تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
پاکستان کې د افغان محصلینو د عریضې په تړاو د لاهور عالي محکمې موقت حکم: 'هېڅ طبي کالج به څوک نه باسي، دا د دولتي امنیت موضوع نه ده'
د پاکستان لاهور عالي محکمې د پنجاب ایالت ټولو طبي کالجونو ته په موقت ډول امر کړی چې افغان محصلین له تعلیمي ادارو ونه باسي او د هغوی امتحانونه لغو نه کړي.
د جمعې په ورځ قاضي خالد اسحاق د څه باندې ۳۰ افغان طبي محصلینو پر عریضو اورېدنه وکړه. دغو محصلینو محکمې ته ویلي، چې د پاکستان عامې روغتیا او غاښونو درملنې شورا (پي ایم ډي سي) د لارښوونو له صادرېدو وروسته، بېلابېلو طبي کالجونو هغوی د زده کړو له دوام څخه منع کړي دي.
د سپټمبر په لومړۍ نېټه د پاکستان د عامې روغتیا او غاښونو درملنې شورا (پي ایم ډي سي) د څانګې مشر یو رسمي حکم صادر کړ چې له مخې یې په پاکستان کې د دولتي او خصوصي طبي پوهنتونونو او کالجونو افغان محصلینو ته ویل شوي چې دغه هېواد پرېږدي.
د پي ایم ډي سي په لارښوونه کې له دولتي او خصوصي طبي پوهنتونونو او کالجونو غوښتل شوي چې له پالیسۍ سره سم افغان محصلینو ته اړین اسناد او اجازې برابرې کړي او د هغوی د بېرته ستنېدو په بهیر کې مرسته وکړي.
د پي ایم ډي سي ویاند بي بي سي ته تائید کړې وه چې دا لیک د هېواد ټولو دولتي او خصوصي پوهنتونونو ته لېږل شوی دی. د پي ایم ډي سي د راجسترار ډاکټر ریحان په وینا: "دا خبرتیا د حکومتي لارښوونو او پالیسۍ له مخې په ټول پاکستان کې خپره شوې او د هېواد ټول طبي کالجونه او پوهنتونونه باید پرې عمل وکړي."
د بي بي سي اردو څانګې د خبریالانو اسد صهیب او محمد زبیر خان په تازه رپوټ کې ویل شوي، د جمعې ورځې د محکمې د اورېدنې پر مهال، د پي ایم ډي سي مدافع وکیل محکمې ته وویل چې افغان محصلین د اعتبار وړ ویزې نه لري، له همدې امله د هغوی د استوګنې او زده کړو په برخه کې ستونزې رامنځته شوې دي.
په ځواب کې قاضي خالد اسحاق پوښتنه وکړه چې که د محصلینو د ویزو ستونزه وه، نو بیا هغوی ته د داخلې پر مهال د زدکړو ویزې څنګه ورکړل شوې؟
محکمې څرګنده کړه چې ځینې محصلین له څلورو کلونو راهیسې په زده کړو بوخت دي، خو اوس د هغوی د ایستلو پرېکړه کېږي. قاضي خالد اسحاق وویل چې د محصلینو پر وړاندې له هر ډول اقدام مخکې باید لږ تر لږه د هغوی دریځ اورېدلی شوی وای.
نوموړي دغه راز وویل: "تر پرون پورې دا خوښ او منل شوي محصلین وو، خو نن پالیسي بدله شوې ده."
د پي ایم ډي سي وکیل استدلال وکړ چې په ټوله نړۍ کې دا اصل منل شوی چې هېڅوک د قانوني او معتبرې ویزې پرته په یوه هېواد کې نه شي پاتې کېدای.
خو محکمې وویل چې که موخه د دغو محصلینو بېرته لېږل وي، نو لږ تر لږه باید هغوی ته اجازه ورکړل شي چې خپلې طبي زده کړې بشپړې کړي.
د اورېدنې پر مهال د پي ایم ډي سي وکیل دا موضوع له ملي امنیت سره وتړله، خو قاضي خالد اسحاق څرګنده کړه چې په ظاهره دا د ملي امنیت موضوع نه ښکاري.
محکمې امر وکړ چې تر راتلونکې اورېدنې پورې هېڅ طبي کالج نشي کولای کوم افغان محصل وشړي او نه هم د هغه ازموینې لغو کړي.
وروسته د لاهور هایکورټ د دغو عریضو د لا زیاتې څېړنې لپاره اورېدنه تر راتلونکې جمعې ورځې وځنډوله.
د بهرنیو چارو وزارت دریځ
له دې مخکې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي و، په دغه هېواد کې پر افغان محصلینو بشپړ بندیز نه دی لګېدلی، او هغه افغان محصلین چې قانوني ویزه لري او د پوهنتونونو په رسمي پروګرامونو کې ثبت دي، کولی شي خپلو زده کړو ته دوام ورکړي.
اسلاماباد کې اوونیزې خبري غونډې ته وینا کې د پاکستان بهرنیو چارو وزارت ویاند له پاکستاني روغتیايي تعلیمي ادارو د افغان محصلینو د ایستلو په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل:
''که کوم محصل په پاکستان کې د یوې تحصیلي درجې په پروګرام کې شامل وي او معتبره ویزه ولري، نو کولای شي په پاکستان کې پاتې شي او خپلې زده کړې روانې وساتي. خو که کوم افغان محصل له پوهنتون سره راجستر نه وي یا قانوني ویزه ونه لري، نو د همدې کټګورۍ لپاره اوسني احکام نافذېږي.''
د پاکستان بهرنیو چارو وزارت دا څرګندونې وروسته له هغې وکړې چې په دې وروستیو کې د پاکستان په بېلابېلو طبي کالجونو کې د افغان محصلینو په اړه خبرتیاوې خپرې شوې وې، چې د پاکستان د روغتیايي او غاښونو درملنې شورا (پي ایم ډي سي) د لارښوونو په حواله له افغان محصلینو غوښتل شوي وو چې دغه هېواد پرېږدي.
یو شمېر افغان محصلينو چې بي بي سي ورسره خبرې کړې وې ویلي و، افغان محصلينو ته یې ۲۴ ساعته وخت ورکړی و چې بوهنتونونه پرېږدي.
خو د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند وايي، ''کله چې یو کس د نړۍ کوم هېواد ته سفر کوي، ویزه د یوه ځانګړي هدف لپاره ورکول کېږي، نو هغه یوازې د هماغه هدف اړوند فعالیت ترسره کولای شي چې ویزه ورته صادره شوې وي.''
هغه زیاته کړه چې یادې خبرتیاوې د پي اېم ډي سي له خوا صادرې شوې دي او باید له همدې ادارې وپوښتل شي چې ایا ټول یاد محصلین معتبرې ویزې لري او په رسمي تعلیمي پروګرامونو کې ثبت دي که نه.
بل لور پاکستان کې د افغان محصلینو موضوع په اړه، د پي ایم ډي سي مشر پروفیسر رضوان راج بي بي سي ته وویل:
''موږ یوازې د حکومت د پرېکړو پلي کوونکي یو؛ تاسې باید د دې موضوع په اړه له حکومت سره اړیکه ونیسئ.''
د افغانستان او پاکستان د اړیکو په اړه د یوې بلې پوښتنې په ځواب کې نوموړي وویل:
''د پاکستان او افغانستان ترمنځ پخوانۍ اړیکې شته او افغانستان دښمن هېواد نه دی. اوسنی بنسټیز اختلاف دا دی چې د افغانستان اوسنی حکومت د ترهګرۍ په اړه د پاکستان اندېښنې په سمه توګه نه درک کوي. تر هغه چې دا ستونزې کمې نه شي، د دواړو هېوادونو ترمنځ عادي اړیکې به په بشپړه توګه نه شي ټینګېدای.''
د پاکستان د عامې روغتیا او غاښونو درملنې شورا ویاند بي بي سي اردو ته تائید کړې چې د دوی ادارې د هېواد ټولو دولتي او خصوصي پوهنتونونو ته دغه رسمي لارښوونه لېږلې ده.
د یادې شورا راجسترار، ډاکټر ریحان، وايي، ''دا اعلامیه د حکومت د لارښوونو او پالیسۍ له مخې په ټول پاکستان کې خپره شوې ده، او د هېواد ټول طبي کالجونه او پوهنتونونه به پرې عمل کوي.''
هغه زیاته کړه چې د دې حکم پلي کول د پاکستان د ټولو طبي زدکړو بنسټونو لپاره لازمي دي.
د یادونې وړ ده چې د سپټمبر په لومړۍ نېټه د پاکستان روغتیايي او د غاښونو درملنې شورا (پي ایم ډي سي) یوامر خپورکړ، چې له مخې یې په دولتي او خصوصي طبي پوهنتونونو او کالجونو کې له افغان محصلینو غوښتل شوي وو چې پاکستان پرېږدي.
پي ایم ډي سي دغه راز له طبی پوهنتونونو او کالجونو غوښتي وو چې د پالیسۍ له مخې افغان محصلینو ته اړین اسناد او اجازې برابرې کړي او د دوی د بېرته ستنېدو په بهیر کې ورسره مرسته وکړي.
د یوې طبي پوهنتون مشر هم تائید کړه چې د پي ایم ډي سي لارښوونې ور رسېدلې دي او تعلیمي ادارو د شورا د سپارښتنو له مخې یې د افغان محصلانو د معلوماتو راټولول پیل کړي دي.
هغه وویل: "زموږ په لیسانس او لوړو زکړو پروګرامونو کې یو شمېر افغان محصلان وو. که څه هم موږ ته د معلوماتو د وړاندې کولو لارښوونه شوې وه، خو دا نه وو راته ویل شوي چې ولې دا ګام اخیستل کېږي".
د پاکستان دې پرېکړې پاکستان کې دننه، افغانستان او په نړیواله کچه خورا پراخ غبرګونونه راوپارول.
په اسلاماباد کې د افغانستان سفارت په دې هکله ''ژوره اندېښنه'' ښودلې وه. په یوه اېکس پیغام کې چې د سفارت پر پاڼه تېره ورځ خپور شوي، له پاکستاني چارواکو غوښتل شوي و، چې: "د پوهې، زدکړې او بشري اړیکو په څېر حیاتي برخې باید له سیاسي اختلافاتو خوندي وساتل شي. تحصیلي او علمي فرصتونه باید د سیاسي اختلافاتو یا تحولاتو له امله اغېزمن نه شي".
په افغانستان کې د طالبانو حکومت د لوړو زدکړو وزارت ویلي و، چې په بهرنیو هېوادونو کې د زد کړو او علمي فعالیتونو پر مهال له ستونزو سره مخ افغان محصلانو او استادانو ته به په هېواد کې لازمې اسانتیاوې برابرې شي. د یاد وزارت په وینا افغان محصلانو ته به د خپلو زدکړو د دوام او استادانو ته به په هېواد کې د تدریس او علمي فعالیتونو د دوام زمینه برابره شي.
په همدې حال کې د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د طب په برخه کې د افغان محصلینو د ایستلو په اړه د پاکستان پرېکړه "نا انساني" او "د خواشینۍ وړ" وبلله:
"له بده مرغه هغه ګام چې پاکستان د افغان طب محصلانو د ایستلو په اړه اخیستی او محدودیتونه یې پرې لګولي دي، د خواشینۍ وړ دی او بشپړ ناانساني عمل دی، لومړی خو موږ دا غواړو چې له دې کاره لاس واخلي، دویم دا چې افغانستان کې د لوړو زدکړو وزارت بشپړ چمتووالی لري تر هرځایه یې چې خپل تحصیل رسولی وي، هغه بشپړ کړي. "
پاکستان کې د افغان محصلینو کره شمېر معلوم نه دی، خو ښځینه محصلینې او هغه محصلین هم پکې شامل دي، چې پاکستان ته د بورسونو یا سکالرشپونو له ترلاسه کولو وروسته د زدکړو لپاره تللي وو.