BBC News, پښتو - کور پاڼه
تهران او واشنګټن د اوربند طرحه ترلاسه کړې، ایران وايی د خپلو ګټو په رڼا کې یې ورته ځواب چمتو کړی
رویټرز خبري اژانس وايي چې د امریکا متحدو ایالتونو او ایران له جګړې د لاس اخیستلو په تړاو له پاکستانه یوه طرحه ترلاسه کړې ده. رویټرز دا خبر د یوې باخبره سرچینې په حواله ورکړی دی. دې سرچینې رویټرز ته ویلي، د پاکستان د پوځ لوی درستیز فیلډمارشال عاسم منیر تېره "ټوله شپه" د امریکا له مرستیال ولسمشر جیډي وېنس، منځني ختیځ لپاره د ټرمپ له ځانګړي استازي سټیف ویتکاف او د ایران له بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي سره په اړیکه کې و. ویل کېږي د دې طرحې له مخې په دوو پړاو کې لومړی د سملاسي اوربند او ورپسې د یوې جامع هوکړې وړاندیز شوی دی.
مهم خبرونه
ژوندۍ پاڼه, د سپاه پاسداران د استخباراتو مشر مجید خادمي د امریکا او اسرائيل په برید کې وژل شوی
د ایران سپاه پاسداران ځواکونو تایید کړې چې د دوی د استخباراتو مشر مجید خادمي د امریکا او اسرائيل په برید کې وژل شوی دی. امریکا او اسرائيل له ایران سره د جګړې پر ۳۸مه ورځ د تهران بېلابېلو برخو کې سخت هوايي بریدونه کړي دي. په خپرو شویو تصویرونو کې ښکاري چې د تهران په لوېدیځ کې له ځینو سیمو لوګي پورته کېږي. په دغو بریدونو کې د شریف صنعتي پوهنتون ځینې برخې هم په نښه شوې دي.
په ایران کې د امریکا د هوايي ځواک افسر څنګه وژغول شو؟
د امریکا پوځ د الوتکې عمله غړی وروسته له هغه چې جنګي الوتکه یې د ایران په یوې لیرې سیمه کې وویشتل شوه، په ډېر ډراماتیک ډول وژغورل شو.
اسلاماباد: افغانستان کې مو ملکیان نه دي په نښه کړي
اسلام اباد د طالبانو د حکومت هغه ادعا رد کړې چې ګواکې د پاکستان په بریدونو کې له ۷۶۰ څخه زیات ملکي افغانان وژل شوي دي. پاکستان د طالبانو حکومت لخوا د یکشنبې پر ورځ له رسنیو سره شریک شوي مالومات او شمېرې "ناسمې او بې بنسټه" بللې دي.
د طالبانو حکومت ځواکونو او پاکستاني پوځ تر منځ خوست ولایت کې د تازه نښتو راپورونه ورکړل شوي
د افغانستان له ختیځ خوست ولایت څخه راپورونه وايي د طالبانو حکومت او پاکستاني ځواکونو تر منځ د ډيورنډ کرښې په اوږدو کې تېره شپه یو ځل بيا سختې نښتې شوې دي. په افغانستان کې د طالبانو حکومت تر کنټرول لاندې د باختر خبري اژانس د سرچینو له خولې ادعا کړې چې جګړه "پاکستاني پوځ پيل کړې" او د طالبانو حکومت یې ځواب ورکړی دی. دوی وايي، نښته هغه مهال پیل شوه چې پاکستاني لوري د تڼیو ولسوالۍ اړوند پر "ملکي خلکو" د توپونو مرمۍ وتوغولې.
جرمني کې نوی قانون: د ۱۷ او ۴۵ کلونو ترمنځ سړي د پوځ له اجازې پرته په اوږده سفر بهر نه شي تلی
د اوسنیو اصولو له مخې په عمومي ډول دا ډول اجازې ترلاسه کول اسانه دي ، خو دا معلومه نه ده که دا قانون ماتیږي حکومت به یې پلې کولو لپاره څه ډول ګامونه اخلي.
لنډې ویډیوګانې
بي بي سي پښتو اوس پر وټساپ هم شته
په خپل ګرځنډه ټلیفون کې د بي بي سي پښتو تازه خبرونه، څېړنیز رپوټونه او د افغانستان، پاکستان او نورې نړۍ په اړه ځانګړې معلوماتي لیکنې لوستلی شئ.
ځانګړي مطالب
کابل وايي پاکستاني بریدونو کې "په ټولیز ډول ۷۶۱ ملکي افغانان وژل شوي"
په افغانستان کې د طالبانو حکومت وايي د فبرورۍ په ۲۲ مه د پاکستان د بریدونو له پیل راهیسې په افغانستان کې ۷۶۱ ملکي وګړي وژل شوي دي. د پاکستان د اطلاعاتو فدرالي وزیر عطا تارړ بیا له خپل لوري ورکړ شوو شمېرو کې ویلي دي"د خوارجو او افغان د طالبانو۷۹۶ کسان یې وژلي دي او له ۱۰۰۰ زیات یې ژوبل کړې دي که څه هم د دواړو خواو ترمنځ له اختروروسته په عمومي ډول تاوتریخوالی راکم شوی خو بیا هم وخت نا وخت ډیورنډ کرښې ته څېرمه له پرتو سیمو نه د درنو وسلو د بریدونو راپورونه ورکول کېږي .
"څو شپې مې خوب نه دی کړی" ايرانيان د جګړې له امله د زياتېدونکې نهیلۍ کيسې کوي
تر هغه وخته چې جګړه د تهران په نورو سیمو کې روانه وه، نو د "ستارې" او د هغې د همکارانو پر ژوند یې اغیز کم و. خو کله چې هغې يو خطرناک ږغ واورېد، چې د دفتر ودانۍ یې ور ولړزول، نو یې همکارانو ته وويل: " فکر کوم د بم ږغ و."
ولې د وزن کمولو درملو کارول یوه چټکه حل لاره نه ده
سارا لی بروک د وزن کمولو درملو د بدلون راوستو او اغیزو مستقیمه تجربه لري. هغې د خپل بالغ عمر ډیره برخه له چاغښت سره تېره کړی او ګڼ شمېر رژیمونه یې ازمویلي دي.
چين د طالبانو حکومت او پاکستان ترمنځ خبرې مثبتې او د پرمختګ په حال کې بللي
د طالبانو د حکومت او پاکستان تر منځ د چین په ارومچي ښار کې د خبرو په دویمه ورځ کوربه بېجېنګ دا خبرې مثبتې او په پرلپسې ډول د پرمختګ په حال کې بللې دي. د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماو نینګ د جمعې پر ورځ (اپرېل درېیمه) په یوه خبري غونډه کې وویل، " د افغانستان او پاکستان ترمنځ خبرې په ثابت ډول مخته روانې دي."
افغانستان لپاره د بيبيسي ټلوېزیوني خپرونې
بيبيسي نیوز افغانستان چې د سپوږمکۍ (سټلایټ) له لارې خپرېږي، د افغانستان، سیمې او نړۍ پر سیاست، اقتصاد، کلتور، لوبو او ټولنیزو چارو پام ساتي. دا خپرونې پر پښتو او دري ژبو خپرېږي .
غواړئ چې انټرنېټ مو ډېر مصرف نشي؟
د وېبسایټ هغه بڼه ولولئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي.
تازه خبرونه واورئ
راتلونکې برخه واورئ , خبرهای نیمه روز, ۱۳:۰۰, ۶ اپریل ۲۰۲۶, ۱۴،۳۰ موده
تازه ترین اخبار از افغانستان، منطقه و جهان
واورئ, غرمني خبرونه, ۰۹:۳۰, ۶ اپریل ۲۰۲۶, ۱۴،۳۰ موده
د افغانستان، سيمې او نړۍ وروستي خبرونه
واورئ, خبر او نظر, ۱۵:۳۰, ۵ اپریل ۲۰۲۶, ۲۹،۳۰ موده
دا خپرونه له بي بي سي پښتو اورئ
واورئ, دویمه سترګه, ۱۵:۰۰, ۵ اپریل ۲۰۲۶, ۳۰،۰۰ موده
ماښامنۍ خبري راډيويي خپرونه
نړۍ دا وخت
د بي بي سي پښتو ټلویزیوني خپرونه چې هره ورځ د افغانستان په شپږ بجو په ژوندۍ بڼه خپرېږي.













































