر دې ورمخکې سهار مهال په (ای) ګروپ کې ناروې سېنېګال ته ۳-۲ او ورپسې په (جی) ګروپ کې الجزایر – اردن ته د یو پر وړاندې په دوو ګولونو ماته ورکړې و.‌

دا روان نړیوال جام کې د ناروې دویمه او د الجزایر لومړۍ بریا وه.‌

که څه هم ناروې دویم پړاو ته خپل تګ ډاډمن کړی، خو جمعه (د جون ۲۶مه) د ای ګروپ د سر لوبډلې، فرانسې سره لوبه لري او په دې توګه به مشخصه شي چې دغه ګروپ کې کومه لوبډله لومړی ځای خپلوي.‌