رومانیايي سفیر افریقایان له بیزوګانو سره تشبیه کړي، رومانیا بښنه غوښتې

رومانیا په کینیا کې خپل سفیر وروسته تر هغه وروغوښتی او بښنه یې غوښتې چې افریقایان یې له بیزوګانو سره تشبیه کړي وو.‌

ډراګوس ټیګاو دا څرګندونې د اپرېل پر ۲۶مه د کېنیا پلازمېنې نایروبي یوه غونډه کې چې د ملګرو ملتونو په یوه ودانۍ کې جوړه شوې وه، کړې دي.

د فرانسې د خبري اژانس د رپوټ له مخې، ټیګاو ویلي کله چې ده له کړکۍ نه بهر بیزو ولیده "افریقايي ډلې له موږ سره یوځای شوې".

د ټیګاو د دې رویې په اړه لومړی د پنجشنبې په ورځ د کېنیا د بهرنیو چارو یوه چارواکي کاماو ماچاریا پرده پورته کړه.‌

ماچاریا پر ټوېټر ویلي، د پېښې په اړه "حیران او خپه" دی او ادعا یې کړې چې د ښاغلي ټیګاو د دې کړنې د پټولو هڅې کېږي.

د کېنیا "سټنډرډ" ورځپاڼې ویلي، افریقايي ډیپلوماتانو د جمعې په ورځ د ډاګیزې بښنې غوښتنه وکړه او ټینګار یې دا و چې ځانګړې بښنه کافي نه وه.

رومانیا د شنبې په ورځ وویل، له پېښې یوازې روانه اونۍ خبر شوي او اوس یې "د خپل سفیر ور بللو لپاره ګامونه اخیستي".

د رومانیا د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې راغلي "په ټینګه د دې وضعیت په اړه پښېمانه یو او ټولو اغېزمنو شویو ته خپله بښنه وړاندې کوو".

همدارنګه زیاتوي "هر ډول توکمپاله څرګندونې او رویه په مطلق ډول د منلو نه ده" او هیله یې دا ده چې د سفیر دا چلن له افریقايي هېوادونو سره ‌پر اړیکو کوم اغېز ونه کړي.

رومانیا په اساسي ډول له افریقايي هېوادونو سره په اروپايي ټولنه کې د خپل غړیتوب ملګرتیا لري، خو له مصر او نورو هېوادونو سره دوه اړخیزه سوداګري هم لري.

د کېنیا حکومت د ښاغلي ټیګاو د غوښتل کېدو پر پرېکړې غبرګون نه دی ښودلی.‌

د رومانیا خبري رسنیو د ټیګاو پر چلن نیوکه کړې او ویلي یې دي دا لومړی ځل نه دی چې هېواد یې د دیپلوماتانو له لاسه له ښکنځاوو کړېږي.