له بوکو حرامه تښتېدلي او له لوږې سره مخ

د ویډیو تشریح، له بوکو حرامه تښتېدلي او له لوږې سره مخ
د خپرېدو وخت

له بوکو حرامه تښتېدلي، اوس له لوږې سره لاس او ګرېوان دي. ملګري ملتونه وايي له سلو زرو زيات نايجېريايان خوړو ته بيړنۍ اړتيا لري.

نایجېريا کې د ميليونونو خلكو په اړه تازه خبرداری ورکړل شوی چې د خوړو له سخت کمښت سره مخامخ دي. ملګري ملتونو خبرداری ورکړی چې له سل زرو زيات خلک، چې ډېری يې ماشومان دي، که مرستې ور ونه رسېږي، ښايي د لوږې له لاسه مړه شي. د دې کړکېچ کچه په داسې وخت کې رابرسېره کېږي، چې د نايجېريا پوځ په کې هغو سيمو ته په يون کې دی چې پخوا پرې د بوکو حرام ډلې اورپکي واکمن وو.

دا راپور چې د نايجېريا له بورنو ايالته دی، داسې انځورونه په کې دي چې ښايي درته خواشينوونکي وي.