امریکا ته د ایران ځواب: په خبرو کې پرمختګ شوی خو "هوکړې ته نه یو نږدې شوي"

بقايي پر دریځ ولاړ دی، خبرې کوي او دواړو خواو ته یې د ایران بېرغونه ولاړ دي.

د عکس سرچینه، Getty Images

د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۴ دقیقې

د امریکايي‌ چارواکو هغو څرګندونو ته په ځواب کې چې وايي په خبرو اترو کې پرمختګ شوی، د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند ویلي چې دواړه لوري په ځينو مسئلو یوې پایلې ته سره رسېدلي دي خو داسې نه شي ویل کېدای چې یوې هوکړې ته هم سره نږدې شوي‌ دي.

اسماعیل بقايي دا بې‌باوري ځکه څرګنده کړې چې وايي، په تېر کې هم امریکايي چارواکو ضد و نقیض څرګندونې کړې دي او د مذاکراتو پرمهال یې بریدونه هم کړي دي.

ښاغلی بقايي دا څرګندونې داسې مهال کوي‌ چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو ویلي چې د تهران او واشنګټن ترمنځ یوې هوکړې ته په رسېدو کې "پرمختګ شوی دی". خو امریکايي ولسمشر بیا پرون که څه هم وویل چې "هوکړه نږدې" ده خو وروسته یې ټينګار وکړ چې یوې موافقې ته د رسېدو لپاره بېړه نه لري.

ډونلډ ټرمپ ویلي، خپلو مذاکره کوونکو ته یې لارښوونه کړې چې له ایران سره "هوکړې ته د رسېدو لپاره بيړه ونه کړي". نوموړي وړاندې ويلي وو چې هوکړې ته نږدې شوي دي.

د راپورونو له مخې تر بحث لاندې تړون کې د ۶۰ ورځو اوربند غځول، د هرمز تنګي بيا پرانيستل او د ایران د اټومي پروګرام په اړه د نورو خبرو اترو پلان په کې شامل دي.

ټرمپ پر ټولنيزو رسنيو ويلي چې "رغنده" خبرې روانې دي خو په وینا یې"دواړه خواوې بايد خپل وخت واخلي او هر څه سم ترسره کړي".

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ

د عکس سرچینه، AFP via Getty Images

ټرمپ د شنبې په ورځ ويلي وو چې د تړون په اړه "تر ډېرې اندازې خبرې شوې" دي او له دې سره جوخت داسې اټکلونه کېدل چې ښايي ژر تړون اعلان شي.

ایراني چارواکو هم په خبرو کې د پرمختګ نښې ورکړې وې.

د دغه هېواد د بهرنيو چارو وزارت ویاند اسماعيل بقايي مخکۍ ويلي وو چې دواړه خواوې یوې هوکړې ته د رسېدو لپاره "ډېر نږدې او هم ډېر لرې دي".

د امریکايي رسنيو په وینا دا وړانديز شوی تړون وروستۍ هوکړه نه ده بلکې ځينې تر ټولو ستونزمن مسائل وروسته خبرو ته پرېږدي چې په هغو کې پر ایران د بنديزونو د لرې کېدو غوښتنه، د کنګل شويو ايراني شتمنيو ازادول او د واشنګټن غوښتنه چې ایران خپلې اټومي موخې محدودې کړي، شامل دي.

دغه تړون د جمهوريپالو تر منځ اختلاف هم رامنځته کړی او ځينو په ښکاره ويلي چې دا د ایران پر وړاندې ډېر نرم دريځ لري.

روبیو څه ویلي؟

روبیو

د عکس سرچینه، Reuters

پرون د هند پلازمېنه نوي ډیلي کې د خپل رسمي سفر په ترڅ کې یوې خبري غونډې ته په وینا کې مارکو روبیو د امریکا او ایران تر منځ د مذاکراتو په هکله هم وغږېد.

له ایران سره د یوې احتمالي هوکړې په تړاو پوښتنې ته ځواب کې ښاغلي روبیو وویل، ''کېدای شي، و به شي، یو څه نور معلومات به د نن ورځې په وروستیو کې راشي.''

خو نوموړي زیاته کړه، دی به یې ''ولسمشر (ټرمپ) ته پرېږدي، چې نور اعلانونه وکړي.''

ښاغلي روبیو وویل: ''یو څه پرمختګ شوی – پام وړ پرمختګ، خو وروستی پرمختګ نه دی.''

روبیو زیاته کړه، ایران به هېڅکله اتومي وسله ترلاسه نه کړي. دا داسې څه دي، چې د امریکا متحدو ایالتونو ولسمشر ډونلډ ټرمپ هم له دې مخکې په تکرار سره ویلي دي.

د ښاغلي روبیو په وینا له داسې یوې هوکړې سره د ولسمشر ټرمپ توافق چې ګواکې ایران به د اتومي وسلو په موضوع کې پیاوړی دریځ ولري، (بې معنا) نظر دی.

نوموړی وايي، د جګړې د پای ته رسولو لپاره دیپلوماتیکې لارې چارې د امریکا لومړیتوب دی، نوموړ زیاتوي: "زه فکر کوم چې موږ یو څه پرمختګ کړی دی."

روبیو زیاته کړه، نړۍ به په راتلونکو څو ساعتونو کې یو څه ښه خبرونه ترلاسه کړي، "لږترلږه د تنګي په اړه''.

هغه له دې سره خبرداری ورکوي: "موږ لاهم یو څه کار لرو". روبیو وايي، "ښه خبرونه" شته خو "وروستی خبرونه نه دي".

له دې مخکې د امریکا متحدو ایالتونو ولسمشر ډونلډ پر شنبه وویل، له ایران سره د یوې هوکړې په تړاو ''په پراخه کچه'' خبرې شوې دي، چې د ده په وینا د هرمز تنګي بیا پرانیستنې موضوع به هم پکې شامله وي.

ښاغلي ټرمپ ویلي، په ''قطعي ډول'' به هره هوکړه اتومي وسله جوړولو ته د ایران د لاسرسي مخه ونیسي.