BBC News, پښتو - کور پاڼه
ژوندۍ پاڼه, ایرانیانو ته د اسرائیلي پوځ خبرداری: نن اورګاډو کې سفر مه کوئ
اسرائیلي ځواکونو په ایران کې خلکو ته خبرداری ورکړی چې نن (سه شنبه) له اورګاډي کار وانخلي. په یوه پوسټ کې چې د پوځ د فارسي ژبې په خواله رسنیو خپور شوی، خلکو ته په ایران کې ویل شوي: "ستاسو د امنیت لپاره" له اورګاډي کارولو او سفر کولو ډډه وکړئ په ټول هېواد کې "تر ۲۱:۰۰ د ایران وخت پورې".
مهم خبرونه
افغانستان کې سېلابونو لسګونه کسان مړه او ژوبل کړي
افغانستان کې د طالبانو حکومت چارواکي وايي د تېرې شپې ورښتونو کې یوازې د هېواد په ختیځ ولایت ننګرهار کې لږ تر لږه ۱۳ تنو خپل ژوند بایللی او یو شمېر نور ژوبل شوي دي.
د اسټرالیا تر ټولو ویاړلی ژوندی سرتېری په افغانستان کې د جنګي جرمونو په تور نیول شوی
د استرالیا تر ټولو ویاړلی ژوندی سرتېری بن رابرټس سمېت، نيول شوی او ټاکل شوې چې په افغانستان کې د جګړې د جرمونو په تور محاکمه شي. د راپورونو له مخې، رابرټس سمېت چې په ۲۰۱۳ کال کې د اسټرالیا له دفاعي ځواکونو وتلی، د سېډني په هوايي ډګر کې نیول شوی او ټاکل شوې ده چې د سې شنبې په ورځ په محکمه کې د پنځو قتلونو په تور چې د جګړې جرمونه بلل کېږي، محاکمه شي.
چین کې د کابل او اسلام اباد خبرې، دواړه لوري پر څه ټینګار لري؟
په افغانستان کې د طالبانو حکومت او پاکستان د استازو ترمنځ چین کې پر دوشنبه په پنځمه ورځ هم خبرې روانې وې. له پرله پسې هڅو سره سره دواړه خواوې د خبرو دجزییاتو په اړه له څه ویلو ډډه کوي. یوې باخبرې سرچینې تایید کړې چې له اوله سره د چین حکومت " نه غوښتل چې دا خبرې رسنیزې شي".
پاکستان ولې د متحده عرب اماراتو پور بېرته ورکوي؟
پاکستانیو رسنیو د دغه هېواد د حکومتي سرچینو له خولې ویلي، اسلام اباد پرېکړه کړې، چې د متحده عرب اماراتو د درې نیم میلیاردو ډالرو پور په بشپړه توګه د روانې اپرېل میاشتې تر پایه ورکړي. ویل شوي چې په دغو پیسو کې ۴۵۰ میلیونه ډالر په ۱۹۹۶ او ۱۹۹۷ کال کې د یوه کال لپاره اخیستل شوي وو، خو دا دی څو لسیزې پرې تېرې شوې دي.
په ایران کې د امریکا د هوايي ځواک افسر څنګه وژغول شو؟
د امریکا پوځ د الوتکې عمله غړی وروسته له هغه چې جنګي الوتکه یې د ایران په یوې لیرې سیمه کې وویشتل شوه، په ډېر ډراماتیک ډول وژغورل شو.
لنډې ویډیوګانې
بي بي سي پښتو اوس پر وټساپ هم شته
په خپل ګرځنډه ټلیفون کې د بي بي سي پښتو تازه خبرونه، څېړنیز رپوټونه او د افغانستان، پاکستان او نورې نړۍ په اړه ځانګړې معلوماتي لیکنې لوستلی شئ.
ځانګړي مطالب
یوازې سفر کوونکو ښځو ته تر ټولو خوندي پنځه هېوادونه کوم دي؟
د هغو ښځو شمېر په ډېرېدو برېښي چې یوازې سفر کوي. د سېلانۍ او ګرځندوی خدمتونو وړاندې کوونکې اداره (ټور اپرېټرز) وايي چې په یوازې سفر کوونکو ښځو کې ډېرۍ یې هغه دي چې عمر یې له ۵۰ اوښتی او د سفر پرمهال کوم ملګري ته اړتیا نه لري. "د یوې ښځې لپاره یوازې سفر کول" دا هغه موضوع ده چې په تېرو پنځو کلونو کې د نړۍ په کچه په انلاین یا پرلیکه بڼه یې په پلټلو کې ۳۰ سلنه زیاتوالی ترسترګو شوی.
کابل وايي پاکستاني بریدونو کې "په ټولیز ډول ۷۶۱ ملکي افغانان وژل شوي"
په افغانستان کې د طالبانو حکومت وايي د فبرورۍ په ۲۲ مه د پاکستان د بریدونو له پیل راهیسې په افغانستان کې ۷۶۱ ملکي وګړي وژل شوي دي. د پاکستان د اطلاعاتو فدرالي وزیر عطا تارړ بیا له خپل لوري ورکړ شوو شمېرو کې ویلي دي"د خوارجو او افغان د طالبانو۷۹۶ کسان یې وژلي دي او له ۱۰۰۰ زیات یې ژوبل کړې دي که څه هم د دواړو خواو ترمنځ له اختروروسته په عمومي ډول تاوتریخوالی راکم شوی خو بیا هم وخت نا وخت ډیورنډ کرښې ته څېرمه له پرتو سیمو نه د درنو وسلو د بریدونو راپورونه ورکول کېږي .
"څو شپې مې خوب نه دی کړی" ايرانيان د جګړې له امله د زياتېدونکې نهیلۍ کيسې کوي
تر هغه وخته چې جګړه د تهران په نورو سیمو کې روانه وه، نو د "ستارې" او د هغې د همکارانو پر ژوند یې اغیز کم و. خو کله چې هغې يو خطرناک ږغ واورېد، چې د دفتر ودانۍ یې ور ولړزول، نو یې همکارانو ته وويل: " فکر کوم د بم ږغ و."
ولې د وزن کمولو درملو کارول یوه چټکه حل لاره نه ده
سارا لی بروک د وزن کمولو درملو د بدلون راوستو او اغیزو مستقیمه تجربه لري. هغې د خپل بالغ عمر ډیره برخه له چاغښت سره تېره کړی او ګڼ شمېر رژیمونه یې ازمویلي دي.
افغانستان لپاره د بيبيسي ټلوېزیوني خپرونې
بيبيسي نیوز افغانستان چې د سپوږمکۍ (سټلایټ) له لارې خپرېږي، د افغانستان، سیمې او نړۍ پر سیاست، اقتصاد، کلتور، لوبو او ټولنیزو چارو پام ساتي. دا خپرونې پر پښتو او دري ژبو خپرېږي .
غواړئ چې انټرنېټ مو ډېر مصرف نشي؟
د وېبسایټ هغه بڼه ولولئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي.
تازه خبرونه واورئ
راتلونکې برخه واورئ , خبرهای نیمه روز, ۱۳:۰۰, ۷ اپریل ۲۰۲۶, ۱۴،۳۰ موده
تازه ترین اخبار از افغانستان، منطقه و جهان
واورئ, غرمني خبرونه, ۰۹:۳۰, ۷ اپریل ۲۰۲۶, ۱۴،۳۰ موده
د افغانستان، سيمې او نړۍ وروستي خبرونه
واورئ, خبر او نظر, ۱۵:۳۰, ۶ اپریل ۲۰۲۶, ۲۹،۳۰ موده
دا خپرونه له بي بي سي پښتو اورئ
واورئ, دویمه سترګه, ۱۵:۰۰, ۶ اپریل ۲۰۲۶, ۳۰،۰۰ موده
ماښامنۍ خبري راډيويي خپرونه
نړۍ دا وخت
د بي بي سي پښتو ټلویزیوني خپرونه چې هره ورځ د افغانستان په شپږ بجو په ژوندۍ بڼه خپرېږي.













































