BBC News, پښتو - کور پاڼه

کالاس

ژوندۍ پاڼه,
اروپايي ټولنه: د ایران او امریکا اوربند کې باید لبنان هم شامل وي

د اروپایي ټولنې د بهرنۍ تګلارې مشرې پر لبنان د اسرائیلو د بریدونو د بندولوغوښتنه کړې ده او خبرداری یې ورکړی دی چې دا بریدونه د ایران او امریکا اوربند ته هم خطر پېښوي. ددې نه وړاندې ایران ویلي و چې د اسرائیل له خوا پر لبنان شوي بریدونه د ایران او امریکا ترمنځ د اوربند له هوکړې "ښکاره سرغړونه" ده . هاخوا بیا د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ خبرداری ورکړی چې امریکايي ځواکونه به د "واقعي تړون" تر پلي کېدو پورې د ایران شاوخوا پاتې شي.

مهم خبرونه

لنډې ویډیوګانې

  • لبنان
  • اټومي برید
  • غاده
  • ایران
  • Trump
  • کابل کې د ایسار سپي ژغورل
  • Keyframe #1
  • hdvhk
  • IRAN
  • floods
  • ماو نینګ

بي بي سي پښتو اوس پر وټساپ هم شته

په خپل ګرځنډه ټلیفون کې د بي بي سي پښتو تازه خبرونه، څېړنیز رپوټونه او د افغانستان، پاکستان او نورې نړۍ په اړه ځانګړې معلوماتي لیکنې لوستلی شئ.

ځانګړي مطالب

  • د عراق پلازمېنې بغداد کې د شېلي کېټلسن یو اخیستل شوی عکس

    عراق کې تښتول شوې امریکایي خبریاله خوشې شوه

    شیلي کېټلسن وړاندې په سوریې او عراق کې هم کار کړی دی.

  • دبئی

    پر دوبۍ د ایران جګړې اغېز؛ ګرځندوی صنعت او مسافر کارکوونکي له کومو ستونزو سره مخ دي؟

    تېر کال نږدې شل میلونه بهرنيو سیلانیانو دوبۍ ته سفر کړی و چې له امله یې دا ښار د نړۍ له تر ټولو ډېر لیدل کېدونکو ښارونو وشمېرل شو. خو له ایران سره د امریکا او اسرائیل جګړې دوبۍ ته د سېلانیانو پر ورتګ ډېر منفي اغېز کړی او ځایي کاروبارونه یې هم له سختو ستونزو سره مخ کړي دي. له روان حالته وړاندې به ماښام مهال د دوبۍ رستورانتونه له خلکو ډک وو؛ د سېلانیانو، سوداګرو او هلته د مېشتو وګړو ګڼه‌ګوڼه به پکې وه چې هېڅ مېز او څوکي به یې تش نه وو. خو اوس کیسه هغسې نه ده، ډېری رستورانتونه تش‌تور دي او د مشتریانو شمېر یې په چټکۍ سره راکم شوی دی.

  •  E-4B الوتکه انځور کې لیدل کېږي

    د اټومي بریدونو ضد د "قیامت ورځې" الوتکه

    دغه الوتکه چې په ۱۹۷۴ کال کې د سړې جګړې په اوج کې چمتو شوه، موخه یې د یوه داسې هوایي یا الوتونکي د قوماندې مرکز برابرول وو، چې که په امریکا کې وضعیت له کنټروله ووځي او پر ځمکه د امریکا د قوماندې او کنټرول مرکزونه له کاره ولوېږي، د کار وړ وي.

  • بینکاک کې یوه سیلانۍ

    یوازې سفر کوونکو ښځو ته تر ټولو خوندي پنځه هېوادونه کوم دي؟

    د هغو ښځو شمېر په ډېرېدو برېښي چې یوازې سفر کوي. د سېلانۍ او ګرځندوی خدمتونو وړاندې کوونکې اداره (ټور اپرېټرز) وايي چې په یوازې سفر کوونکو ښځو کې ډېرۍ یې هغه دي چې عمر یې له ۵۰ اوښتی او د سفر پرمهال کوم ملګري ته اړتیا نه لري. "د یوې ښځې لپاره یوازې سفر کول" دا هغه موضوع ده چې په تېرو پنځو کلونو کې د نړۍ په کچه په انلاین یا پرلیکه بڼه یې په پلټلو کې ۳۰ سلنه زیاتوالی ترسترګو شوی.

افغانستان لپاره د بي‌بي‌سي ټلوېزیوني خپرونې

بي‌بي‌سي نیوز افغانستان چې د سپوږمکۍ (سټلایټ) له لارې خپرېږي، د افغانستان، سیمې او نړۍ پر سیاست، اقتصاد، کلتور، لوبو او ټولنیزو چارو پام ساتي. دا خپرونې پر پښتو او دري ژبو خپرېږي .

غواړئ چې انټرنېټ مو ډېر مصرف نشي؟

د وېب‌سایټ هغه بڼه ولولئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي.

تازه خبرونه واورئ

  • راتلونکې برخه واورئ , غرمني خبرونه, ۰۹:۳۰, ۱۰ اپریل ۲۰۲۶, ۱۴،۳۰ موده

    د افغانستان، سيمې او نړۍ وروستي خبرونه

  • واورئ, خبر او نظر, ۱۵:۳۰, ۹ اپریل ۲۰۲۶, ۲۹،۳۰ موده

    دا خپرونه له بي‌ بي سي پښتو اورئ

  • راديويي څپې

    نړۍ دا وخت

    د بي بي سي پښتو ټلویزیوني خپرونه چې هره ورځ د افغانستان په شپږ بجو په ژوندۍ بڼه خپرېږي.

    تر ټولو ډېر لوستل شوي