BBC News, پښتو - کور پاڼه

مهم خبرونه

  • د طالبانو درېیو غړو مبایلونه په لاس کې نیولي دي

    "په کور او دفتر کې" د طالبانو پر حکومتي کارکوونکو د ځیرکو موبایلونو پر کارونې بندیز

    بي بي سي‌ په افغانستان کې د طالبانو حکومت هغو مکتوبونو ته لاسرسی موندلی چې پکې ویل شوي د پوځي کارکوونکو په ګډون د ټولو حکومتي‌ کارکوونکو لخوا " په کور او ادارو کې" د ځیرکونو موبایلونو پر کارونې بندیز اعلان شوی دی. په دې مکتوبونو کې ویل شوي که چا له دې امره سرغړونه وکړه نو قانوني چلند به ورسره کېږي. دغه بندیز نن د جون ۱۶مه چې د ۱۴۴۷ هجري قمري کال د محرم میاشتې لومړۍ نېټه چې د طالبانو د حکومت د نوي کال پیل هم دی، رسما عملي کېږي.

  • د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ

    ژوندۍ پاڼه, د امریکا ولسمشر: د تفاهم له مخې ایران به اټومي وسله و نه لري

    د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ ویلي، د کېدونکي تفاهم له مخې ایران به اټومي وسله و نه لري خو تهران بیا‌ په ځلونو ټینګار کړی چې د اټومي پروګرام پر سر خبرې اوس نه کېږي او کله چې تفاهم لیک لاسلیک شي نو وروسته به بیا په دې مخامخ خبرې او پریکړه کېږي. په ورته وخت کې امریکایي ولسمشر پر لبنان د اسراییلو بریدونه غندلي دي. د امريکا متحدو ایالتونو مرستيال ولسمشر جې ډي وينس بیا وايي، د امريکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ ښايي د جمعې تر ورځې مخکې له ايران سره د جګړې پای ته رسولو لومړني تړون سند خپور کړي.

  • هرات ښار

    هرات کې د حجاب پر سر له جنجال وروسته څه پېښ شوي؟

    په هرات کې امنیتي چارواکو بي بي سي ته تائید کړې چې په دغه ښار کې یې د تېرې اوونۍ له لاریون وړاندې لږ تر لږه ۱۹ مېرمنې نیولې وې چې وروسته یې پرېښودې.

  • د عراق لوبډله نړیوال جام ته د لار موندنې بریا نمانځي

    جګړې، بندیزونه او سزاګانې: نړیوال جام ته د عراق ۴۰ کلن انتظار

    عراق لومړی ځل په ۱۹۸۶ کال مکسیکو کې د فوټبال په نړیوال جام کې برخه اخیستې وه. دغه هېواد اوس ۴۰ کاله وروسته په همدې مکسیکو کې د بولیویا په ماتولو سره بیا د ۲۰۲۶ نړیوال جام ته لاره ومونده. د عراق فوټبال لوبډلې، چې د بین النهرین په زمریانو مشهوره ده، په هغه نړیوال جام کې خپلې درې واړه لوبې چې پاراګوای، بلجیم او کوربه مکسیکو سره وې، بایللې وې.

  • د امریکا بي-۵۲ الوتکه له راپرېوتو وروسته لوګی شوه

    په امریکا کې د یوې بي-۵۲ ډولې جنګي الوتکې غورځېدل

    د امریکا د هوايي ځواک یوه بي-۵۲ بم غورځونکې الوتکه د جنوبي کليفورنيا له اېډورډز هوايي اډې څخه له پورته کېدو لږ وروسته راپرېوته چې له امله یې اته کسان ووژل شول. دا پېښه د دوشنبې په ورځ د امریکا پر وخت د سهار په ۱۱:۲۰ بجو هغه مهال رامنځته شوه چې الوتکه د ازمويښتي الوتنې لپاره هوا ته پورته کړل شوې وه. د الوتکې له غورځېدو وروسته په هوا کې تور لوګي له لرې ليدل کېدل.

فوټبال نړیوال جام ۲۰۲۶

Skip لنډې ویډیوګانې and continue reading

لنډې ویډیوګانې

  • بوټان
  • افغان کډواله
  • bbc
  • بیروت - لبنان د حزب الله پر اهدافو بریدونه
  • د کابل جلال اباد لویه لار - ترافیکي پېښه
  • یخ وهلی ماشوم
  • Ronaldo
  • انلاین درغلي
  • Herat

بي بي سي پښتو اوس پر وټساپ هم شته

په خپل ګرځنډه ټلیفون کې د بي بي سي پښتو تازه خبرونه، څېړنیز رپوټونه او د افغانستان، پاکستان او نورې نړۍ په اړه ځانګړې معلوماتي لیکنې لوستلی شئ.

ځانګړي مطالب

  • د آنا جارویس تور او سپین انځور

    د مور ورځ څنګه رامنځته شوه؟

    په نړۍ کې د مور ورځ پر بېلابېلو نېټو او ورځو نمانځل کېږي، کم داسې هېوادونه به وي چې دا ورځ به نه یادوي. په شمالي او جنوبي افریقا کې ډېری وخت د مې میاشتې دویمه یکشنبه د مور ورځې په نوم نمانځل کېږي خو په ځینو نورو ایالاتونو لکه مکسیکو، ګواتیمالا او االسوادور کې بیا له دې څو ورځې مخکې نمانځل کېږي. افغانستان کې دا ورځ د غبرګولي په ۲۴مه نمانځل کېږي. په نورو هېوادونو کې ورته بېلابېلې ورځې ځانګړې شوې دي.

  • مصر ته د ابن بطوطه د سفر یو کښل شوی انځور

    د منځنیو پېړیو تر ټولو ستر مسلمان سیاح 'ګرځندوی' ابن بطوطه کیسه

    د جون ۱۳مه ۱۳۲۵ کال کې، یو ځوان مراکشي عالم چې ابو عبدالله محمد بن بطوطه بلل کېده او په 'ابن بطوطه' مشهور دی، د اکتشاف په تاریخ کې د تر ټولو غیرعادي سفرونو له ډلې یو پیل کړ.

  • يو ماشوم چې پر کتاب یې سر اېښی دی

    ايا ځينې کسان په طبیعي ډول په حساب کې کمزوري وي؟

    حساب يا رياضي ځينو خلکو ته اسانه ښکاري او ځینې نور په کې ستونزه لري؟ که څه هم جينونه يا ارثي ځانګړتياوې ښايي په کې رول ولري خو دا يوازې د لویې معما يوه برخه ده چې د بيولوژۍ، سيکالوژۍ او چاپېریال يوه پېچلي جوړښت سره تړاو لري.

  • پر یران د اسرائيل او امریکا بریدونو درنه مرګژوبله هم اړولې ده

    د جګړې له پیل راهیسې د امریکا بریدونو کې د ایران له ۵۰‌‌ ډېرې پوځي‌ اډې زیانمنې شوې

    د سپوږمکۍ انځورونه ښيي چې د جګړې له پیل راهیسې، د امریکا او اسرائیل په بریدونو کې د ایران له پنځوسو څخه ډېرې پوځي اډې زیانمنې شوې دي. دغو اډو ته د اوښتي زیان د کچې اټکل ګران دی، ځکه د جګړې په اوږدو کې امریکا هڅه وکړه چې د سیمې د سپوږمکۍ پوښښ محدود کړي.

  • درس: منځنۍ دورې لپاره آنلاین زده کړې

    د بي بي سي د درس پروګرامونو ټولګه

    د بي بي سي د درس پروګرامونو ټولګه

افغانستان لپاره د بي‌بي‌سي ټلوېزیوني خپرونې

بي‌بي‌سي نیوز افغانستان چې د سپوږمکۍ (سټلایټ) له لارې خپرېږي، د افغانستان، سیمې او نړۍ پر سیاست، اقتصاد، کلتور، لوبو او ټولنیزو چارو پام ساتي. دا خپرونې پر پښتو او دري ژبو خپرېږي .

غواړئ چې انټرنېټ مو ډېر مصرف نشي؟

د وېب‌سایټ هغه بڼه ولولئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي.

تازه خبرونه واورئ

  • راتلونکې برخه واورئ , غرمني خبرونه, ۰۹:۳۰, ۱۷ جون ۲۰۲۶, ۱۴،۳۰ موده

    د افغانستان، سيمې او نړۍ وروستي خبرونه

  • واورئ, خبر او نظر, ۱۵:۳۰, ۱۶ جون ۲۰۲۶, ۲۹،۳۰ موده

    دا خپرونه له بي‌ بي سي پښتو اورئ

  • راديويي څپې

    نړۍ دا وخت

    د بي بي سي پښتو ټلویزیوني خپرونه چې هره ورځ د افغانستان په شپږ بجو په ژوندۍ بڼه خپرېږي.

    تر ټولو ډېر لوستل شوي