BBC News, پښتو - کور پاڼه

مهم خبرونه

  • ټرمپ

    ټرمپ او پزشکیان د تفاهم یادښت لاسلیک کړ

    وروسته له هغه چې سپینې ماڼۍ او د ایران حکومت د اوربند د تفاهم بشپړ متن خپور کړ، راپورونه ورکړل شول، چې د دواړو هېوادونو ولسمشرانو ډونلډ ټرمپ او مسعود پزشکیان دا لاسلیک کړی، او د دې تفاهم احکام اوس نافذ دي. د دې له مخې متحده ایالات او ایران ژمنه کوي چې د لبنان په ګډون په ټولو جبهاتو کې پوځي عملیات سملاسي پای ته ورسوي او د لبنان ځمکنۍ بشپړتیا تضمین کوي.

  • طالب تلفون سره

    د طالبانو د حکومت د اپلیکېشنونه کارونه او خوندیتوب

    د طالبانو د حکومت بېلابېلو ادارو په دې وروستیو کې د معلوماتو او چوپړونو لپاره د ځیرکو ټیلفونونو یو شمېر اپلیکېشنونه معرفي او خلکو ته یې د کارولو سپارښتنه کړې. له دې اپلیکېشنونو یو یې "ملي کلیزه" دی چې د نېټو او ورځ د معلومولو ترڅنګ، په دې اپلیکېشن کې پر نړیوالو ځواکونو او د پخواني حکومت پر سرتېرو د طالبانو د بریدونو نېټې او پېښې راټولې شوې، چې یو شمیر معلومات یې کره نه دي.

  • په انځور کې یوه مېرمنه ښکاري چې د ایران بېرغ یې په لاس کې نیولی دی.

    ایران څنګه له امریکا سره خپل تفاهم یوه بریا ګڼي؟

    ایراني مشرتابه هڅه کوي چې له متحده ایالاتو سره د تفاهم یادښت د شاتګ په توګه نه، بلکې د مقاومت او بریا د پایلې په توګه وړاندې کړي، خو دا دریځ په اسانۍ خلکو ته د منلو وړ نه ښکاري. هېواد تازه له یوې داسې جګړې راوتلی چې د پام وړ زیانونه یې ور اړولي دي، اقتصاد یې له سختو فشارونو سره مخامخ دی او د اسلامي جمهوریت د ملاتړو ځینې برخې له میاشتو راهیسې له واشنګټن سره د هر ډول جوړجاړي یا امتیاز ورکولو مخالفت کوي.

  • د هند لوبډله

    کرېکټ:هندوستان افغانستان ته د ۱۷۰ منډو په توپیر ماتې ورکړه

    د افغانستان کرېکټ ملي لوبډله د هند له ملي لوبډلې سره په دویمه یوه ورځنۍ لوبه کې د ۱۷۰ منډو په توپیر لوبه وبایلله. افغان لوبډلې د ټولو لوبغاړو په له لاسه ورکولو سره ۲۳۲ منډې جوړې. د افغان لوبغاړو ترمنځ په توپ وهنه کې رحمت شاه تر ټولو ډېرې ۷۹ منډې وکړې.

  • ليونل مېسي

    د فوټبال نړيوال جام کې ارجنټاين الجزاير، ناروې عراق او فرانسې سېنېګال ته ماته ورکړه

    د ۲۰۲۶ کال فوټبال نړیوال جام په نويو ګروپي‌ سیالیو کې د فرانسې لوبډلې سېنېګال ته ۳-۱، ناروې عراق ته ۴-۱ او ارجنټاين الجزاير ته ۳-۰ ماته ورکړه.

فوټبال نړیوال جام ۲۰۲۶

Skip لنډې ویډیوګانې and continue reading

لنډې ویډیوګانې

  • Kaaba
  • ندیم امیري
  • د موبایل او انټرنېټ ناسمه کارونه
  • بوټان
  • افغان کډواله
  • bbc
  • بیروت - لبنان د حزب الله پر اهدافو بریدونه
  • د کابل جلال اباد لویه لار - ترافیکي پېښه
  • یخ وهلی ماشوم

بي بي سي پښتو اوس پر وټساپ هم شته

په خپل ګرځنډه ټلیفون کې د بي بي سي پښتو تازه خبرونه، څېړنیز رپوټونه او د افغانستان، پاکستان او نورې نړۍ په اړه ځانګړې معلوماتي لیکنې لوستلی شئ.

ځانګړي مطالب

  • هرات ښار

    هرات کې د حجاب پر سر له جنجال وروسته څه پېښ شوي؟

    په هرات کې امنیتي چارواکو بي بي سي ته تائید کړې چې په دغه ښار کې یې د تېرې اوونۍ له لاریون وړاندې لږ تر لږه ۱۹ مېرمنې نیولې وې چې وروسته یې پرېښودې.

  • د طالبانو درېیو غړو مبایلونه په لاس کې نیولي دي

    "په کور او دفتر کې" د طالبانو پر حکومتي کارکوونکو د ځیرکو موبایلونو پر کارونې بندیز

    بي بي سي‌ په افغانستان کې د طالبانو حکومت هغو مکتوبونو ته لاسرسی موندلی چې پکې ویل شوي د پوځي کارکوونکو په ګډون د ټولو حکومتي‌ کارکوونکو لخوا " په کور او ادارو کې" د ځیرکونو موبایلونو پر کارونې بندیز اعلان شوی دی. په دې مکتوبونو کې ویل شوي که چا له دې امره سرغړونه وکړه نو قانوني چلند به ورسره کېږي. دغه بندیز نن د جون ۱۶مه چې د ۱۴۴۷ هجري قمري کال د محرم میاشتې لومړۍ نېټه چې د طالبانو د حکومت د نوي کال پیل هم دی، رسما عملي کېږي.

  • د آنا جارویس تور او سپین انځور

    د مور ورځ څنګه رامنځته شوه؟

    په نړۍ کې د مور ورځ پر بېلابېلو نېټو او ورځو نمانځل کېږي، کم داسې هېوادونه به وي چې دا ورځ به نه یادوي. په شمالي او جنوبي افریقا کې ډېری وخت د مې میاشتې دویمه یکشنبه د مور ورځې په نوم نمانځل کېږي خو په ځینو نورو ایالاتونو لکه مکسیکو، ګواتیمالا او االسوادور کې بیا له دې څو ورځې مخکې نمانځل کېږي. افغانستان کې دا ورځ د غبرګولي په ۲۴مه نمانځل کېږي. په نورو هېوادونو کې ورته بېلابېلې ورځې ځانګړې شوې دي.

  • مصر ته د ابن بطوطه د سفر یو کښل شوی انځور

    د منځنیو پېړیو تر ټولو ستر مسلمان سیاح 'ګرځندوی' ابن بطوطه کیسه

    د جون ۱۳مه ۱۳۲۵ کال کې، یو ځوان مراکشي عالم چې ابو عبدالله محمد بن بطوطه بلل کېده او په 'ابن بطوطه' مشهور دی، د اکتشاف په تاریخ کې د تر ټولو غیرعادي سفرونو له ډلې یو پیل کړ.

  • درس: منځنۍ دورې لپاره آنلاین زده کړې

    د بي بي سي د درس پروګرامونو ټولګه

    د بي بي سي د درس پروګرامونو ټولګه

افغانستان لپاره د بي‌بي‌سي ټلوېزیوني خپرونې

بي‌بي‌سي نیوز افغانستان چې د سپوږمکۍ (سټلایټ) له لارې خپرېږي، د افغانستان، سیمې او نړۍ پر سیاست، اقتصاد، کلتور، لوبو او ټولنیزو چارو پام ساتي. دا خپرونې پر پښتو او دري ژبو خپرېږي .

غواړئ چې انټرنېټ مو ډېر مصرف نشي؟

د وېب‌سایټ هغه بڼه ولولئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي.

تازه خبرونه واورئ

  • راتلونکې برخه واورئ , غرمني خبرونه, ۰۹:۳۰, ۱۸ جون ۲۰۲۶, ۱۴،۳۰ موده

    د افغانستان، سيمې او نړۍ وروستي خبرونه

  • واورئ, د اوونۍ بحث, ۱۶:۳۰, ۱۷ جون ۲۰۲۶, ۲۹،۳۰ موده

    د اوونۍ پر مهمو مسايلو تفصيلي بحث

  • واورئ, خبر او نظر, ۱۵:۳۰, ۱۷ جون ۲۰۲۶, ۲۹،۳۰ موده

    دا خپرونه له بي‌ بي سي پښتو اورئ

  • راديويي څپې

    نړۍ دا وخت

    د بي بي سي پښتو ټلویزیوني خپرونه چې هره ورځ د افغانستان په شپږ بجو په ژوندۍ بڼه خپرېږي.

    تر ټولو ډېر لوستل شوي