BBC News, پښتو - کور پاڼه
مهم خبرونه
ژوندۍ پاڼه, ټرمپ: له ایران سره جګړه پای ته رسېدلې، خو موږ نه غواړو هغوی ژر پرېږدو
ډونلډ ټرمپ د ایران پر ضد د پوځي برید په اړه د امریکا کانګرس ته له خپلې لومړۍ خبرتیا ۶۰ ورځې وروسته، اعلان وکړ چې جګړه "پای ته رسېدلې" ده، خو ټینګار یې وکړ چې نه غواړي له تهران سره تقابل ژر پای ته ورسوي. هغه همداراز استدلال وکړ چې د جګړې د دوام لپاره د امریکا د قانون جوړوونکو اجازې ته اړتیا نه لري. ټرمپ وایي چې د ایران له تازه وړاندیزونو راضي نه دی، هغه وړاندیزونه چې ویل کېږي تهران یې په پاکستان کې منځګړو ته سپارلي دي. د امریکا ولسمشر تهران تورن کړ چې داسې غوښتنې یې مطرح کړې دي چې د ده لپاره د منلو وړ نه دي، خو نور جزییات یې ورنه کړل.
مصر کې محکمې هغه سړي ته سزا ورکړه چې نجلۍ ته یې هوټل کې ځای نه و ورکړی
دغه مدیر یوې مصرۍ مېرمنې ته په هوټل کې د یوازې پاتې کېدو لپاره د کوټې له ورکولو ډډه کړې وه. محکمې دا عمل "تبعیض" او توپیري چلند بللی، چې دې پرېکړې یو ځل بیا په هوټلونو کې د ښځو د یوازې پاتې کېدو د حقونو په اړه بحثونه راپارولي دي.
د راتکو ملادیچ وکیلانو د مرګ په درشل کې د دغه جنګي مجرم خوشي کېدل غوښتي
د راتکو ملادیچ مدافع وکیلان، چې د بوسني صربي ځواکونو پوځي قوماندان او د جنګي جرمونو په تور محکوم شوی دی، د ملګرو ملتونو د محکمې پرېکړې ته په تمه دي چې د هاګ له زندانه د هغه د خوشي کېدو په اړه د دوی غوښتنه وڅېړي؛ دا غوښتنه د هغه د بدني وضعیت او د ژوند د پای نژدېوالي پر بنسټ وړاندې شوې ده. ښاغلی ملادیچ، چې ۸۴ کلن دی، په ۲۰۱۷ کال کې د پخوانۍ یوګوسلاویا د جګړو پر مهال (۱۹۹۲–۱۹۹۵) د توکموژنې، جنګي جرمونو او د بشریت پر ضد جرمونو په تور په عمري بند محکوم شو.
د ازموینې موسم د بریا لارښود: بیا وګورئ، یاد کړئ او بیا ارام وکړئ
د ازموینې موسم را رسېدلی، مانا دا چې له میاشتو زدکړو، بیاکتنې او یادولو وروسته اوس د اصلي ازموینې وخت نژدې شوی دی. خو دا اړینه نه ده چې دا تجربه حتماً له فشار او اندېښنې ډکه وي.
"د ایران د جګړې له امله میلیاردونه خوراکه خواړه له خطر سره مخ دي"
د سرې (کیمیاوي کود) یا ښېرازۍ د یوه ستر نړیوال تولیدوونکي مشر ویلي، د ایران د جګړې له امله د سرې او د هغې د مهمو خامو موادو د عرضې ګډوډي ښايي په نړۍ کې هره اونۍ تر ۱۰ میلیارده خوړو پورې اغېزمن کړي او بېوزله هېوادونه به تر ټولو ډېر زیان وویني. د "یارا" شرکت اجرائیه رئیس سویین توره هولسېتر بي بي سي ته ویلي، په خلیج کې جګړې او شخړو، چې د هرمز تنګي له لارې یې سمندري لېږد بند کړی، د نړۍ د خوړو تولید له خطر سره مخ کړی دی.
لنډې ویډیوګانې
بي بي سي پښتو اوس پر وټساپ هم شته
په خپل ګرځنډه ټلیفون کې د بي بي سي پښتو تازه خبرونه، څېړنیز رپوټونه او د افغانستان، پاکستان او نورې نړۍ په اړه ځانګړې معلوماتي لیکنې لوستلی شئ.
ځانګړي مطالب
پر اېچ ای وي اخته پاکستانۍ جنسي کاروباریانې خپلې کیسې کوي
"پخوا راته بېخي معلومه نه وه چې دې کار(جنسي کاروبار) سره داسې هم کېدای شي، کله چې پوه شوم نو ژوند مې تباه شوی و".
هغوی چې موسم سره د حساسیت له امله زکامېږي څه باید وکړي؟
د یوې نوې څېړنې پر بنسټ، هغه کسان چې د حساسیت لرونکي زکام له امله ځورېږي، باید د ۱۹۹۰ لسیزې په پرتله اوس د اوږدې مودې لپاره د دې ناروغۍ نښې ولري.
ځیرکې عینکې: د میټا کارکوونکو ادعا کړې چې د کاروونکو د جنسي اړیکو ویډیوګانې یې لیدلي دي
د امریکا ميټا شرکت تر فشار لاندې دی چې د هغې پرېکړې سپیناوی وکړي چې له مخې یې له یوه شرکت سره د همکارۍ لوی تړون لغوه کړی.
ولې دوستانه مصنوعي ځیرکتیا لرونکي چټباټونه ښايي لږ د باور وړ وي
نوې څېړنه ښيي هغه د مصنوعي ځیرکتیا چټباټونه چې له کاروونکو سره د تود، دوستانه او مهربان تعامل لپاره روزل شوي، ښايي د ناسمو معلوماتو وړاندې کولو ډېر احتمال هم ولري.
د بي بي سي د درس پروګرامونو ټولګه
د بي بي سي د درس پروګرامونو ټولګه
افغانستان لپاره د بيبيسي ټلوېزیوني خپرونې
بيبيسي نیوز افغانستان چې د سپوږمکۍ (سټلایټ) له لارې خپرېږي، د افغانستان، سیمې او نړۍ پر سیاست، اقتصاد، کلتور، لوبو او ټولنیزو چارو پام ساتي. دا خپرونې پر پښتو او دري ژبو خپرېږي .
غواړئ چې انټرنېټ مو ډېر مصرف نشي؟
د وېبسایټ هغه بڼه ولولئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي.
تازه خبرونه واورئ
راتلونکې برخه واورئ , خبرهای نیمه روز, ۱۳:۰۰, ۲ می ۲۰۲۶, ۱۴،۳۰ موده
تازه ترین اخبار از افغانستان، منطقه و جهان
واورئ, غرمني خبرونه, ۰۹:۳۰, ۲ می ۲۰۲۶, ۱۴،۳۰ موده
د افغانستان، سيمې او نړۍ وروستي خبرونه
واورئ, خبر او نظر, ۱۵:۳۰, ۱ می ۲۰۲۶, ۲۹،۳۰ موده
دا خپرونه له بي بي سي پښتو اورئ
واورئ, دویمه سترګه, ۱۵:۰۰, ۱ می ۲۰۲۶, ۳۰،۰۰ موده
ماښامنۍ خبري راډيويي خپرونه
نړۍ دا وخت
د بي بي سي پښتو ټلویزیوني خپرونه چې هره ورځ د افغانستان په شپږ بجو په ژوندۍ بڼه خپرېږي.











































