"پاکستاني طالبانو سره د مذاکراتو پر ځای حساب پکار دی"
د خپرېدو وخت
د پاکستان د قامي اسمبلۍ غړی او د ملي جمهوري غورځنګ مشر محسن دوړ وایي، د پاکستاني حکومت او پاکستاني طالبانو (ټي ټي پي) ترمنځ د مذاکراتو مخالف دی.
نوموړي له بي بي سي پښتو انلاین سره ځانګړې مرکه کې ویلي، پاکستاني طالبانو سره باید مذاکراتو نه، بلکې حساب وشي.
زموږ همکار حمید شجاع له محسن سره پر ګڼو موضوعاتو خبرې کړې دي.