BBC News, پښتو - کور پاڼه
مهم خبرونه
ژوندۍ پاڼه, جې ډي ونس: که ایران تړون ته ژمن پاتې شي نړیوال اقتصاد ته د راستنېدو فرصت به ولري
د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ ویلي، د کېدونکي تفاهم له مخې ایران به اټومي وسله و نه لري خو تهران بیا په ځلونو ټینګار کړی چې د اټومي پروګرام پر سر خبرې اوس نه کېږي او کله چې تفاهم لیک لاسلیک شي نو وروسته به بیا په دې مخامخ خبرې او پریکړه کېږي. په ورته وخت کې امریکایي ولسمشر پر لبنان د اسراییلو بریدونه غندلي دي. د امريکا متحدو ایالتونو مرستيال ولسمشر جې ډي وينس بیا وايي، د امريکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ ښايي د جمعې تر ورځې مخکې له ايران سره د جګړې پای ته رسولو لومړني تړون سند خپور کړي.
د فوټبال نړيوال جام کې ارجنټاين الجزاير، ناروې عراق او فرانسې سېنېګال ته ماته ورکړه
د ۲۰۲۶ کال فوټبال نړیوال جام په نويو ګروپي سیالیو کې د فرانسې لوبډلې سېنېګال ته ۳-۱، ناروې عراق ته ۴-۱ او ارجنټاين الجزاير ته ۳-۰ ماته ورکړه.
د فوټبال په نړیوال جام کې لومړنی افغان لوبغاړی؛ ندیم امیري څومره پېژنئ؟
د نړيوال جام په تاریخ کې د لومړي ځل لپاره يوه افغان الاصله فوټبالر دغو سياليو ته لار موندلې ده. نديم اميري چې د جرمني تابعيت لري او له اصله افغان دی د ۲۰۲۶ کال د فوټبال نړيوال جام کې د جرمني لپاره لوبېږي.
"په کور او دفتر کې" د طالبانو پر حکومتي کارکوونکو د ځیرکو موبایلونو پر کارونې بندیز
بي بي سي په افغانستان کې د طالبانو حکومت هغو مکتوبونو ته لاسرسی موندلی چې پکې ویل شوي د پوځي کارکوونکو په ګډون د ټولو حکومتي کارکوونکو لخوا " په کور او ادارو کې" د ځیرکونو موبایلونو پر کارونې بندیز اعلان شوی دی. په دې مکتوبونو کې ویل شوي که چا له دې امره سرغړونه وکړه نو قانوني چلند به ورسره کېږي. دغه بندیز نن د جون ۱۶مه چې د ۱۴۴۷ هجري قمري کال د محرم میاشتې لومړۍ نېټه چې د طالبانو د حکومت د نوي کال پیل هم دی، رسما عملي کېږي.
هرات کې د حجاب پر سر له جنجال وروسته څه پېښ شوي؟
په هرات کې امنیتي چارواکو بي بي سي ته تائید کړې چې په دغه ښار کې یې د تېرې اوونۍ له لاریون وړاندې لږ تر لږه ۱۹ مېرمنې نیولې وې چې وروسته یې پرېښودې.
بي بي سي پښتو اوس پر وټساپ هم شته
په خپل ګرځنډه ټلیفون کې د بي بي سي پښتو تازه خبرونه، څېړنیز رپوټونه او د افغانستان، پاکستان او نورې نړۍ په اړه ځانګړې معلوماتي لیکنې لوستلی شئ.
ځانګړي مطالب
د مور ورځ څنګه رامنځته شوه؟
په نړۍ کې د مور ورځ پر بېلابېلو نېټو او ورځو نمانځل کېږي، کم داسې هېوادونه به وي چې دا ورځ به نه یادوي. په شمالي او جنوبي افریقا کې ډېری وخت د مې میاشتې دویمه یکشنبه د مور ورځې په نوم نمانځل کېږي خو په ځینو نورو ایالاتونو لکه مکسیکو، ګواتیمالا او االسوادور کې بیا له دې څو ورځې مخکې نمانځل کېږي. افغانستان کې دا ورځ د غبرګولي په ۲۴مه نمانځل کېږي. په نورو هېوادونو کې ورته بېلابېلې ورځې ځانګړې شوې دي.
د منځنیو پېړیو تر ټولو ستر مسلمان سیاح 'ګرځندوی' ابن بطوطه کیسه
د جون ۱۳مه ۱۳۲۵ کال کې، یو ځوان مراکشي عالم چې ابو عبدالله محمد بن بطوطه بلل کېده او په 'ابن بطوطه' مشهور دی، د اکتشاف په تاریخ کې د تر ټولو غیرعادي سفرونو له ډلې یو پیل کړ.
ايا ځينې کسان په طبیعي ډول په حساب کې کمزوري وي؟
حساب يا رياضي ځينو خلکو ته اسانه ښکاري او ځینې نور په کې ستونزه لري؟ که څه هم جينونه يا ارثي ځانګړتياوې ښايي په کې رول ولري خو دا يوازې د لویې معما يوه برخه ده چې د بيولوژۍ، سيکالوژۍ او چاپېریال يوه پېچلي جوړښت سره تړاو لري.
د بي بي سي د درس پروګرامونو ټولګه
د بي بي سي د درس پروګرامونو ټولګه
افغانستان لپاره د بيبيسي ټلوېزیوني خپرونې
بيبيسي نیوز افغانستان چې د سپوږمکۍ (سټلایټ) له لارې خپرېږي، د افغانستان، سیمې او نړۍ پر سیاست، اقتصاد، کلتور، لوبو او ټولنیزو چارو پام ساتي. دا خپرونې پر پښتو او دري ژبو خپرېږي .
غواړئ چې انټرنېټ مو ډېر مصرف نشي؟
د وېبسایټ هغه بڼه ولولئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي.
تازه خبرونه واورئ
راتلونکې برخه واورئ , غرمني خبرونه, ۰۹:۳۰, ۱۷ جون ۲۰۲۶, ۱۴،۳۰ موده
د افغانستان، سيمې او نړۍ وروستي خبرونه
واورئ, خبر او نظر, ۱۵:۳۰, ۱۶ جون ۲۰۲۶, ۲۹،۳۰ موده
دا خپرونه له بي بي سي پښتو اورئ
واورئ, دویمه سترګه, ۱۵:۰۰, ۱۶ جون ۲۰۲۶, ۳۰،۰۰ موده
ماښامنۍ خبري راډيويي خپرونه
واورئ, پښتو تلویزیون, ۱۳:۳۰, ۱۶ جون ۲۰۲۶, ۲۸،۰۰ موده
دا خپرونه له بي بي سي پښتو اورئ
نړۍ دا وخت
د بي بي سي پښتو ټلویزیوني خپرونه چې هره ورځ د افغانستان په شپږ بجو په ژوندۍ بڼه خپرېږي.













































