BBC News, پښتو - کور پاڼه

مهم خبرونه

  • ټرمپ

    ژوندۍ پاڼه, ټرمپ وايي د "ایران طرحه ژر څېړم، خو فکر نه کوم چې دا به د منلو وړ وي"

    د امریکا ولسمشر ډونلډ ويلي، د ایران پلان ژر څېړي، خو زیاته کړې یې ده، "زه فکر نه کوم چې دا به د منلو وړ وي." نوموړي پر خپله ټولنيزه رسنۍ ټروت سوشل، یوه پیغام کې لیکلي، ایران "د هغه څه په اړه چې د بشريت او نړۍ پر ضد یې کړي کافي بيه نه ده پرې کړې."

  • د بدخشان-تخار لویه لار

    د بدخشان- تخار لویه لاره د سیلابونو له امله تړل شوې ده

    په افغانستان کې د طالبانو حکومت د ټولګټو وزارت وايي د بدخشان-تخار لویه لاره د پراخو سیلابونو له امله تړل شوې ده. ددې وزارت ویاند محمد اشرف حق شناس د بي بي سي خبریال فرهاد محمدي سره خبرو کې ویلي چې د لارې پرانېستلو هڅې روانې دي.

  • امریکايي سرتیری ټانک چلوي

    د جرمني دفاع وزیر وايي د امریکايي ځواکونو د ایستلو پرېکړه د 'اټکل وړ' وه

    د جرمني دفاع وزیر بوریس پېسټورېس ویلي د امریکا متحدو ایالتونو دا پرېکړه چې د دوی له هېواده ۵ زره سرتېري باسي، "د اټکل وړ" وه. هغه د جرمني ډي‌پي‌اې خبري اژانس سره خبرو کې ټینګار کړی چې "په اروپا کې، او په ځانګړي ډول جرمني کې د امریکایي سرتېرو حضور زموږ په ګټه دی او د امریکا په ګټه دی." هممهاله ناټو ویلي چې له واشنګټنه په دې تړاو لا ډېر وضاحت غواړي.

  • د هلمند سيند

    په ننګرهار، کندهار او هلمند کې د ښځو او ماشومانو په ګډون لس تنه په اوبو کې ډوب شوي

    د هلمند او ننګرهار ولایت ځايي چارواکي وايي د دغو دواړو ولایتونو په سيندونو کې اته تنه چې څلور یې ښځې او څلور ماشومان دي ډوب شوي دي. د طالبانو حکومت کې د هلمند ولایت سيمه ييزو چارواکو ويلي، د دې ولایت د ناوې ولسوالۍ په دوو بېلابېلو ځايونو کې څلورو ښځو او دوو ماشومانو په سيند کې د لوېدو له کبله خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

  • اسامہ بن لادن

    اېبټ اباد کې د اسامه وژل کېدو پاکستاني واکمنو کې څه ګډوډي پېښه کړه؟

    د سي ای اې مشر لېون پنیټا د مۍ په دریمې نېټې له ټایم مجلې سره په خبرو کې وویل " امریکا په لوی لاس پاکستان ته د اسامه بن لادن د ځای او هلته د عملیاتو په اړه معلومات ورنکړل ځکه چې پر پاکستان باور نه و، په تېر کې تجربو ثابته کړې وه چې کله هم اسلام اباد ته د کوم ترهګر په اړه خبر ورکړل شوې دوی هغه ته خبر ورکړی و چې هدف ګرځول کېږي."

لنډې ویډیوګانې

  • بحیراب
  • Keyframe #9
  • د یوه ماشوم انځور چې قد یې اندازه کوي.
  • افغان کډوال
  • ممدانئي او پاچا چارلز
  • ګلوبل صمود فلوټېلا
  • بدخشان نجونې
  • clouds
  • مهریه اشفته
  • trump

بي بي سي پښتو اوس پر وټساپ هم شته

په خپل ګرځنډه ټلیفون کې د بي بي سي پښتو تازه خبرونه، څېړنیز رپوټونه او د افغانستان، پاکستان او نورې نړۍ په اړه ځانګړې معلوماتي لیکنې لوستلی شئ.

ځانګړي مطالب

افغانستان لپاره د بي‌بي‌سي ټلوېزیوني خپرونې

بي‌بي‌سي نیوز افغانستان چې د سپوږمکۍ (سټلایټ) له لارې خپرېږي، د افغانستان، سیمې او نړۍ پر سیاست، اقتصاد، کلتور، لوبو او ټولنیزو چارو پام ساتي. دا خپرونې پر پښتو او دري ژبو خپرېږي .

غواړئ چې انټرنېټ مو ډېر مصرف نشي؟

د وېب‌سایټ هغه بڼه ولولئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي.

تازه خبرونه واورئ

  • راتلونکې برخه واورئ , خبرهای نیمه روز, ۱۳:۰۰, ۳ می ۲۰۲۶, ۱۴،۳۰ موده

    تازه ترین اخبار از افغانستان، منطقه و جهان

  • واورئ, خبر او نظر, ۱۵:۳۰, ۲ می ۲۰۲۶, ۲۹،۳۰ موده

    دا خپرونه له بي‌ بي سي پښتو اورئ

  • راديويي څپې

    نړۍ دا وخت

    د بي بي سي پښتو ټلویزیوني خپرونه چې هره ورځ د افغانستان په شپږ بجو په ژوندۍ بڼه خپرېږي.

    تر ټولو ډېر لوستل شوي