په خیبر پښتونخوا کې د بېړني حالت اعلانېدو ته غبرګونونه

د عکس سرچینه، Getty Images
د بي بي سي پښتو په دې پاڼه کې د پاکستان د فدرالي حکومت لخوا په خیبر پښتونخوا کې د بېړني حالت په اړه بېلابېل غبرګونونه او نور تازه جزییات لوستلی شئ.
- د پاکستان بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار چې مرستیال لومړي وزیر هم دی، په خیبر پښتونخوا کې د اضطراري حالت او د والي واکمنۍ د اعلانېدو د پرېکړې دفاع کړې او ویلي یې دي چې "له حکومت سره له بېړني حالت پرته بل هېڅ غوراوی نه و پاتې."
- د لاهور لوړې محکمې د وکیلانو ټولنې یا بار اسوسیېشن اعلان کړی چې په خیبرپښتونخوا کې د بېړني حالت او والي واکمنۍ د اعلانېدو پرېکړه به په محاکمو کې ننګوي.
- د دغې ټولنې مشر بابر مرتضی د دوشنبې پر ورځ خپره کړې اعلامیه کې ویلي: "د لاهور د لوړې محکمې د وکیلانو ټولنه د دغه غیر قانوني اقدام خلاف لوړو محکمو کې ته عریضه کوي."
- د پاکستان د اطلاعاتو وفاقي وزیر عطاالله تارړ د نړیوالو رسنیو استازو ته د خبرو پر مهال ادعا کړې چې په خیبر پښتونخوا کې د اضطراري حالت او والي واکمنۍ له نافذېدو وروسته، اعلی وزیر سهیل اپریدی د امن او نظم د ګډوډېدو د احتمال په تړاو د اندېښنو له کبله نیول شوی دی. پاکستان تحریک انصاف ګوند (پيټيای) د اکتوبر له څلورمې نېټې په خېبر پښتونخوا کې لاریون (لانګ مارچ) پیل کړی و، خو تېره ورځ (یکشنبه د اکتوبر ۱۱مه) په دغه ایالت کې بېړنی حالت او د والي واکمني اعلان شوه او سهیل اپریدی ونیول شو.
- د پاکستان پخواني ولسمشر عارف علوي خیبر پښتونخوا کې د بېړني حالت د اعلانېدو او د پيټيای د ایالتي حکومت د بېواکه کولو پر پرېکړې سخت غبرګون ښودلی او دا یې پاکستان کې "د جمهوریت پر تابوت وروستی مېخ" بللی دی. هغه پر ایکس یوه خپره کړې اعلامیه کې ویلي، د اسلام اباد "جعلي حکومت" پر هغه ایالت قبضه وکړه چې د هغه د خلکو د رایو دوه پر درېیمه برخه یې "غلا" نه شوه کړای.










