دغه پاڼه نوره نه تازه کېږي. لطفاً د تازه خبرونو لپاره بي بي سي پښتو پاڼه وګورئ.
ټرمپ: له ایران سره جګړه پای ته رسېدلې؛ ایران: د هوکړې لاسلیک د وخت په اړه ادعاوې یوازې اټکلونه دي
ډونلډ ټرمپ له هغه وروسته چې خبریالانو ته یې وویل له ایران سره تفاهم نهایي شوی، په یوه ټاکنیزه غونډه کې چې له لېرې یې ګډون پکې کاوه، ته وویل: ''تاسو خبر یاست، موږ نن له ایران سره جګړه پای ته ورسوله.'' هغه دغه راز په سپینه ماڼۍ کې خبریالانو ته وویل چې د نوموړي مرستیال، جي ډي وېنس، ښايي په څو راتلونکو ورځو کې په یوه اروپايي ښار کې د دې تفاهم د لاسلیک په مراسمو کې ګډون وکړي. خو د ایران بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایي ویلي چې د دې تفاهم مواد او جزئیات لا هم د ''نظام په بېلابېلو برخو کې'' تر ارزونې لاندې دي، او د دې تفاهم د لاسلیک د وخت او ځای په اړه هر ډول خبرونه یوازې اټکلونه دي.
لنډیز
- "د ټرمپ اداره غواړي ځینې ایراني کډوال د مرکزي افریقا جمهوریت ته ولېږي"
- ټرمپ: له ایران مو سره جګړه پای ته ورسېده
- د سنګاپور د تېلو زېرمې نژدې د ۱۳ کلونو تر ټولو ټیټې کچې ته راښکته شوې
- چین او روسیې د پوځي عملیاتو د درولو او د خبرو اترو د دوام غوښتنه وکړه
- ایران د پوځي مخامختیا په حال کې د اوربند 'بېګټې' بولي
- د ایران او امریکا تازه شخړې د نفتو بیې لوړې کړې
- کویت د ایران بریدونو له کبله په موقت ډول هوايي حریم تړلی
- سپاه: د اردن هوايي اډه کې مو د امریکا جنګي الوتکې په نښه کړې
- سپاه: هېڅ بېړۍ دې له لنګرځایونو (بندرونو) نه خوځېږي
ژوندی پوښښ
وروستی, د ایران صدا وسیما: شاوخوا ۵۰ کښتۍ له هرمز تنګي د تېرېدو د اجازې په تمه دي

د عکس سرچینه، Getty Images
د ایران صدا و سیما ادارې ویلي چې "شاوخوا ۵۰ کښتۍ" د هرمز په تنګي کې تم دي، چې د سپاه پاسداران سمندري ځواکونو له خوا د تېرېدو اجازه ورکړل شي.
په ورته وخت کې، د فارس خلیج د اوبو لارې د مدیریت ادارې پرون اعلان کړی و چې له امریکا سره د رامنځته شویو ترینګلتیاوو له امله دغه تنګی تر بلې خبرتیا پورې د سوداګریزو کښتیو او تېل وړونکو ټانکرونو پر مخ تړل شوی دی.
دې ادارې ویلي وو هغه کښتۍ چې د "تېرېدو اجازه" ترلاسه کوي، باید د نورو لارښوونو په تمه پاتې شي.
د ایران د پوځ د لوی درستیزۍ رئیس او همغږۍ مرستیال حبیبالله سیاري هم ویلي دي:
"د هرمز تنګي لوېدیځه برخه، خپله تنګی او د فارس خلیج د سپاه پاسداران سمندري ځواکونو تر کلک کنټرول لاندې دي او د هرمز تنګي ختیځه برخه او د هند سمندر شمال د ایران د پوځ د سمندري ځواکونو تر کنټرول لاندې دي. هېڅ کښتۍ زموږ له اجازې پرته دې تنګي ته داخلېدای نه شي."
وروستی, تسنیم او فارس: د احتمالي هوکړې متن لا هم د ایران د صلاحیت لرونکو مراجعو له خوا نه دی تایید شوی
تسنیم خبري اژانس او فارس خبري اژانسونه- چې د سپاه پاسداران پورې تړلې دي، وایي چې له امریکا سره د احتمالي تفاهم متن "لا هم د ایران د صلاحیت لرونکو مراجعو له خوا په وروستي ډول نه دی تایید شوی."
تسنیم په خپل راپور کې د بېنومه باخبره سرچینو له قوله ویلي چې ډونلډ ټرمپ په وروستیو ورځو کې د فشار، ګواښ او نظامي اقدام ترڅنګ او د قطري منځګړیتوب له لارې هڅه وکړه چې د ایران دریځ بدل کړي، خو په پای کې ایران دغه نوي بدلونونه ونه منل.
دغه اژانس وایي: "سره له دې، دا متن لا هم په ایران کې د اړوندو بنسټونو له خوا د څېړنې او نهايي کېدو اړتیا لري او تر هغه وخته نورې اټکلونه او خبرونه معتبر نه دي."
فارس خبري اژانس هم ویلي چې د ځینو غوښتنو په اړه امریکا شاتګ کړی، خو "تر اوسه هېڅ رسمي توافق نه دی شوی". دا اژانس زیاتوي چې د سویس کې د لاسلیک یا حضوري لیدنې په اړه هر ډول اټکلونه یوازې د امریکایي وړاندیزونو او هيلو ناسم تعبیر دی.
تېره شپه، له هغه وروسته چې دونالد ټرمپ د ایران سره د احتمالي هوکړې په اړه لومړني څرګندونې وکړې، د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایي وویل چې د توافق د وخت او ځای په اړه ادعاوې یوازې رسنیز اټکلونه دي، او تر هغه چې د ایران اړوند مراجع د متن د ټولو برخو په اړه وروستۍ پرېکړه ونه کړي، د لاسلیک او ځای په اړه خبرې ګټه نه لري.
خو له دې سره سره، څو ساعته مخکې د امریکا ولسمشر ویلي و چې له ایران سره توافق نهايي شوی او "له ایران سره جګړه مو پای ته رسولې ده".
هغه همدارنګه په سپینه ماڼۍ کې خبریالانو ته ویلي چې د امریکا مرستیال ولسمشر جې ډي ونس ښايي څو ورځې وروسته په یوه اروپایي ښار کې د دغه توافق د لاسلیک په مراسمو کې ګډون وکړي.
ټرمپ ټینګار کړی چې د ایران د جنوبي بندرونو سمندري کلابندۍ به تر هغه وخته پورې په بشپړ ډول دوام وکړي چې چې دغه توافق نهايي نه شي.
وروستی, "د ټرمپ اداره غواړي ځینې ایراني کډوال د مرکزي افریقا جمهوریت ته ولېږي"

د عکس سرچینه، Getty Images
د دوو وکیلانو او یو باخبره چارواکي په وینا، د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ اداره پلان لري چې یو شمېر ایراني وګړي او نور کډوال د مرکزي افریقا جمهوریت ته وباسي؛ هغه هېواد چې له کلونو راهیسې له بېثباتۍ، تاوتریخوالي او پراخ فقر سره مخ دی.
د وکیلې امیلي تراسل په وینا، چې د دغو کسانو د یوې برخې استازولي کوي، په هغو ایرانیانو کې چې د اخراج له خطر سره مخ دي، دوه ښځې هم دي چې که ایران ته ستنې شي، له شکنجې او بد چلن سره د مخ کېدو احتمال لري.
هغې رویټرز ته ویلي چې له دې ښځو یوې مسیحیت منلی او بله د ډیموکراسۍ پلوی فعاله ده.
رویټرز لیکلي چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت او د مرکزي افریقا جمهوریت، چې له امریکا سره د درېیمو هېوادونو د کډوالو د منلو په یوه وروستي هوکړه کې شامل دی، د دې خبر د تایید یا تشریح لپاره د خبري اژانس پوښتنو ته ځواب نه دی ویلی.
یو باخبره چارواکي ویلي چې د دې هوکړې له مخې لومړنۍ الوتنه چې د مرکزي افریقا جمهوریت پر لور به ترسره شي، شاوخوا ۲۰ کسان انتقالوي، چې پکې د ایرانیانو ترڅنګ د سوریې او افغانستان یو شمېر وګړي هم دي.
د دوو وکیلانو په وینا، دا الوتکه ښايي د پنجشنبې په ورځ خپل سفر ترسره کړي.
امیلي تراسل ویلي چې دا دوه ایراني ښځې د ۲۰۲۴ کال د نومبر په میاشت کې امریکا ته د ننوتلو پر مهال نیول شوې وې. هغې زیاته کړې چې هغوی په امریکا کې د پنا غوښتنه کړې وه او د یوې کډوالۍ قاضي له خوا ورته د "اخراج ځنډ" په نوم قانوني ملاتړ ورکړل شوی و.
معنا دا چې د کډوالۍ قاضیان دې پایلې ته رسېدلي وو چې په ایران کې د دوی د شکنجې یا بد چلن احتمال له ۵۰ سلنې ډېر دی.
وروستی, مصر له ایران او امریکا وغوښتل چې د هوکړې لپاره له "موجوده فرصته" ګټه واخلي
مصر له ایران او امریکا غوښتنه کړې چې د جګړې د پای ته رسولو لپاره د یوې هوکړې د ترلاسه کولو په موخه له "موجوده فرصته استفاده وکړي.
د مصر د بهرنیو چارو وزارت دا غوښتنه په یوه اعلامیه کې وروسته له هغه وکړه چې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د ایران پر ضد د لا زیاتو بریدونو په اړه خپله پخوانۍ ګواښنه بېرته واخیسته.
بقايي: د توافق د زمان او مکان په هکله ادعاوې یوازې رسنیز اټکلونه دي

د عکس سرچینه، LightRocket via Getty
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایي په یوه ټیلیفوني مرکه کې وویل چې سره له دې چې قطر او پاکستان د منځګړیتوب هڅې کوي، خو د مذاکراتو دیپلوماتیک بهیر د امریکا د کړنو له امله اغېزمن شوی دی.
بقایي ټینګار وکړ چې د تفاهم ډېره برخه متن نهايي شوې ده، خو د امریکا د متضادو دریځونو له امله د تفاهم ترلاسه کول له ګډوډۍ او خنډونو سره مخ شوي دي.
هغه په دې مرکه کې وویل:
''د تړون د وخت او ځای په اړه ادعاوې یوازې د رسنیو اټکلونه دي او تر هغه چې د نظام اړوند مراجع د تړون د متن پر ټولو برخو وروستۍ موافقې ته ونه رسېږي، د لاسلیک د څرنګوالي او ځای په اړه خبرې کول ګټه نه لري.''
بقایي زیاته کړه چې د تفاهم متن له مخکې زموږ لپاره روښانه و، خو امریکایي لوري هر ځل ''نامعقوله غوښتنې'' مطرح کولې او بیا یې ټینګار وکړ چې ایران به د فشار او ګواښ لاندې له خپلو اصولي دریځونو او ''سرو کرښو'' څخه شاتګ ونه کړي.
ټرمپ: له ایران مو سره جګړه پای ته ورسېده
د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ یو ځل بیا د ایران په هکله خبرې کړې او وايي، امریکا نن ''له ایران سره جګړه پای ته ورسوله.''
ټرمپ څو ساعته مخکې اعلان کړی و چې دواړه خواوې د جګړې درولو لپاره پر یوه ''ډېر قوي تفاهملیک'' موافقې ته رسېدلي دي.
ولسمشر، چې د جورجیا ایالت والي برېټ جونز د انتخاباتي غونډې لپاره له لیرې یې وینا کوله، وویل:
''نه پوهېږم چې تاسې اورېدلي که نه، خو موږ نن له ایران سره جګړه پای ته ورسوله. هغوی موافقه کړې چې هېڅکله به اتومي وسلې نه لري، او دا هماغه څه دي چې موږ پرې ټینګار درلود؛ اصلي هدف همدا و. ۹۵سلنه موضوع همدا وه.''
هغه زیاته کړه:
''نن موږ له ایران سره یوې موافقې ته ورسېدو. موږ یوه مهمه هوکړه وکړه. هېڅ اتومي وسله به نه وي. خلک به ډېر ژر خپلو کورونو ته ستانه شي. دا تقریباً بشپړ شوی دی. موږ خپلو ټولو هدفونو ته ورسېدو.''
دا څرګندونې وروسته له هغه وشوې چې ټرمپ د پنجشنبې په ورځ غرمه پر ایران نور بریدونه لغو کړل او خبریالانو ته یې وویل چې د واشنګټن، تهران او د سیمې د ځینو نورو هېوادونو ترمنځ یوه هوکړه شوې ده، خو د هغې د شرایطو جزئیات یې بیان نه کړل.
تر اوسه ایران دغه تفاهم نه دی تائید کړی، او ټرمپ پر ټولنیزو رسنیو لیکلي چې تر هغه وخته به چې «دا موضوع نهايي شي»، له ایراني بندرونو د وتونکو او ورغلو بېړیو کلابندي روانه وي.
له ایران سره د احتمالي هوکړې په تړاو د قطر امیر او ټرمپ ترمنځ ټیلیفوني خبرې شوې

د عکس سرچینه، Reuters
د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ وايي، نن یې په ټوله سیمه کې له خپلو متحدینو سره خبرې کړې، چې د قطر امیر شیخ تمیم بن حمد آل ثاني هم پکې شامل دی.
قطر حکومت وايي، په دې خبرو کې دواړو مشرانو د امریکا او ایران ترمنځ خبرو ''ارزونه'' کړې.
د قطر امیر رسنیز دفتر په اعلامیه کې ویل شوي، په دې خبرو کې"دوی د هغو مشورو او تفاهمونو پایلوارزونه کړې چې د امریکا متحده ایالاتو او د ایران اسلامي جمهوریت ترمنځ شوي دي، چې د خبرو د بهیرپه چوکاټ کې وړاندې شويوتفاهمونو کې پرمختګ ته یېلاره هواره کړې ده."
اعلامیه زیاتوي:
''د امریکا ولسمشر اعلان کړی چې ترلاسه شوې موافقه د ټولو اړوندو لوریو لخوا تائید شوې او دا بهیر د قطر په ګډون د یو شمېر وروڼو او ملګرو هېوادونو په همکارۍ او ملاتړ ترسره شوی دی. هغه زیاته کړې چې د تړون د وروستیو پړاوونو د بشپړولو لپاره هڅې لا هم روانې دي، چې د دې تړون د لاسلیک لپاره د چمتووالي لومړني ګامونه اعلان شي.''
وروستی, د ولسمشر ټرمپ تازه څرګندونې
د ایران پر ضد د تازه بریدونو له ګواښ او بیا ترې ډډې کولو له اعلان وروسته د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ وايي، تهران او واشنګټن یو ځل بیا هوکړې ته نژدې شوي دي. دلته د نوموړي هغه څرګندونې دي، چې لږ مخکې یې د سپینې ماڼۍ اوول دفتر کې وکړې.
- له نور تفصیل پرته خپلو پخوانیو څرګندونو ته په اشارې سره، ټرمپ وویل چې د هرمز تنګی ''له څو میاشتو راهیسې پرانیستې دی او تاسې (خبریالان) پرې خبر نه یاست''
- ده وویل چې له ایران سره د هوکړې اړوند اسناد ''نږدې بشپړ شوي'' او ''ژر به پای ته ورسېږي''
- هغه زیاته کړه چې ښايي د هوکړې لاسلیک د همدې اوونۍ په پای کې په اروپا کې وشي
- خو ټرمپ وویل، نه غواړي د هوکړې لپاره مشخصه نېټه وټاکي: ''دا مهمه نه ده، ځکه چې حتماً به لاسلیک شي''
- ټرمپ ادعا وکړه چې د ایران مذهبي مشر هم په دې هوکړه موافقه کړې ده
- هغه زیاته کړه، چې پر هوکړه له لاسلیک وروسته به امریکا سملاسي د هرمز تنګي سمندري کلابندي ختمه کړي، او زیاته یې کړه چې ایران هم د اټومي وسلو نه جوړولو ته غاړه ایښې ده
- ټرمپ د تفاهم دغه یاداښت ''ډېر پیاوړې'' او ''ډېر مفصل'' یاد کړ، خو دا یې هم وویل چې دا یو ډول ''تر یو حده تصوراتي'' تفاهم دی
وروستی, هغه څلور دلیلونه چې ایران او امریکا ته یې د اوربند ساتل ګران کړي دي
د مطلب په اړه جزییات - Author, لوییس باروچو

د عکس سرچینه، Atta Kenare / AFP via Getty Images
د اوربند هغه هوکړه چې د تېرې اپرېل میاشتې په لومړیو کې د امریکا او ایران ترمنځ وشوه، اوس داسې ښکاري چې په سيمه کې د بریدونو له یوې نوې څپې وروسته له زیاتېدونکي فشار سره مخ ده.
د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ او لوړ پوړو ایرانیو چارواکو له تازه بریدونو وروسته یوه بل ته نوي ګواښونه کړي دي.
تېره چهارشنبه امریکا وویل چې په خلیج کې یې د یوې چورلکې له نسکورېدو وروسته د ایران پوځي او د رادار مرکزونه په بریدونو کې په نښه کړي دي.
د ایران انقلابي ځواکونو یا سپاه پاسداران یې په غچ کې په بحرین او اردن کې پر امریکايي اډو حملې وکړې او کوېت هم وویل چې پر دغه هېواد د یوه بل برید مخه یې نیولې ده.
د بریدونو دا تازه څپه له هغه څو ورځې وروسته پیل شوه چې ایران د تېرې یکشنبې په ورځ پر اسرائيلو د توغندیو ګوزارونه وکړل.
اسرائيلو یې په ځواب کې د ایران په مرکز او لوېدیځ کې ځينې هدفونه بمبار کړل. دا د اوربند له پیل راهیسې د دغو دواړو هېوادونو ترمنځ پر یوه بل د بریدونو لومړۍ مستقیمه تبادله وه.
ټرمپ بیا پر دواړو خواو غږ کړی و چې "ډزې" و دروي.
وروستی, ټرمپ د خارګ ټاپو د نیولو له ګواښ وروسته: نه پوهېږم امریکا دې کار ته چمتو ده که نه
د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ څو ساعته وروسته له هغه چې د خارګ ټاپو د نیولو ګواښ کړی و، د دې کار د عملي کېدو په اړه زړه-نازړه شوی او ویې ویل چې ډاډه نه دی امریکا د داسې پوځي عملیاتو لپاره "چمتو" یا "لېواله" ده که نه.
هغه له "فاکس نیوز" شبکې سره په مرکه کې وویل چې امریکا تېره شپه پر ایران ۲۵۰ میلیون ډالري بمونه غورځولي او یو ځل بیا یې د خارګ ټاپو د نیولو خپل ګواښ تکرار کړ.
په ورته وخت کې ټرمپ زیاته کړه: "زه ډاډه نه یم چې هېواد به د دې کار لپاره تیاری ولري، که څه هم دا یو ښه نظر دی".
ښاغلي ټرمپ څو ساعته مخکې په یوه پیغام کې ویلي وو چې امریکا به په نژدې راتلونکي کې خارګ ټاپو او د ایران نور د تېلو بنسټیز تاسیسات تر خپل کنټرول لاندې راولي.
وروستی, خارګ ټاپو: د ایران د تېلو صادراتو د مرکز په اړه څومره پوهېږئ؟
د ویډیو تشریح، ولې خارګ ټاپو د ایران لپاره حیاتي دی خارګ د مرجانو یو ټاپو دی چې یوازې ۲۰ کیلومتره مربع مساحت لري او په جنوب لوېدیځ ایران کې موقعیت لري، چې د ایران په اداري وېش کې د بوشهر ولایت پورې اړه لري.
دلته هوسۍ د نفتو د تاسیساتو ترڅنګ ګرځي. دغه ټاپو د هوسیو د ژوند او زېږېدنې لپاره مناسب ځای دی. څو کاله وړاندې هوسۍ دې ټاپو ته راوړل شوي او د وروستیو راپورونو له مخې د هوسیو شمېر د ټاپو له ظرفیت زیات شوی دی.
خارګ ټاپو د ایران لپاره اقتصادي ارزښت ډېر لوړ لري، په ځانګړي توګه د نفتو د صادراتو له نظره، ځکه چې خارګ د ایران د نفتو د صادراتو اصلي ترمینل دی.
خارګ د هېواد د سوځېدونکو نفتو په سوېلي سیمو کې د نژدېوالي، د سمندري موقعیت ښه والي او د لویو نفتو ټانکرونو لپاره کافي ژوروالي له امله، د خامو نفتو د صادراتو او بارولو لپاره تر ټولو مناسب ځای ګڼل شوی دی.
خارګ د ایران د نفتو په میدانو کې د مرکزي ځای په توګه ګڼل کېږي، له همدې امله د خارګ تر ټولو مهمه ځانګړنه د نفتو د ذخیره کولو او صادراتو لپاره د غوره ځای لرل دي.
وروستی, جاپان: د هرمز تنګي پر کړکېچ سربېره د تېلو کافي زېرمې لرو

د عکس سرچینه، Getty Images
د عکس تشریح، لومړۍ وزیرې ویلي چې د جون په ۱۳مه به اروپا ته سفر وکړي او د بریتانیا او ایټالیا له مشرانو سره تر لیدنو وروسته به د جي اوه سرمشریزه کې ګډون وکړي. د جاپان لومړۍ وزیرې سناې تاکایچي اعلان کړی چې هېواد یې د ایران د جګړې او د منځني ختیځ د روان کړکېچ سره سره د بدیلو خامو تېلو وارداتو او ستراتیژیکو زېرمو په کارولو سره د ۲۰۲۸ کال د مارچ تر پایه د تېلو باثباته اکمالات خوندي کړي دي.
نوموړې د پنجشنبې په ورځ د کابینې غونډې ته وویل چې د جاپان د انرژۍ د خوندیتوب پخوانی اټکل شاوخوا یو کال نور هم غځول شوی او حکومت په روانه میاشت کې د تېلو د اضافي زېرمو د خوشې کولو پلان نه لري.
د هغې په وینا، جاپان د جون میاشتې لپاره د تېر کال د منځني میاشتني مصرف ۸۰ سلنه او د جولای لپاره ۱۰۰ سلنه معادل بدیل اکمالات برابر کړي دي. هغې زیاته کړه چې د جولای په میاشت کې به له امریکا د خامو تېلو واردات د تېر کال د میاشتني اوسط په پرتله له لسو چنده زیات وي.
د زېرمو کارول
جاپان د منځني ختیځ د کړکېچ له امله د رامنځته شویو اکمالاتي ستونزو د جبران لپاره خپلې ستراتیژیکې زېرمې کاروي. د مارچ په ۱۶مه یې د هېواد د شاوخوا ۵۰ ورځني مصرف معادل تېل بازار ته وړاندې کړل.
وروسته یې د تېل تولیدوونکو هېوادونو سره په ګډو زېرمو کې ساتل شوي د پنځو ورځو معادل ذخایر هم وکارول او د مې له لومړۍ نېټې راهیسې یې د نورو ۲۰ ورځو معادل زېرمو د کارولو لړۍ پیل کړه.

د عکس سرچینه، Getty Images
د ۲۰۱ ورځو معادلې زېرمې
د جاپان د اقتصاد، سوداګرۍ او صنعت وزارت د معلوماتو له مخې، د جون تر اتمې نېټې پورې دغه هېواد د ۲۰۱ ورځو د تېلو مصرف معادل ذخایر لرل.
له دې جملې، ۱۰۷ ورځې د حکومت په زېرمو کې، ۹۲ رځې د خصوصي شرکتونو په زېرمو کې او درې ورځې د تېل تولیدونکو هېوادونو سره په ګډو زېرمو کې ساتل شوې وې.
جاپان په ۲۰۲۵ کال کې د خپلو خامو تېلو ۹۴ سلنه له منځني ختیځه وارد کړي وو. د دغو وارداتو ۹۳ سلنه د هرمز تنګي له لارې ترسره کېدل، هغه مهم سمندري مسیر چې د سیمې د کړکېچ له امله تر سخت فشار لاندې دی.
د G7 په غونډه کې د جاپان دریځ
لومړۍ وزیرې ویلي چې د جون په ۱۳مه به اروپا ته سفر وکړي او د بریتانیا او ایټالیا له مشرانو سره تر لیدنو وروسته به د جي اوه سرمشریزه کې ګډون وکړي.
هغې وویل چې په دغه غونډه کې به د هرمز تنګي په څېر مهمو سمندري لارو کې د آزاد او خوندي تګ راتګ، د ستراتیژیکو تېلو زېرمو د پیاوړتیا او د تېل تولیدونکو او مصرفوونکو هېوادونو ترمنځ د لا پراخې همکارۍ غوښتنه وکړي.
وروستی, د امریکا او ایران بریدونو ته نړیوال غبرګونونه
هند: هند امریکا تورنه کړه چې پر درېیمې کښتۍ یې برید کړی چې هندي ماڼوګان پکې سپاره وو. د هند د بهرنیو چارو وزارت امریکا تورنه کړې چې نن سهار یې د عمان د شیناس بندر ته نژدې پر درېیمې کښتۍ، چې هندي سمندري کسان پکې سپاره وو، برید کړی دی.
د هند د سمندري چارو وزارت د معلوماتو له مخې، د "جالویر" په نوم کښتۍ چې د ګیني بېساو بیرغ یې لېږداوه، ۲۰ هندي سمندري کسان پکې وو او برید پرې وشو. ویل کېږي چې ټول عمله روغه ده او د هغوی د ایستلو عملیات لا هم روان دي.
سعودي عربستان: ریاض د ایران له لوري پر بحرین، اردن او کویت بریدونه غندلي او د منځني ختیځ د جګړې د پای ته رسولو لپاره یې د پاکستان او قطر په منځګړیتوب د خبرو د بیا پیل غوښتنه وکړه.
د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیان کې د "تاوتریخوالي د کمولو او زغم" پر اړتیا ټینګار کړی او له ټولو لورو یې غوښتنه کړې چې د ډیپلوماسۍ لارې ته بېرته ستانه شي او هغه رغنده خبرې بیا پیل کړي چې د پاکستان په ملاتړ او د قطر د هڅو ترڅنګ روانې دي.
اردن: د اردن پوځ د پنجشنبې په ورځ اعلان وکړ چې له ایرانه توغول شوي "۲۰ توغندي" یې شنډ کړي او له منځه وړي دي؛ د ایران سپاه پاسداران مخکې ویلي وو چې په هغه هېواد کې یې د امریکا یو قوماندې مرکز هدف ګرځولی دی.
د اردن د پوځ په بیان کې راغلي: "د پنجشنبې پر سهار، د هوایي دفاع سیسټمونو او د اردن شاهي هوایي ځواکونو د ایران له خوا پر ازرق سیمې توغول شوي ۲۰ توغندي تعقیب او ویشتلي دي".
دا سیمه له پلازمېنې عمان ښاره شاوخوا ۸۰ کیلومتره ختیځ ته موقعیت لري.
وروستی, ایراني رسنۍ: هرمز تنګي ته نژدې د چاودنو غږونه اورېدل شوي
د ایران نیمه رسمي خبري اژانس "مهر" راپور ورکړی چې هرمز تنګي ته څېرمه د سیرک ښار په شاوخوا کې د چاودنو غږونه اورېدل شوي دي.
په راپور کې ویل شوي چې د ایران په سوېلي هرمزګان ولایت کې د سیرک ولسوالۍ ته نژدې څو چاودنې اورېدل شوې، خو لا نه ده روښانه شوې چې د چاودنو لامل څه و.
بيبيسي ته دا راپور په خپلواکه توګه نه دی تایید شوی او نه هم امریکا او نه ایران په رسمي ډول په دې اړه کومې مستقیمې څرګندونې کړې دي چې برید شوی یا نه.
وروستی, ټرمپ وايي امریکا به نن شپه ایران 'ډېر سخت وولي' او د خارګ ټاپو نیولو ګواښ یې کړی

د عکس سرچینه، Getty Images
د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ ویلي چې متحده ایالات به نن شپه پر ایران "ډېر سخت برید" وکړي او ګواښ یې کړی چې د ایران د نفتو د صادراتو مهم "خارګ ټاپو" به تر خپل کنټرول لاندې راولي.
هغه زیاته کړې چې په نژدې راتلونکي کې به امریکا د ایران د تېلو او ګازو په بازارونو "بشپړ کنټرول" ولري.
دا څرګندونې وروسته له هغې شوې چې امریکا تایید کړه عمان ته څېرمه یې پر یوې کښتۍ برید کړی، چې پکې درې هندي سمندري کسان وژل شوي وو.

د عکس سرچینه، Truth Social
وروستی, امریکا فارس خلیج کې پر درېیمې کښتۍ برید تایید کړ

د عکس سرچینه، US Centcom
د عکس تشریح، د امریکا پوځ پر "ستهبلو" کښتۍ د برید ویډیو خپره کړه امریکا منلې ده چې د اېم ټي جالویر په نامه یوه کښتۍ یې ویشتلې ده، چې د ګیني بیساو بیرغ پرې رپېده.
د امریکا مرکزي قوماندانۍ (سېنټکام) ویلي چې دغه کښتۍ د "سمندري کلابندۍ د ماتولو" په هڅه کې وه او غوښتل یې د ایران تېل د عمان سمندر له لارې انتقال کړي.
د سېنټکام په وینا، دا برید د روانې اونۍ په ترڅ کې په فارس خلیج کې د امریکا له خوا پر کښتیو د هدف ګرځولو درېیمه پېښه ده.
امریکا تر دې مخکې پر اېم ټي ماریواکس او اېم ټي ستالې کښتیو هم بریدونه کړي دي.
وروستی, هند پر یوه سوداګریزه بېړۍ د امریکا برید کې د درېیو هندي سمندري ماڼوګانو مړینه تایید کړه
د هند د بندرونو او سمندري ترانسپورت وزیر ویلي چې درې هندي سمندري کارکوونکي د عمان سمندرګي په ساحلونو کې پر یوې سوداګریزې کښتۍ تر برید وروسته وژل شوي دي.
د هند وزیر سرباناندا سونوال په یوه بیان کې د اېمټي ستالی کښتۍ ته په اشارې، چې د پالاو بیرغ پرې رپېده ویلي: "دا ډېره د خواشینۍ خبره ده چې دا پېښه رامنځته شوه".
هغه زیاته کړه چې د درې هندي سمندري کارکوونکو مړي، چې مخکې ورک ګڼل شوي وو، موندل شوي او د هغوی مړینه تایید شوې ده.
وزیر وویل چې د هند حکومت د قربانیانو له کورنیو سره خپله خواخوږي څرګندوي او امر یې کړی چې ژغورل شوي عمله ژر تر ژره هېواد ته ستانه شي، او د وژل شویو کسانو مړي د خاورو سپارلو لپاره هند ته ولېږدول شي.
د هند د بهرنیو چارو وزارت له دې برید وروسته په نوي ډیلي کې یو لوړپوړی امریکایي ډیپلومات احضار کړی او د دې اقدام په اړه یې خپل "سخت اعتراض" ثبت کړی دی.
دا په یوه اونۍ کې دویم راپور شوی برید دی چې امریکا د یوې تجارتي کښتۍ پر ضد کړی، چې ډېری عمله یې هندي وګړي وو.
تر دې مخکې، د جون په ۸مه، د عمان چارواکو ۲۴ هندي سمندري کارکوونکي د MT Marivox له ټانکره ژغورلي وو، چې وروسته له هغه د امریکا د برید له امله اور اخیستی و.
وروستی, د سنګاپور د تېلو زېرمې نژدې د ۱۳ کلونو تر ټولو ټیټې کچې ته راښکته شوې
د مطلب په اړه جزییات - Author, جېسلین لېر او ټریکسي یاپ

د عکس سرچینه، Getty Images
- د درنو تېلو زېرمې د نژدې اتو کلونو تر ټولو ټیټې کچې ته رسېدلې دي.
- د ډیزلو او جېټ سونتوکو زېرمې د درې میاشتو تر ټولو ټیټې کچې ته نږدې دي.
- د سپکو سونتوکو زېرمې لږ څه لوړې شوې دي.
د رسمي معلوماتو له مخې، د اسیا په مهم سوداګریز مرکز سنګاپور کې د نفتي محصولاتو زېرمې د منځني ختیځ د روانې شخړې له امله نژدې د ۱۳ کلونو تر ټولو ټیټې کچې ته راټیټې شوې دي. د دې کمښت اصلي لامل د پاتې شونو یا درنو تېلو د زېرمو چټک کمېدل بلل شوي دي.
د سينګاپور تشبث د معلوماتو له مخې، د جون تر ۱۰مې پورې په یوه اونۍ کې د سنګاپور د نفتي محصولاتو ټولې ځمکنۍ زېرمې ۳۴.۴۱ میلیونه بېرله وې، چې د ۲۰۱۳ کال له جولای راهیسې تر ټولو ټیټه کچه ده.
د نړۍ په مهمو زېرمو مرکزونو کې د تېلو زېرمې مخ په کمېدو دي، ځکه چې د امریکا او ایران د جګړې له امله د منځني ختیځ ډېری صادرات لا هم محدود شوي دي.
د درنو پاتې شونو تېلو زېرمې، چې عموماً د بېړیو د سونتوکو یا د تصفیهځایونو د خامو موادو په توګه کارېږي، د جون تر ۱۰مې ۱۴.۸۴ میلیونه بېرلو ته راټیټې شوې، چې نژدې د اتو کلونو تر ټولو ټیټه کچه ده.
د درنو نفتي محصولاتو خالص واردات د تېرې اونۍ پرتله ۳۶.۳ سلنه کم شوي او له منځني ختیځه د وارداتو په کچه کې کوم زیاتوالی نه دی لیدل شوی.

د عکس سرچینه، Getty Images
د سپارټا کموډیټیز شنونکو ویلي: "وروستي جریانونه د امریکا د درنو صادراتو او د بېړیو د بیا ځای پر ځای کېدو له امله تر یوه حده ثابت پاتې شوي، خو دا یوازې لنډمهاله ملاتړ دی".
هغوی زیاته کړې: "زېرمې مصرفېږي، مهم سوداګریز مرکزونه د خپلو عملیاتي لږ تر لږه حدونو ته نږدې کېږي او د هرمز تنګي په شاوخوا کې جیوپولیټیکي خطرونه لا هم نه دي حل شوي."
د تېلو سوداګر اټکل کوي چې د لوېدیځ له لوري د نویو اکمالاتو په راتګ سره به د درنو تېلو زېرمې بېرته لوړې شي.
په همدې حال کې، د منځنیو سونتوکویا اېمډي زېرمې لا نورې هم کمې شوې او د درېیو میاشتو تر ټولو ټیټې کچې ته نژدې شوې دي، سره له دې چې د ډیزلو او جېټ سونتوکو خالص صادرات زیات شوي دي.
په سنګاپور کې د ډیزلو او جېټ سونتوکو زېرمې شاوخوا ۶.۹ میلیونه بېرله ثبت شوې، په داسې حال کې چې یوه اونۍ مخکې ۷.۳ میلیونه بېرله وې.
د ډیزلو خالص صادرات د تېرې اونۍ پرتله نژدې پنځه برابره ډېر شوي، خو ټول واردات ۴۲ سلنه راکم شوي دي.
د وارداتو اصلي برخه له هند، سوېلي کوریا او اندونیزیا راغلې ده.
وروستی, پر کړکېچونو سربېره؛ درې د مایع طبیعي ګاز بېړۍ له هرمز تنګي تېرې شوې

د عکس سرچینه، Getty Images
د بېړیو د څار معلومات ښيي چې درې د مایع طبیعي ګاز لېږدوونکې بېړۍ، چې د یوې مودې لپاره یې د موقعیت معلومولو سیستمونه بند کړي وو، له هرمز تنګي تېرې شوې او د اسیا پر لور روانې شوې دي.
د رویټرز د راپور له مخې، دا پرمختګ په داسې حال کې رامنځته شوی چې امریکا او ایران د دویمې پرلهپسې ورځې لپاره پر یو بل هوايي بریدونه کړي او په سیمه کې د سمندري تګ راتګ د امنیت په اړه اندېښنې زیاتې شوې دي.
د کواټر انرجي تر مدیریت لاندې د لیبرتاه او راشده په نوم دوې بېړۍ او د ابو ظبۍ د تېلو ملي شرکتونو تر مدیریت لاندې د ماریګولډ په نوم بېړۍ د هرمز له تنګي تر تېرېدو وروسته د پاکستان، هند او سوېل ختیځې اسیا پر لور روانې شوې دي.
د معلوماتو له مخې، د فبرورۍ میاشتې په وروستیو کې د جګړې له پیل راهیسې لږ تر لږه ۱۲ د مایع طبیعي ګاز کارګوګانې د هرمز له تنګي تېرې شوې دي.
