افغان پوهنتونونو کې شیعه مذهبه محصلان د ژمنلیک پر کومې خبرې نیوکه لري؟

د طالبانو د لوړو زدکړو وزارت عکس

د عکس سرچینه، MoHE

د عکس تشریح، د طالبانو حکومت د لوړو زدکړو وزارت
د لوستلو وخت: ۵ دقیقې

افغانستان کې د نوي تحصیلي کال له پیل سره د طالبانو حکومت د لوړو زدکړو وزارت له ټولو محصلانو غوښتي هغه ژمنلیک لاسلیک کړي چې ځینې برخې یې جنجالي شوې دي.

دا ژمنلیک ۱۴ مادې لري او له تېرې شاوخوا یوې اوونۍ راهیسې د افغانستان په ټولو دولتي او خصوصي پوهنتونو کې وېشل شوې دي.

د دې ژمنلیک ځینې مادې څو ټکي لرې، د بېلګې په توګه، لومړۍ ماده یې د شریعت د ټولو اصولو پلي کولو ته ور ګرځي او له محصل ژمنه اخیستل کېږي چې لمونځ په خپل وخت په جماعت وکړي، ږیره سوچه وساتي، خولۍ پر سر کړي، له ویډیو، تصویر او د موسیقۍ له اورېدو ډډه وکړي.

د دې تر څنګ محصلان ژمن دي چې له هر ډول قومي، ژبني او سمتي تعصوبونو په جدي توګه ډډه وکړي.

خو د همدې ژمنلیک ۶مې مادې جنجالونه راپورته کړي دي چې په کې راغلي "دا چې د افغانستان خلک په اهل السنت والجماعت کې د امام اعظم ابوحنیفه رحمه الله د مذهب پیروان دي، نو زه به هم د یاد مذهب پیروي کوم، تر څو وحدت او اتفاق وساتل شي."

همدې مادې د هغه محصلانو اعتراضونه راپورته کړی چې د حنفي مذهب پیروان نه دي، په ځانګړې توګه شعیه مذهبه محصلان چې انګېري مذهب یې له پامه غورځول شوی .

"د افغانستان وګړي د حنفي مذهب پیروان دي"

یوه شعیه محصل بي بي سي ته وویل، "د افغانستان ټول وګړي د حنفي مذهب پیروان نه دي، همدې ماده کې یې سم نه دي لیکلي، خو اندېښنه لرم که یې لاسلیک نه کړم، له فشار لاندې به راشم او ان له پوهنتونه به اخراج شم."

د طالبانو له بیا واک ته رسېدو وړاندې جمهوري دولت کې په افغانستان کې دواړه سني او شعیه مذهب په افغانستان کې رسمیت درلود او د شیعیه شخصي حالت قوانین په محکمو کې په رسمیت پېژندل شوي وو او د اهل تشیع فقه په پوهنتونو کې هم تدریسېدله. خو اوس دا د طالبانو په حکومت کې په رسمیت نه پېژندل کېږي.

دا مهال د لوړو زدکړو وزارت لخوا په پوهنتونونو کې له محصلانو د همدې ژمنلیک اخیستو د شعیه وګړو په تېره د شعیه محصلانو اندېښنې راپورته کړې دي.

بي بي سي د همدې راپور د چمتو کولو لپاره د افغانستان په بېلا بېلو ولایتونو کې له محصلانو، د پوهنتون له استادانو او ځینو شعیه څېرو سره خبرې کړې دي چې د موضوع د حساس والي او د دوی د امنیت د خوندیتوب لپاره یې په همدې راپور کې نومونه او نور معلومات نه دي یاد شوي.

 د هغه ژمنلیک د دواړو مخونو عکس چې د لوړو زدکړو وزارت لخوا په پوهنتون کې محصلانو ته د لاسلیک لپاره سپارل شوی.
د عکس تشریح، د هغه ژمنلیک د دواړو مخونو عکس چې د لوړو زدکړو وزارت لخوا په پوهنتون کې محصلانو ته د لاسلیک لپاره سپارل شوی.

"نه یې لاسلیکوم، چې له یاده یې ووځي"

یوه شعیه محصل چې د پوهنتون په څلورم کال کې دی بي بي سي ته وویل چې تر اوسه یې ژمنلیک ورسره ساتلی او هڅه کوي چې یوه لاره پیدا کړي چې لاسلیک یې نه کړي. هغه وايي. "یوه اوونۍ صبر کوم چې له یاده یې ووځي." خو زیاته یې کړه چې که د همدې ژمنلیک نه لاسلیک کېدو د ده د زدکړو پر بهیر اغېز کاوه او یا هم له پوهنتونه د محرومۍ او اخراج کېدو په بیه ورته تمامېده، نو بیا "اړ دی چې لاسلیک یې کړي."

په تېرو کلونو او د افغانستان د پرځېدلي جمهوریت پر مهال هم له محصلانو ژمنې اخیستل کېدې، خو سږ کال یې توپیر په دې کې دی: ټول محصلان (نه یوازې د لومړي کال) یې باید لاسلیک کړي، عملي کېدل او څارل یې جدي شوي دي.

د لوړو زدکړو وزارت ویاند احمدضیا هاشمي یې بي بي سي ته په ځواب کې وویل، "دا د هر چا خپلې لارښوونې او اصول دي او د مذهب خبره، دا شخصي ژوند سره هیڅ اړیکه نه لري، دا د اجتماعي نظام د پالیسو، اصولو او فرامینو او قوانینو له مخې. که څوک د نظام په چوکاټ کې ژوند کوي، نو اجتماعي ژوند باید د حنفي فقهې په رڼا کې مخته یوسي."

د لوړو زدکړو وزارت د ویاند د همدې خبرو په ځواب کې د پوهنتون یوه استاد بي بي سي ته وویل، "وزارت غواړي چې په حنفي فقه الزامي والی مطرح کړي. فقه هم فردي او هم تولنیز جنبه لري. ایا دا امکان لري چې یو څوک دې نیم شعیه او نیم سني شي او التقاطي عمل وکړي؟"

یوې بلې سرچینې بي بي سي ته وویل چې په همدې موضوع جوړه شوې غونډه کې د دوو یا دریو محصلانو پلرونو وویل چې دوی خپل زامن له همدې امله پرېنښودل پوهنتون ته لاړ شي.

د لوړو زدکړو وزارت لخوا محصلانو ته په سپارل شوي ژمنلیک کې شپږمې مادې د هېواد د شعیه دیني عالمانو اندېښنې هم راپورته کړې دي. له همدې امله یې ځینو غړو له ځینو شعیه څېرو سره په ګډه د سه شنبې پر ورځ د لوړو زدکړو له وزارت سره غونډه لرله، خو تر اوسه نه ده معلومه چې همدې غونډې یا د شعیه عالمانو اندېښنو ته د وزارت ځواب څه و.

د کابل پوهنتون دروازه

د عکس سرچینه، Getty Images

"محصلان وېرېږي"

د پوهنتون یو استاد چې نه غواړي نوم یې په راپور کې یاد شي بي بي سي ته وویل: "تېرو کلونو کې له محصلانو ساده او عمومي ژمنې اخیستل کېدلې"، خو په خبره یې دا کال دا موضوع ډېره جدي نیول کېږي.

دغه استاد زیاته کړه چې د طالبانو حکومت د هېواد په ټولو پوهنتونو کې د "دعوت او ارشاد" په نوم یو امریت جوړ کړی او په هر پوهنځي کې یوه کمېټه هم ټاکل شوې ده چې د همدې اصولو له پلي کېدا څارنه کوي.

ده د همدې ژمنلیک په تړاو بي بي سي‌ ته وویل: "کله چې ټولګي ته وردننه شوم له مخکې د دوی کسان هملته وو او په محصلانو یې همدا پاڼې وېشلې، ځینو محصلانو اعتراض وکړ، خو زه پوهېږم دا اعتراض به یې ځکه ګټه ونه کړي، ځکه چې محصلان وېرېږي او طالبان یې هم ګواښي. محصلان له محرومۍ، چانس خوړلو، نومرو کمولو او یا له پوهنتونه له شړلو وېره لري."

په یوه بل پوهنتون کې شعیه محصل چې وايي په نه زړه یې دا ژمنلیک لاسلیک کړی او تر اوسه پرې پښېمانه دی بي بي سي ته وویل: "موږ څو محصلانو پر همدې اجباري ژمنلیک اعتراض وکړ، د طالبانو پلاوي راته وویل چې ټول افغانستان کې عملي کېږي نو ستاسې اعتراض هم هیڅ شی نه شي بدلولی."

هغه وویل په ټوله کې دا ژمنلیک د "دوی انساني ازادۍ محدودوي."