کورونا وېروس پر دماغ څه اغېز کوي؟
د خپرېدو وخت
په نړۍ کې څه باندې لس میلیونه خلک په کورونا وبا اخته شوي دي، خو موږ تر اوسه لا نه پوهېږو چې دغه وېروس له دې ناروغۍ د روغو شویو خلکو پر مغز څه ډول اوږد مهاله اغېز کوي. په لندن کې د مختصصانو یوه ډله، په دې باور ده چې کورونا وبا ښايي په ځینو خلکو کې د سکتې او نور عصبي زیان سبب شي. دغه رپوټ د روغتیايي برخې خبریال فرګس واش دی.